د امریکې صدر جوبايډن د کرونا وايرس نوی ډول د اندېښې وړ ګرځولی خو ويلي يې دي دا د ويرې يا دهشت نه دی، نوموړي ويلي چې په امریکا کې په غټه کچه په لاک ډاون لګولو غور نه کوي.
جوبايډن د ګل په ورځ په امریکايانو ټينګار کړی چې د کرونا وايرس ضد ويکسينو د بوسټر شاټ سره دې د ويکسينو کورس مکمل کړي، او خلکو ته يې ويلي چې ولسي ځايونو ته د تلو په وخت دې ماسک ولګوي.
هغه په سپينه ماڼۍ کې ویلي، دا خبره يقيني ده چې د کرونا وايرس اومي کرون ډول به امریکا ته هم را رسي، خو ویلي يې دي د امریکا سره د کرونا څخه د خلکو ژغورنې اړين څيزونه موجود دي لکه منظور شوي ويکسين.
د جوبايډن په وېنا، چې کله اومي کرون راشي او راځي به، امریکا يې مقابلې ته تیاره ده، څنګه چې يې وړاندې د دې وايرس مقابله کړې ده.
نوموړي ويلي، په امریکا کې دننه د يوې اندازې ترمخه چې د پينځه کالو نه د سېوا عمر د 8 کروړه پورې کسانو ويکسين نه دي لګولي، هغه پرې غږ کړی چې ويکسين ولګوي او پاتې نورو ته يې ويلي چا چې دواړه ويکسين لګولي وي شپږ مياشتې وروسته دې بوسټر شاټ ولګوي.
په امریکا کې د وبايي ناروغو ماهر او د کرونا دپاره د صدر سلاکار ډاکټر انتهوني فاوچي د صدر د خبرې تاييد کړی دی.
هغه ويلي ساينس پوهان به په دوه اوونيو کې مالومه کړي چې د کرونا د نوي وايرس په وړاندې ويکسين څومره موثره دي، او دا نوی ډول د مخکنيو وایرس په مقابله کې څومره خطرناک دي.
د کرونا وايرس نوی ډول اومي کرون په وروستیو کې په جنوبي افريقا کې مخې ته راغلې او په نورو هېوادونو کې ښکاره کېدل پېل شوي دي.