لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کورونا د نوي ډول په اړه باید څومره اندېښنه ولرو؟


واشنګټن - د اومېکران په نامه د کورونا وایرس نوی ډول چې په لومړي ځل په جنوبي افریقا کې خو بیا وروسته په اسیا او افریقا کې هم موند ل شوی په نړیواله توګه اندېښنې راپارولي.

د امریکا غږ د یو راپور له مخې، کېدای شي د کورونا دغه نوی ډول په چټکۍ سره خپور شي او دا هم امکان لري چې د کورونا د پخوانیو ناروغیو او واکسینونو څخه رامنځ ته شوی معافیتي یا دفاعي سیستم هم وځپلی شي.

د کورونا د دغه نوي ډول په اړه د خبر له خپرېدو سره ګڼو هېوادونو له بهر څخه د نورو خلکو په ورتګ باندې د جمعې په ورځ سفري بندیزونه لګولي.

همدارنګه درمل جوړونکې کمپنۍ هم یو ځل بیا د کورونا پر وړاندې د خپلو جوړو کړو واکسینونو بیا کتنه او ارزونه کوي.

ساینس پوهان ولې اندېښمن دي؟

د روغتیا نړیوالې ادارې د کورونا B.1.1.529 N ډول چې اومېکران نوم ورکړل شوی د سارک کوېډ 2 په څېر د اندېښنې وړ ډول بللی.

دوی ویلي، دا وایرس ښايي د کورونا د نورو ډولونو په پرتله په ډېرې چټکۍ سره خپور شي.

تر دې مهال د کورونا ډلټا ډول په نړۍ کې د اندېښنې وړ ډول وو چې په امریکا کې د کورونا د پېښو ۹۹.۹ فیصده جوړوي خو دا لا څرګنده نه ده چې د اومېکران ډول به په دې وتوانېږي چې د ډلټا ډول ځای ونیسي او کنه.

دغه خبره د پیټسبرګ طبي مرکز له پوهنتون څخه د ساري ناروغیو د مخنیوي د څآنګې مشر ډاکټر ګراهام سنایډر کړې ده.

خو هغه څه چې ښکاره شوي دي هغه دا دي چې د اومېکران په نامه د کورونا په نوي ډول کې تر ۳۰ زیات بدلونونه راغلي کوم چې د اوسنیو واکسینونو لپاره اهداف وو.

په نوي ډول باندې دا شک هم کېږي چې په جنوبي افریقا کې د کورونا د نویو پېښو د زیاتوالي سبب کېدای شي.

د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې د مایکروبیالوجۍ او امیونولوجۍ د څانګې پروفېسر ډاکټر ډېوېډ هو وايي، د امېکران تغیرات ښايي د کورونا درملنه اغیزمنه کړي او کېدای شي ځینې جوړې شوې انتي باډیانې بې اغیزې کړي.

د فایزر لخوا د پکسلوېډ او د مرک کمپنۍ لخوا مولنوپېرېوېر د وایرس په هغو برخو اغېز کوي چې په اومېکران کې نه دي بدل شوي او که د واکسین څخه رامنځ ته شوی معافیت وګواښل شي نو دغه د دغو درملو ارزښت به نور هم زیات شي.

هغه څه چې لا څرګند نه دي:

ساینس پوهان وايي، دا به څو اونۍ وخت ونیسي چې دوی د اومېکران په واسطه رامنځ ته کېدونکې ناروغۍ وپېژني او د دې خبرې موندل به هم وي چې دا اومېکران څومره خپرېږي او مخکې له مخې څومره خپور شوی دی.

ځینې وايي، د کورونا د بیتا ډول په څېر چې هغه هم په جنوبي افریقا کې موندل شوې وه او بیا وروسته یې ډلټا ډول ځای ونیوه دا نوی ډول هم ښايي په راتلونکې کې په نورو ډولونو بدل شي.

خو لویه پوښتنه دا ده چې په نړۍ کې چې تر اوسه پورې د کورونا نېږدې اته بیلینه ډوزه واکسین ورکړل شوی ایا هغه به د اومېکران په وړاندې مقاومت وکولای شي او که نه؟

څېړونکي لا تر اوسه په دې هم نه پوهېږي چې ایا امېکران به د کورونا د نورو ډولونو په پرتله د کورونا ډېره سخته او که لږه سخته ناروغي رامنځ ته کړي.

ساینس پوهان دا هم وایي، که څه هم تر اوسه پورې اومېکران په امریکا کې نه دی موندل شوی خو ښايي مخکې مخکې دلته هم رسېدلی وي.

د کورونا د نوي ډول پرته هم په امریکا کې په دې وروستیو کې د هوا له سړېدو سره چې ورسره په بندو ځایونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوې، د کورونا د نویو پېښو شمېر زیات شوی دی.

په جنوبي افریقا کې د امېکران په اړه د خبر له خپرېدو سره په هوايي ډګرونو کې د سیلانیانو ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده او ټول هڅه کوي له دغه هېواد څخه په چټکۍ سره ووځي خو ګڼو هېوادونو له جنوبي افریقا څخه د مسافرو په ورتګ باندې بندیزونه هم لګولي دي.

د کورونا د نوي ډول په وړاندې د نړۍ غبرګون:

د امریکا ولسمشر جو بایډن اعلان وکړ چې سر د ګل یا دوشنبې څخه به د جنوبي افریقا او اوو نورو افریقايي هېوادونو څخه امریکا ته د مسافرو په راتګ باندې بندیز ولګول شي.

د دغه خبر له مخې، هر هغه غیر امریکايي ته به امریکا ته د راتګ اجازه ور نه کړل شي کوم چې په دغو اتو هېوادونو کې په تېرو ۱۴ ورځو کې پاتې شوی وي.

دغه سفري بندیز به په امریکایانو او د امریکا په ګرین کارډ لرونکو باندې نه پلی کېږي خو دوی باید له سفر څخه دمخه د د نورو نړیوالو مسافرو په څېر د کورونا منفي ټېسټ ولري.

بایډن دغه اعلان د جمعې په ورځ له خپل روغتیايي سلاکار انټوني فاوچي سره تر مشورې وروسته وکړ.

د جنوبي افریقا ترڅنګ په اوو نورو افریقايي هېوادونو کې بوتسوانا، زیمبابوې، نېمېبیا، لیسوتو، ایسوتیني، موزمبیق او ملاوي هېوادونه شامل دي.

د اروپايي‌ ټولنې هېوادونو هم موافقه کړې چې له جنوبي‌ افریقا څخه به د کورونا د نوي‌ ډول له امله سفرونه ولګوي.

په ورته وخت کې د ترکیې د روغتیا وزیر فهریتین کوچا د جمعې په ورځ وویل، دغه هېواد د کورونا د نوي ډول له امله له پنځو هېوادونو څخه د مسافرو په ورتګ باندې بندیز لګولی دی.

له افریقايي هېوادونو څخه دغه سفري بندیزونه وروسته له هاغې ولګېدل چې د روغتیا نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ او د جمعې په ورځ په جنوبي افریقا کې د امېکران په نامه د کورونا د نوي‌ ډول د پیدا کېدو خبر ورکړ او وویل چې کېدای شي د کورونا له نورو ډولونو څخه په ډېره چټکۍ سره خپور شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG