لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې میشت دمذهبي لږکیو فعالان وایي مذهبي ازادۍ یې ورځ تر بلې تروړل کیږي


هریندر دیوي وایي هغه د یوې ټولنیزې فعالې په توګه مسلمانانو او هندوانو دواړو سره ناسته پاسته کوي او کله کله پرې خلک د مذهب بدلولو ټینګار هم خامخا کوي. 

“زمونږ نيکه دتقسيم نه وړاندې دلته ؤ، هغه وايي چې مونږ سره د ټولو ډېرې ښې اړيکې وې. او چې کله تقسيم کېدو نو زمونږ نيکه دلته پاتې شو ولې چې هغه سره زياته تره مسلمانان خلک ډېر ښه وؤ. او وې به يې چې تاسو ته که څوک زيان رسوي نو وړومبی به زمونږ نه تېريږي”

دا خبرې دپښتونخوا د مردان سیمې دیوې هندو مذهبه میرمنې هريندر دیوي دي څوک چې پاکستان سره دخپل تړون په هکله وي او ای ډيوه ته وایي.د هغې کورنۍ د کلونو راهسې مردان کې ژوند تېروي.

هغه وايي د هغې نيکه د پاکستان جوړېدو نه وړاندې دلته وسېدلو او کله چې پاکستان او هند بېل شول نو د هغې نيکه هند ته د تلو په ځائ دلته پاتې شو او د هغې وجه د دې ځای د خلکو مينه او ورورولي وه خو هغه دا هم وایي چې اوس د وخت تېرېدو سره ډېر څه بدل شوي دي.

هریندر دیوي وایي هغه د یوې ټولنیزې فعالې په توګه مسلمانانو او هندوانو دواړو سره ناسته پاسته کوي او کله کله پرې خلک د مذهب بدلولو ټینګار هم خامخا کوي.

دنوموړې په وینا "ځينې خلک نه پوهيږي، ډېر خلک په دې پوهه دي چې نور مذهبونه هم شته.نور نه پوهيږي نو هغوئ رانه پوښتنه وکړي چې تاسو څه يئ. مونږ ورته وايو چې مونږ هندوان يو. نو هغوئ وايي چې تاسو مسلمانان کېږئ ولې نه.زه چې څه هم لږه ډېره خبره وکړمه نو بیا هغوي پرې پوهه شي"

هرېندر دیوي وايي د ملک په غټو غټو ښارونو کې خو د هولي او ديوالي غوندې د هندوانو مذهبي غونډې او خوشالۍ کيږي خو په مردان کې دوئ دا رقم مذهبي غونډې او خوشالۍ په محدوده توګه کوي.

“ مونږ دا په ازاده توګه نه شو کولی. دومره ده چې مونږ څه پخلی وکړو نو کور محلت کې يې ورکوؤ خو د وېرې نه یې مونږ نمانځلی نه شو. اوس خو ورو ،ورو خلک هم پوهه شو او زمونږ په ديوالي او هولي خبر شول ولې چې هغوئ د هندوستان ډرامې ګوري”

د مردان مسيحي مذهبي اقليتي ډلې سره تعلق لرونکې صاېمه امانت چې په وروستیو بلدياتي ټاکنو کې د ښځو استازې هم ټاکل شوې وه او يوه مدني فعاله هم ده ،وايي دمذهبي اقليتونو سره تعصب اوس هم کيږي او داسې د تعصب پېښې ددې سره هم شوي دي.

هغه وایي "تر دې چې په سکولونو کې زمونږ د ماشومانو سره تعصب کيږي. دا خو ماشومان دي د شپږ اوو کالو واړه دي. خو د خلکو په دماغو کې چې کومه خبره پرته ده لکه چې دوئ اقليتي ډلې سره تعلق لري او د بل مذهب خلک دي نو دوي سره لوبې کول نه دي پکار او يا خبرې نه دي کول پکار"

دصایمه امانت په وینا يو ملک خپلو وګړو ته ازادي ورکوي خو هغه ازادي دوئ ته نه ده ترلاسه ځکه چې دوئ د خپلې رایې څرګندونه او خبره په ازاده توګه نه شي کولی.

هندوان د پاکستان تر ټولو لویې اقليت دى چې زياتره برخه یې سندهـ صوبه کې ميشته ده.

دمطبوعاتي ريوټونو ترمخه د مذهبي تعصب اؤ جبري ودونو له امله لويه شميره کې دهندوانو کورنیو ګاونډي هيواد هندوستان ته تيښته کړې ده خو دپاکستان حکومت دا خبرونه بيځايه بولي او د لږکيو د حقونو خوندي ساتلو پخلى کوي.

سږکال دمئ میاشت کې دپاکستان پارلیمان کې هم دلږکیو پارلیماني غړو په غیرمسلمه جینکو په زوره دمذهب بدلولو اؤ بیا ودونو ته اړ کولو معامله راپورته کړې وه اؤ غوښتنه یې کړې وه چې حکومت دې ددې عمل مخه ونیسي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG