لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپريم کورټ د علي وزير ضمانت منظور کړو


د پاکستان سپريم کورټ د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر ضمانت منظور کړو.

د علي وزير وکیل صلاح الدين ګنډا پور نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (30 نومبر) وي او اې ډيوه ته وويل د سپريم کورټ د درې ججانو بنچ د علي وزیر ضمانت د څلور لکه روپو مچلکې سره منظور کړو.

هغه وويل د سپريم کورټ درې ججانو جسټس سردار طارق مسعود، جسټس امين الحق او جسټس جمال مندوخېل چې نن د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه کوله، دوی ورته وویل چې علي وزیر پرضد د بغاوت مقدمه نه شي کېدی ځکه چې د جلسې نه وروسته نه خو په رېنجرو او نه په پوليسو حمله شوې ده.

هغه وویل عدالت بيا د پراسيکيوټر نه تپوس وکړو چې په دغه مقدمه کې نور کسان په ضمانت خوشي دي، نو علي وزیر بيا ولې بندي دی او بيا عدالت د علي وزير ضمانت منظور کړو.

د علي وزیر د ضمانت په خواست پرون په 29 نومبر په سپریم کورټ کې اورېدنه ټاکل شوې وه خو پرون بيا دغه اورېدنه نه وه شوې.

له دې وړاندې په 26 نومبر د علي وزير د ضمانت په خواست په سپريم کورټ کې اورېدنه شوې وه، خو د سیند صوبې د پراسيکيوټر جنرل (څارنوال) د غېر موجودګۍ له امله دا اورېدنه ځنډول شوې او ننۍ نېټه پکې ورکړی شوې وه.

علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

دغه مقدمه چې په کراچۍ کې د پي ټي اېم د شپږم دسمبر 2020 د جلسې وروسته درج شوې، په ياده مقدمه کې تور لګولی شوی چې جلسې ته وېنا کوونکو د رياست او رياستي ادارو پرضد د کرکې او شر ډکې وېناګانې کړي دي.

په دغه مقدمه کې يواځې علي وزیر په زندان کې دی او عدالت پکې د پي ټي اېم مشر منظور پشتين او د قامي اسمبلس غړی او د قومي جمهوري ګوند (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ او دوه نور کسان اشتهاري ګرځولي دي.

په ياده مقدمه کې د علي وزير د ضمانت خواست اول د ترهګرۍ د مقدمو اورېدونکې عدالت د روان کال د فرورۍ په میاشت کې، بيا د سيند هايکورټ په لومړي جون د هغه د ضمانت خواست رد کړی وو.

د علي وزير د خوشي کولو دپاره پي ټي اېم احتجاجي جلسې روانې کړي او د اتوار په ورځ يې په کوټه کې جلسه کړې ده.

جلسې ته په وېنا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ويلي وو دلته چې څوک د امن خبره کوي هغوی په جېلونو کې اچول کېږي. د پشتين په خبره د غورځنګ مخکښان او غړي په زندان کې اچول شوي خو بل لوري ته حکومت له سخت دریځو ډلو سره روغې کوي.

په وروستیو کې د عوامي نيشنل ګوند لخوا او په لاهور کې د عاصمه جهانګیر په کانفرنس کې هم د علي وزير د خوشي کولو غوښتنه شوې وه.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG