لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرل فېض حميد ته د شمالي وزیرستان د اتمانزو جرګې مسلې وړاندې کړي


د جنرل فېض حميد د شمالي وزیرستان سفر
د جنرل فېض حميد د شمالي وزیرستان سفر

د پېښور د کور کمانډر جنرال فېض حمید د شمالي وزیرستان د سفر پرمهال د اتمانزو جرګې مشرانو د علاقې د امنیت د ټینګښت سره د عملیاتو له امله بې کوره شوو کډوالو د بیا اباد کارۍ، او د دوی د کورونو او بازارونو د ورانېدو تاوان غوښتنې د هغه په وړاندې اېښودي او د وزيرستان پوهنتون، ميډيکل کالج، کېډټ کالج جوړولو، او د افغانستان سره د غلام خان په پوله د تجارت پياوړي کولو غوښتنې يې هم کړي دي.

د شمالي وزیرستان انتظامیه وايي کور کمانډر جنرل فېض حمید د خالي/ شنبې په ورځ (27 نومبر) د شمالي وزیرستان سفر کړی او د سفر پرمهال یې د اتمانزو قامي جرګې سره لیدلي دي.

د جرګې یو غړي ملک نور خان وزیر وویل دوي د نوموړي نه د علاقې د نا امنۍ د مخيوي سره د کډوالو د بحالۍ، د عملیاتو پرمهال د دوی د ورانو شوو کورونو او بازارونو مرستې ترلاسه کولو، د علاقې د سکولونو کالجونو او سړکونو جوړولو، د وزیر اعظم عمران خان او پوځ سر لښکر جنرل قمر جاوېد باجوه لخوا په شمالي وزیرستان کې د یونیورسټۍ، کېډټ کالج او میډیکل کالج جوړولو د شوو ژمنه پوره کولو غوښتنه وکړه.

هغه وويل د دې ترڅنګ دوی دا غوښتنه هم وکړه چې د افغانستان سره د دوي د تجارت د یوازينۍ لارې غلام خان بندر چې د ضرب عضب عملیاتو وروسته د خنډانو سره مخ ده په دغه لار کې د موجودو خنډانو لرې کولو سره دې دا لاره په پشپړه ډول تجارت ته پرانستل شي.

اتمانزي د شمالي وزیرستان قومي جرګه ده، او دغه جرګې د کور کمانډر په وړاندې خپلې غوښتنې اېښي دي.

د شمالي وزیرستان پخوانی کډوال خلیل وزیر چې اوس هم په علاقه کې د کډوالو د مسلو د هوارولو دپاره مبارزه کوي، وايي د نا امنۍ او پوځي عملیاتو له لاسه کورونه او کاروبارونه وران شوي. اوس هم په زیات شمیر سره خلک کډوال دي چې زیاتره د پولې پورې غاړې افغانستان کې د کډوالۍ ستړی ژوند تیروي. ماشومان یې سکولونه او د صحت روغتیا مرکزونه نه لري او په دې کډوالۍ کې د دوی سره کومې مرستې نه کیږي.

هغه ویل د پوځي عملیاتو پرمهال د دوی سره د امنیت د ټنګښت او د علاقې د اباد کارۍ او ترقۍ ژمنې شوې وې خو اوس هم هره ورځ په علاقه کې د نا امنۍ پېښې کیږي. چې پکې د علاقې خلک وژل کیږي.

خلیل وزیر وایي که څه هم حکومت د ضرب عضب عملیاتو کې د دوی د ورانو شوو کورونو او بازارونو تاوان منلی خو تر اوسه دا مرستې نه دي ورکړل شوي.

هغه وویل دوی ته ډاډ ورکړل کیږي خو د امنیت په ځای کولو او د ناامنۍ د مخې نیولو غوښتنه يې نه منل کیږي.

د پوځ مطبوعاتي ادارې ايي اېس پي ار ويلي، لفټننټ جنرل فېض حميد په 22 نومبر د پېښور د کور کمانډر څوکۍ سمبال کړې وه، د نوموړي د پېښور د کور کمانډر د څوکۍ د سمبالولو وروسته دا د شمالي وزيرستان لومړی سفر وو.

د شمالي وزيرستان انتظامیې د جنرل فېض حمید د سفر په اړه ويلي، نوموړي جرګې ته په وېنا کې ويلي، چې د شمالي وزيرستان امن، خوشالي او پرمختيا د پوځ او حکومت لومړيتوب دی.

هغه ویلي پرمختيايي سکيمونه، تجارت، او د بې روزګارۍ خاتمه او د تعلیم د لارې به شمالي وزيرستان د پرمختيا او خوشالۍ مرکز جوړولی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG