لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت اعلانونه او ژمنې وکړي خو عملي کوي يې نه، د قبايلي ضلعو خلک وايي


د خېبرپښتونخوا صوبې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ او تعلیم وزیرانو ویلي په صوبه کې نوو ورګډو کړی شوو قبایلي ضلعو کې به یو لک کسانو ته د کمپیوټر تربیه او دیرش زره استازان ګمارلی شي خو د قبایلي ضلعو خلک وایي حکومت وعدې کوي خو دا وعدې بيا نه پوره کوي.

دغه اعلان د صوبې وزیرانو عاطف خان او شهرام خان په ډیره اسماعیل خان کې د جنوبي وزیرستان د واڼه د خلکو یوې غیر دولتي ادارې وانه ویلفیر ایسوسیشن (واوا) یوې غونډې پرمهال کړی چرته چې د هیواد په بیلا بیلو تعلیمی ادارو کې غوره پوزیشن اخستونکو د واڼه سیمې په زده کونکو کې سندونه او انعامونه ویشل کېدل.

د صوبې د تعلیم وزیر عاطف خان غونډې ته په وینا کې وویل په صوبه کې نوو شامل کړی شوو ضلعو کې دیرش زره استازان ګمارل کيږي.

هغه په تنايي سیمه کې د یو هایي سکول د منظورولو وويل، دا د هغې وروسته چې د سکول لپاره د سیمې خلک د تیرو دو میاشتو نه په احتجاج سر وو.

د صوبې د ايي ټي وزیر په خپله وینا کې وویل د قبایلي ضلعو لپاره يې اته اربه روپۍ ځانګړې کړي چې د هرې ضلعې په هر تحصیل کې به د کمپیوټر مرکز جوړلی شي او د علاقې یو لک کسانو ته به د کمپوټر تربیه ورکولی شي.

خو د قبایلي ضلعو خلک وايی حکومت د دوی سره ژمنې کوی خو هغه بیا نه پوره کوي.

موسی وزیر چې په واڼه کې د یو شخصي سکول پرنسیپل دی وویل له دې نه وړاندې د ملک وزیر اعظم عمران خان په جنوبي وزیرستان کې د موبایل انټرنیټ روانولو سره په علاقه کې د يونیورسټۍ او میډیکل کالج جوړولو سره د زیتونو فارم او سړکونو جوړولو ویلي خو تر اوسه په دغو کې په يوه ژمنه کار نه دی پېل شوی.

هغه تور پورې کړو دا علاقې چې زیات وخت د بد امنۍ سره مخ پاتې شوي په تعلیمي ډګر کې د نورو علاقو په خلکو کې وروستو دي او بیا د مقابلې په امتحانونو کې د نورو علاقو خلک د دوی نه مخکې شي. هغه ویل د دې اعلانونه سره دې دا ژمنې عملي هم شي.

شاه حسین چې په واڼه کې په يو شخصي سکول کې استاز دی، وې ویل په علاقه کې تعلیمي وضیعت د نشت برابر دی او په ځانګړي ډول د جینکو سکولونه په بشپړه توګه غېر فعال دي.

هغه وویل د دې نه اندازه کیږي چې په دې مقابله کې د علاقې د یو سکول زده کونکي پوزیشن نه دی اخستی.

شاه حسین زیاته کړه لومړي دې دغو شته سکولونو ته پام لرنه وشي او د فعالولو لپاره دې ګامونه واخستل شي.

خو غونډې ته په وینا کې شهرام ترکۍ وویل د دغو سکولونه فعالولو لپاره یې پلان جوړ کړی او چې کوم استازان ډیوټي نه کوي د هغو نوکرۍ به ختمولی شي.

خو خلک وایی په صوبه کې د ورګډولو درې کاله وشول دوی اعلانونه او ژمنې اوري، خو هغه بيا نه عملي کيږي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG