د خېبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې پوليس مشر وايي، د تاڼې او چوکيانو سوځولو او سرکاري تاسیساتو ته د زيان اړولو په تور يې 70 تنه نيولي او د نورو پرضد عمليات روان دي، په چارسده کې په يو تن د قران سوځولو د تور وروسته قهرجنو مظاهره چيانو د مندڼي تاڼه او څو چوکۍ سوځولې وې.
په چارسده کې د اتوار/يکشنبې په ورځ (28 نومبر) ناوخته د قران د سوځولو په تور يو کس نيول شوی، د چارواکو په وېنا ځايي خلکو دغه تن پولیس ته سپارلی خو وروسته بيا قهرجن مظاهره چيان راټول شوي او د دغه تن خلکو ته سپارلو غوښتنه يې کړې وه خو پوليس ورته انکار کړی او بيا قهرجنو مظاهره چیانو د پوليسو تاڼه او څلور چوکۍ سوځولې وې.
د چارسدې ضلعې د پوليس مشر ډي پي او (اصف بهارد) وايي، دغه کسان چې تاڼه او چوکۍ يې سوځولي سرکاري املاکو ته يې زيان اړولی، په لومړي اېف ايي ار کې د 30 تنو پرضد مقدمه درج کړی شوې او د 70 پورې تورن کسان نيول شوي هم دي.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، په کوم تن چې د قران سوځولو تور لګول شوی د هغه نه پوښتنې روانې دي خو دغه تن تراوسه پورې خپل نوم هم نه دی ويلی.
او پولیس افسر د نيول شوي تورن تن په د ډېرو مالوماتو شريکولو څخه ډډه وکړه.
ځيني ځايي خلک او پوليس چې نوم نه ويل غواړي د نیول شوي تورن تن په اړه وايي د هغه ذهني توازن هم سم نه دی.
په چارسده ضلع کې د ګل په ورځ هم حالات کړکېچن وو، پوليس چارواکو ویلي وو ځينې قهرجن مظاهره چيان اوس هم په علاقه کې دي خو دوی حالات قابو کړي دي.
پرون د خېبرپښتونخوا وزیراعلا محمود خان په مشرۍ د امنيتي چارواکو سره يوه غونډه هم شوې چې پکې په ځانګړي ډول د چارسدې د حالاتو جاج اخستل شوی وو.
وزیراعلا ویلي چاته به هم د قانون په لاس کې اخستو اجازه ور نه کړی شي.
د بشري حقونو نړیوال او ځايي تنظيمونه وايي په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي تورونه اکثره د شخصي دښمنو تربګنو په ترڅ کې لګول کيږي او دغه تورونه د لږکيو پرضد هم کاريږي.