لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دقبایلي سیمو اصلاحاتو دپاره دځوانانو جرګه بیا فعاله شوه


د قبايلي ضلعو داصلاحاتو دپاره دقبایلي سيمو دځوانانو جرګه چې کال ۲۰۱۷ کې جوړه کړی شوې ددغه جرګې غړې وایي دوئ يو ځل بيا خپله جرګه فعاله کړې ترڅو قبايلي ضلعو کې اصلاحات عملي شي او دوئ سره شوې وعدې پوره شي۔

دحکومتي ګوند غړي وایي دوئ ته بلوچستان او سېند صوبه په اېن ايف سي اېوارډ کې د قبايلي ضلعو د پاره درې فيصده پورې برخه نه ورکوي دوئ هڅه کوي چې د قبايلي ضلعو مالي ضروريات پوره کړي۔

د قبايلي ضلعو دځوانانو دجرګې يو غړي مثل خان اورکزي ډيوه ته وويل موجوده حکومت د قبايلي ضلعو خلکو سره کړو وعدو کې ناکامه شوی دی، نو دوئ ځکه مجبوره شو چې دغه جرګه بيا فعاله کړي او د حکومت اعلا چارواکو ته د قبايلي ولس مسلې ورسوي۔

"د قبايلي ضلعو په خېبر پښتونخوا کې د ګډون درې کاله پوره شو، خو خلکو سره شوې وعدې پوره نه شوې ، په اين ايف سي ايوارډ کې برخه لا هم نه ده ورکړل شوې،

هغه وایي "حکومت ناکامه شوې دي، انضمام شوی خو خلکو ته يې ګټې نه دي رسيدلې او خلکو کې مايوسي سېوا کيږي"

د مومندو نه دحکومت مخالفه عوامي نیشنل ګوند دصوبایي اسمبلي غړي نثار مومند وويل په قبايلي ضلعو کې د تنخاګانو په مد کې پېسې مصرف کيږي نور حکومت هلته کومي لوي پروژې نه دې پېل کړي،

نوموړي وويل د صحت، تعليم، سړکونو د څښلو د اوبو نظام لا هم هغسې وران پروت دی او چې کوم ځوانان راپاڅيدلي دوئ يې ملاتړ کوي۔

څيړونکې او خبريال لحاظ علي وایي د قبائيلي ضلعو د پاره چې په تيرو دريوؤ کالو کې کوم بجټ منظور شوی په يو کال کې هم دغه په مکمله توګه نه دی مصرف شوی خو چې کومې پېسې مصرف شوي هم دي هغه د هغې بجټ نه زياتې دي کومې چې په قبايلي ضلعو ته د انضمام نه وړاندې ورکړل کيدې۔

"دځوانانو او د قبايلي اولس ډېرې طمعې وې خو طمعې په پوره توګه نه دي پوره شوي"

د باجوړ ضلعې نه د واکمن ګوند پاکستان تحريک انصاف سنېټر هدايت الله ډيوه ته وويل دوئ د قبايلي ضلعو د ځوانانو او د خلکو د اندېښنو په اړه خبر دي، دوئ دغه ځوانانو سره ملاقاتونه هم کړئ دي خو ځني ځايونو کې د پېسو خرچ کې مسلې موجود دي، او دوئ د متعلقه محکمو نه د هغې ځوابونه غوښتي دي۔

"د اډيټر جنرل لخوا يو ځائ کې ويل شوي چې د قبايلي ضلعو د پاره ۲۳ اربه روپۍ جاري شوي بلې محکمې هم دغه کال رپورټ کې ويلي چي ۴۶ اربه روپۍ مصرف شوي،نو څنګه ممکن کېدی شي، خو د دوئ په دې ټولو مسلو نظر د ایو متعلقه ادارو نه يې ځوابونه غوښتي دي"

سنېټر هدايت الله د اېن ايف سي ايوارډ په اړه وويل چې تر اوسه بلوچستان او سندهـ صوبې قبايلي ضلعو ته په اين ايف سي ایوارډ کې درې فېصده برخې ورکولو ته نه دي تيار شوي۔

نوموړي وويل بلوچستان صوبه دعوه لري چې دوئ خپله د مالي مشکلاتو سره مخ دي۔

بلخوا په سندهـ صوبه کې واکمن دحکومت مخالفه پاکستان پيپلز پارټۍ حکومت دی، ددغه ګوند مشران وایي د خېبر پښتونخوا حکومت دې دوئ ته پلان وړاندې کړي چې څنګه به دغه پېسې په سمه توګه مصرف کوي نو هله به په اين ايف سي کې په برخه ورکولو رضا کيږي ځکه چې له دې وړاندې هلته جاري شوې پېسې ټولې نه مصرف کيږي او دغې کې روڼوالی هم کم دی ۔

د خېبر پښتونخوا د خزانې وزير دخالي په ورځ يوه خبر پاڼه کې ويلي د قبايلي ضلعو پرمختيا د پاره يې بېلا بېلې منصوبې پېل کړي دي او روان کال د پاره يې شپيته اربه روپۍ ترقياتي بجټ دغه سيمو د پاره اېښودې دې۔

نوموړي ويلي که نورې صوبې پېسې ورکړي نو دا بجټ کليز سل اربو روپو ته رسيدلی شي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG