لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د دريوؤ بيلينه ډالرو قرضې لپاره سعودي پاکستان ته کوم سخت شرطونه ایښي ؟


څېړونکي وايي د سعودي عرب لخوا پاکستان ته د غیر ملکي ذخاېرو کې د اضافې لپاره ورکړې کېدونکې د دريوؤ بيلينه ډالرو قرضه د سختو شرطونو سره تړل شوې ده چې ښيي د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ سفارتى اړېکو کې د پخوا په شان خوږوالی نه دې پاتې.

اقتصاد پوهان وايي په دغو شرطونو کې يو شرط دا هم دې که چېرې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ ددې پور په سر کومه شخړه سر راپورته کوي نو د هغې په هواري کې به دسعودي عرب قانون ته لومړيتوب ورکړې کېږي.

پاکستان دا وخت د سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دی، غېر ملکي ذخایر یې په کمېدو دي، د خسارې کچه یې جګه شوې ده او د ګرانې کچه یې هم دا مهال 11.5 فيصدي ته لوړه شوې ده.

د پاکستان مرکزى بنک وايي اوس مهال د هېواد غېر ملکي ذخاير 23 بيلينه ډالرو ته رسېږي.

اقتصاد پوهه او خبريال شهباز رانا وايي د سعودي عرب لخوا پاکستان ته ورکړې کېدونکې د دریوؤ بيلینه ډالرو دا قرضه د يو شمېر سختو شرطونو سره تړل شوې ده.


هغه وایي ددې قرضې په اړه چې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ کوم تړون شوی په هغې کې ویل شوي که چېرې د پاکستان او سعودي عرب ترمنځ د شوې لوظنامې په کوم يو شق عمل نه کېږي نو په دغه صورت کې سعودي عرب پاکستان په ورکړي پور دېواليه ګرځولی شي او پاکستان له به دا درې بيلینه ډالره قرضه په سمدستي توګه بېرته ستنول وي.

شهباز یو پاکستاني ټي وي چینل سره په دې اړه خبرو کې وويل دویم شرط دا دی چې که پاکستان په کومه نړیوال لوظنامه عمل نه کوي نو بیا هم سعودي عرب دغه پېسې بېرته غوښتلې شي.

هغه مخکې وايي دریم شرط د لوظنامې دا دی که پاکستان د کوم علت له کبله د قرضو د واپس کولو ذمه واري نه ترسره کوي او یا دنړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف غړی نه پاتې کېږي نو دې صورت کي به هم پاکستان په دغه پور دیواليه ګڼل کېږي او په کال کې دننه به سعودي عرب د پاکستان څخه پېسې بېرته غوښتې شي.

تېره میاشت چې دپاکستان وزيراعظم عمران خان رياض ته تللی ؤ، نو هلته سعودي عرب پاکستان سره د حمايتي پېکیج په سر سلا شوی ؤ او په دې پېکیج کې د 1.2 بيلينه ډالرو په قيمت د تېلو قرضه هم شامله ده.

رایټرز خبري اژانس د پاکستان دخزانې د وزارت دترجمان مزمل اسلم له قوله لیکي چې دا پېسې به روانه او يا هم راتلونکې اوونۍ کې پاکستان ته ترلاسه شي.

د اقتصادي چارو کارپوهه او د پېښور پوهنتون د اقتصادیاتو د څانګې استاد ډاکټر ځلاکت خان ډيوه ته وايي سعودي عرب پاکستان ته د درې بيليېنه ډالرو دا پور په څلور فيصدي شرحه سود سره ورکوي چې ښيي د دواړو هېوادونو ترمنځ سفارتي اړيکې د پخوا په شان خوږې نه دي پاتې.

هغه وايي نن چې سعودي عرب پاکستان ته کومه قرضه ورکوي په هغې باندې څلور فيصده غټ سود دی.

وي او ای ډیوه سره خبرو کې نوموړی وایي بل شرط دی سره دا تړل شوی چې پاکستان دا پېسې کارولی نشي، دا به دپاکستان په خزانه کې صرف ددې لپاره پرتې وي چې غیر ملکي ذخایر یې سېوا شي. او چې کله هم سعودي عرب وغواړي نو د 72 ساعتو په نوټس به پاکستان دا رقم بېرته ورکوي.

هغه وايي دا ټول شرطونه واضحه کوي چې زموږ هغه تعلق چې د سعودي عرب سره ؤ او پاکستان به پرې ډېر ناز او وياړ کوو هغه اوس د پخوا په شان نه دې پاتې.

د سعودي عرب لخوا ددې پېسو د اضافه کولو لوظنامه يوه اوونۍ وروسته له هغې وشوه چې نړیوالې مالياتي ادارې ايي ایم ایف پاکستان ته د شپږ بيلينه ډالرو قرضو د پروګرام په اړه، په مقدماتي مسایلو اتفاق وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG