لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپاکستان د وزیراعظم د کرونا وبا پیکیج کې د40 بيلینه روپو غبن شوی،داډیټرز جنرل رپورټ


د پاکستان دحساب کتاب دقامي ادارې اډيټرز جنرل اف پاکستان په رپورټ کې ويل شوي چې د وزير اعظم د کرونا وبا په پېکج کې د 40 بيلېنه روپو غبن شوی دی.

دا رپورټ چې دپاکستان دخزانې وزارت دنړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف په غوښتنه جاري کړی، وايي چې د حساب کتاب قامي ادارې اډيټرز جنرل اف پاکستان د کرونا د لګښتونو په مد کې د 354 بيليېنه روپو د کره کتنې هڅه کوله خو ټول رېکارډ یې ترلاسه نه کړی شو.

د ورځپاڼې اېکسپرېس ټريبيون ترمخه دخزانې وزارت لخوا د کرونا فنډ د لګښتونو د رپورټ جارى کول دنړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم اېف له لوري پاکستان ته د يو بيلين ډالرو د پور ورکولو لپاره پېشګي شرط ؤ چې د جمعې په ورځ د شپږو مياشتو دځنډ نه وروسته خپور کړى شو.

دپاکستان دحساب کتاب دقامي ادارې اډيټرز جنرل اف پاکستان په دې رپورټ کې ويل شوي چې حساب کوونکو د کرونا وبا د مخنيوي په مد کې د لګول شوو 354.3 بيليېنه روپو دکره کتنې هڅه کوله خو وايي په دې لړ کې یې ټول ريکارډ ترلاسه نکړی شو.

داقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر اشفاق حسن خان ډيوه ته وویل چې نړیوال مالياتي ادارې د کرونا وبا په پېل کې پاکستان ته 1.4 بېلينه ډالرې ورکړې وې.

دی وايي ايي اېم اېف اوس د پاکستان نه ددغه رقم حساب غواړي چې دا څنګه مصرف شوې دي.

هغه وايي دا معامله اوس د پاکستان د حکومت او ايي ايم ایف ترمنځ ده او ايي ايم ایف به ګوري چي د درغلیو دا څومره سنجيده مسله ده.

د اډټ رپورټ ترمخه تر ټولو زیات د 25 بيليېنه روپو بې ضابطګۍ بېنظير انکم سپورټ پرورګرام ته په ورکړی شوؤ 133بېلينه روپو کې موندل شوي چې د ټول لګښت 19 فيصدى برخه جوړېږي.

هم دا راز د رپورټ ترمخه د افتونو په وخت د انتظام قامي ادارې نېشنل ډېزاسټر منېجمنټ اتهارټې ټولې 22.8 بېيلنه روپۍ مصرف کړي چې پکې حساب کوونکو د 4.8 بيلينه روپو غبن رابرڅېره کړی.

د رپورټ مطابق د دفاع وزارت لخوا په مصرف شوي رقم کې هم د 3.2 بيلينه روپو بې ضابطګۍ او غبن موندل شوی او په نورو سرکاري محکمو کې هم تر 1.5 بيلينه روپو پورې مشکوک لګښتونه په ګوته کړی شوې دي.

د حکومت مخالف پيپلز ګوند سېنټر بهرمن تنګي ډيوه سره خبرو کې ددې غبن غندنه کړې او غوښتنه یې کړې چې ددې باید سمه کره کتنه وکړل شي.

هغه وايي که د اوسني حکومت تېر ريکارډ ته وکتل شي نو په هره څانګه کې یې غلا غلطۍ کړي دي.

هغه وايي مونږ غواړو چې د نېشنل ډېزاسټر منېجمنټ اتهارټې سره هم پوره حساب کتاب وشي او که د کرونا وبا د فنډ په وهنه کې ددغه ادارې هر څوک ککړ وي نو تپوس دې ترې وشي او سزا دې ورکړی شى.

د خزانې د وزارت لخوا په جاري کړی شوي راپور کې ويل شوي چې اډيټرز جنرل اف پاکستان چې په خپل حساب کتاب کې په کوم اړخونو رڼا اچولې ده هغې کې غېر مستحق خلکو ته د جعلي بايو مېټرک د لارې پېسې جارى کول، غلطې خریدارۍ کول، د اړونده سامانونو په رسد کې لم لېټ، دغېر ضروري سامانونو اخستل او د يوټېليټي سټورز لپاره غېر معېارى څيزونه اخستل شامل دي.

XS
SM
MD
LG