لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د علي وزير د ضمانت په بل خواست اورېدنه تر 10 دسمبر وځنډول شوه


د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر د ضمانت په بل خواست اورېدنه تر لسم دسمبر 2021 پورې وځنډوله.

د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ وايي، نن د شورو/ چهارشنبې په ورځ (لومړي دسمبر) د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت نمبر لسم کې د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه، او سرکاري وکیل عدالت ته وويل چې د هغه نه دغه خواست ورک شوی ځکه عدالت بيا دا اورېدنه وځنډوله.

علي وزیر ته پرون د پاکستان سپريم کورټ د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې ضمانت ورکړی دی، په دغه مقدمه کې د علي وزير د ضمانت خواست اول د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت او بيا سيند هايکورټ رد کړی وو.

نن چې عدالت د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه تر لسم دسمبر پورې ځنډولې، په هغه (علي وزیر)، محسن داوړ او نورو درېو ملګرو په ضد یې دا مقدمه د 2018م کال په مې مياشت کې د کراچۍ په شاه لطیف ټاون تاڼه کې جوړه شوې وه. دغه مقدمه هغه وخت درج شوې وه چې پي ټي اېم په کراچۍ کې د يوې جلسې دپاره د ښار په مختلفو سیمو کې کمپېن کولو.

علي وزير چې د وړاندې په جېل کې بندي وو د کراچۍ پوليسو د جولايۍ په میاشت کې د هغه ګرفتاري عدالت ته ښکاره کړې او بيا پرې دغه مقدمه هم روانه شوې وه.

په ياده مقدمه کې عدالت په 20 ستمبر په علي وزير فرد جرم لګولی خو هغه د صحت جرم نه انکار کړی وو.

علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی.

قادر خان اېډوکېټ وايي، د کال 2018 په مقدمه کې د علي وزیر سره محسن داوړ، ډاکټر جميل، امان خټک او د هغه زوی تورن دي، خو په دې مقدمه کې امان خټک او د هغه زوی د ګرفتارۍ نه وړاندې په ضمانت دي.

نوموړی زياتوي سپريم کورټ دعلي وزیر ضمانت منظور کړی خو اوس به دوی د هغه دپاره د کال 2018 په قضيه کې ضمانت ترلاسه کوي او د هغې وروسته به هغه خوشی کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

XS
SM
MD
LG