لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دجمهوریت په اړه امریکا کې راجوړیدونکي کانفرنس کې دپاکستان دګډون پرېکړه ولې ګرانه ده؟


دامریکې صدر جوبائیډن دپاکستان د وزیراعظم عمران خان په ګډون د ۱۱۰ هیوادونو مشران د دیموکراسۍ په اړوند امریکا کې راجوړیدونکې سرمشریزې غونډې ته وربللي دي.

دغه سرمشریزه غونډه راتلونکې میاشت کې په امریکا کې جوړیږي چې پاکستان پکې تر اوسه دګدون پېکړه نه ده کړې خو څېړونکي وایي چې دا دبائیډن انتظامیې له لوري پاکستان ته کومه وړومبۍ رسمي بلنه ده ځکه نو وزیراعظم عمران خان یې دمنلو یا نه منلو پرېکړه اسانه نه ده.

د وي او ای د رپورټ له مخې چین اؤ روس دامریکې له لوري ددې غونډې راجوړؤل د نړۍ د ویشلو هڅه بللې ده.

څېړونکي وایي که چرې پاکستان دې غونډه کې برخه اخلي نو چین ترې خفه کیدای شي اؤ که ګډون پکې نه کوي امریکا سره داړېکو ښه کولو فرصت دلاسه ورکولی شي.

دصدر بائيډن په کوربه توب د راتلونکې میاشتې په ۱۰مه نیټه راجوړیدونکې دې نړیواله غونډه کې چین اؤ روس ته دګډون بلنه نه ده ورکړل شوې اؤ غونډې ته د تائیوان په رابللو بیجنګ سخت غبرګون ښودلی دی.

دامریکې دبهرنیو چارو دمحکمې له مخې ددې غونډې راجوړولو مقصد جمهوریت ته دپېښو ننګونو مقابله اؤ داجتماعي اصلاحاتو دلارې د ډیموکراسۍ ثمره ترلاسه کول دي.

خو ځېنې څیړونکي بیا ددې کانفرانس دراجوړولو ګام ته د چین دسیوا کیدونکي نفوذ دمخنیوي دهڅې په توګه ګوري.

دپاکستان دبهرنیو چارو پخوانی سکتر شمشاد احمد خان وایي دا دنړیوالې کچې یو کانفرنس چې امریکا دخپلو موخو اؤ تګلارو په مخکې دبوتللو لپاره تر دې وړاندې هم داسې کانفرنسونه په بیلابیلو عنوانونو کړي دي.

وي او ای اردو د شمشاد احمد خان له خولې پخپل رپورټ کې ویلي چې چې امریکې دا کانفرانس په څنګه حالاتو کې رابللی، په هغه حالاتو کې امریکې دچین په اړه دځانګړي غبرګون پالیسي خپله کړې اؤ په نزدې وختونو کې چې واشنګټن هره تګلاره جوړوي دهغې مقصد دا وي چې په څه نا څه توګه دچین مخه ونیسي.

هغه وایي په نړۍ کې پرله پسې دچین دمخ په سیواکیدونکي کردار له امله امریکا په دې هڅه کې ده چې خپل ایتلافیان یو ډګر ته راټول کړي اؤ پاکستان هم په عمومي توګه دامریکا ایتلافیانو کې پاتې شوی دی.

دهغه په وینا اوس به کتل دا وي چې ددې کانفرنس موخې زمونږ په ترجیحاتو کې راځي؟ اؤ که چرې په جمهوریټ دټینګار کولو مقصد زموږ دوستان شرمنده کول وي نو بیا به پاکستان ته محتاط پاتې کیدل وي.

هغه وایي کانفرنس کې دګډون پرېکړه به وزیراعظم عمران خان ته کول وي خو دا دصدر بائیډن له لوري کومه رسمي بلنه نه ده بلکې پاکستان ته دغه کانفرنس کې دګډون بلنه ورکړل شوې ده.

هغه زیاتوي یوازې له دې امله باید دې کانفرنس کې دګډون بلنه ونه منل شي چې ګنې دا دبائیډن انتظامیې له لوري پاکستان ته وړومبۍ بلنه ده.

صدر جوبائیډن چې دکله نه واک ته رسیدلی تر اوسه یې دپاکستان وزیراعظم عمران خان سره رسمي خبرې اترې نه دي کړي اؤ که چرې عمران خان دې کانفرانس کې برخه واخلي نو دا به د دواړو هیوادونو دمشرانو ترمنځ وړومبی رسمي رابطه وي.

څېړونکي زاهد حسین وایي کیدای شي روس اؤ چین په دې کانفرانس تحفظات لري خو دا ضروري نه ده ددغو تحفظاتو له امله د نورو هیوادونو پالیسۍ داغیزو لاندې راشي .

هغه وایي چین دپاکستان سره دغوره اړېکو لرلو باوجود هم هند سره ښه راشه درشه اؤ اړېکې پالي چې پاکستان پرې کله هم اعتراض نه دی کړی

(د وي او ای اردو په مننه)

XS
SM
MD
LG