لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان احتجاج: انتظامي او عدالتي دفترې دې علاقې ته منتقل شي


د جنوبي وزيرستان احتجاج
د جنوبي وزيرستان احتجاج

په ټانک ضلع کې د جنوبي وزیرستان انتظامیه دفتر مخې ته د علاقې د سیاسي ګوندونو مشرانو احتجاجي مظاهره کړې او غوښتنه یې کړې چې په سیمه کې د حکومتي واک پرځای کولو د دعوو وروسته دې د ضلعې ټول انتظامي دفترونه او عدالتي نظام بیرته خپلې ضلعې ته انتقال کړی شي.

دا مهال د جنوبي وزیرستان د انتظامیې د دفترونو ترڅنګ د عدالت ودانۍ هم په یوه بله ضلعه ټانک کې شتون لري.

د سیمې اوسیدونکي وايي درې کاله وړاندې په اساسي قانون کې د ترمیم د لارې قبایلي سیمې په خېبر پښتونخوا صوبه کې ورګډې کړل شوي خو په سیمه کې د انتظامي ادارو د دفترونو او عدالتي نظام د نشتوالي له امله دوی اوس هم د پخواني اېف سي ار قانون په څېر حالاتو کې ژوند کوي.

د پېښور هايکورټ لخوا په قبايلي ضلعو کې د عدالتونو لپاره د تیر کال د فرورۍ د میاشتې په25 نېټه د پينځه و ښځينه و په شمول د28 قاضيانو ټاکل کېدو اعلامیه جاري کړل شوې وه.

دا وخت د خېبر ضلعې لپاره د پېښور په حیات اباد، د مومندو لپاره د چارسدې په شبقدر، د باجوړ لپاره د دير په تېمرګره، د اورکزو لپاره په هنګو، د کرمې لپاره په ټل، د شمالي وزیرستان لپاره په بنو او د سويلي وزیرستان لپاره په ټانک ضلع کې عارضي عدالتونه جوړ کړل شوي دي.

د پیپلز ګوند فعال او په تیرو ټول ټاکنو کې خېبر پښتونخوا اسمبلۍ ته کاندید عمران مخلص وزیر وي او ای ډیوه ته وویل چې سیمه کې د پولیس نظام فعاله نه دی، د امنیت، عدالت او انتظامي چارې هم هغه رنګه د اېف سي ار د نظام په رنګ روانې دي.

هغه زیاته کړه عدالتي نظام او د انتظامیې دفترونه په یوه بله ضلع ټانک کې جوړ کړی شوي دي چې د خلکو په اسانه رسايي ورته نشته، دغه ولس اوس هم د اپیل، وکیل او دلیل دحق نه محرومه دی.

عمران مخلص وزیر وویل هرکله چې حکومت د امنیت د ټینګښت دعوې لري بیا دې انتظامي او عدالتي دفترونه د خلکو اسانتیا لپاره خپلې ضلعې جنوبي وزیرستان ته انتقال کړی شي.

د عوامي نیشنل ګوند د جنوبي وزیرستان مشر ایاز وزیر وویل په صوبه کې دوی د دې لپاره شامل شوي چې ددوی به د پاکستان اساسي قانون ته لاس رسی وشي خو درې کاله وروسته هم خلکو ته د ایین او قانون سره سم د تحفظ، ترقۍ او بحالۍ بنیادي حقونه نه ورکړل کیږي.

هغه وویل د صوبې د ستر عدالت هایکورټ د لارې فېصله شوي چې ټول انتظامي دفترونه دې خپلې ضلعې ته بيرته انتقال کړل شي خو حکومت دا پرېکړه نه عملي کوي.

صوبايي حکومت په وروستیو کې ویلي وو چې د قبایلي ضلعو دفترونه دې اړونده ضلعو ته انتقال کړی شي خو د علاقې یو وکیل شیرپاو مسید تور پورې کړو چې ځایي انتظامیه او پولیس د صوبې حکومت ته ویلي چې د ضلعې حالات لا سم نه دي او دوی امنیت نه شي ورکولی.

هغه وویل که دغلته یې غوښتې نه منل کیږي بیا دوی اسلام اباد ته احتجاج کوي.

وایس اف امریکه ډیوه په دې اړوند د صوبې او د ضلعې حکومتي چارواکو سره د رابطې هڅه کړې خو څه ځواب یې تر لاسه نه کړو.

د جنوبي وزیرستان د انتظامي دفتر نه ډیوه ته دومره وویل شول چې دا مهال د ضلعې ټولې انتظامي او عدالتي چارې په ټانک ضلع کې ترسره کیږی او یوازې واڼا سب ډویژن کې د مرستیال کمیشنر دفتر فعال دی.

انتظامیه وایي دوی ته چې کله د صوبې حکومت نه کومه لاښوونه وشي هغه به عملي کوي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG