لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان کې سخت دریځو سره روغې خو علي وزیر بندي،دلیل یې څه دی؟


دپي‌ټي ایم مخکښ مشر اؤ دقامي‌اسمبلۍ غړی علي وزیر دسپریم کورټ څخه دضمانت منظوریدو باوجود لا په زندان کې پروت دی چې دهغه دانتخابي حلقې خلک دا دلکونو خلکو د رایې سپکاوی ګڼي‌.

علي وزیر دتیر کال ددسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی. او نن په یوه بله مقدمه کې
د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د ضمانت په بل خواست اورېدنه تر لسم دسمبر 2021 پورې ځنډولې ده.

علي وزیر ته دنهې په ورځ د پاکستان سپريم کورټ د پي ټي ایم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې ضمانت ورکړی دی،

په دغه مقدمه کې د علي وزير د ضمانت خواست وړومبی دکراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت او بيا سندهـ هايکورټ رد کړی ؤ.

دعلي وزیر، محسن داوړ او نورو درېوؤ ملګرو په ضد یې دا مقدمه د 2018م کال په مئ مياشت کې دکراچۍ په شاه لطیف ټاون تاڼه کې جوړه شوې وه.

وکیلان زياتوي سپريم کورټ دعلي وزیر ضمانت منظور کړی خو اوس به دوئ د هغه دپاره د کال 2018 په قضيه کې ضمانت ترلاسه کوي او د هغې وروسته به هغه خوشې کيږي.

د علي وزیر د انتخابي حلقې یو تن نور حسن وزیر وايي د لکونو خلکو منتخب استازی په داسې حال کې جیل کې ساتل چې د ملک دانصاف تر ټولې سترې محکمې د هغه د خوشې کېدو ضمانت منظور کړې دا دعلاقې دلکونو خلکو د رایې سپکاوی دی.

د علي وزير او نورو فعالینو د خوشې کولو دپاره پي ټي ایم احتجاجي جلسې روانې کړي او دتیر د اتوار په ورځ يې په کوټه کې جلسه کړې ده.

د پي ټي ایم د مرکزي کمیټۍ غړي صمد خان وي او ای ډیوه ته وویل علي‌ وزیر، حنیف پښتین ،اویس ابدال، رحمت شاه مسید او فهیم وزیر په دې تور په زندان کې دي چې د پاکستان ادارو نه په ايیني چوکاټ کې دننه بنیادي حقوق غواړي.

هغه وایي دخپلو حقونو دپاره دغږ پورته کولو له امله بندي علي وزیر اؤ دپي‌ټي ایم نور فعالین نه خوشې کیږي خو د هغه تحریک لبیک پاکستان ټول غړي خوشې کړی شول چې پر هم دې ادارو یې د کفر فتوې لګولې وې

هغه وويل دلته چې څوک د امن خبره کوي هغوئ په جېلونو کې اچول کېږي. د هغه په خبره د غورځنګ مخکښان او غړي په زندان کې اچول شوي خو بل لوري ته حکومت له سخت دریځو ډلو سره روغې کوي.

د پاکساتان د سپریم کورټ بار ایسوسي ایشن مشر لطیف اپریدي وویل دا ټولې مقدمې غیر قانوني دي او په دې خلکو د رایې د اظهار مخه نیول شوې او باید دا مادې د قانون نه ختم کړې شي.

د پاکستان حکومتي چارواکي وايي څوک چې دقانون سرغړونه کوي هغوئ به ګرفتارولی شي او پرضد به یې قانوني جلند کیږي.

د پاکستان حکومتي چارواکو او پوځ په پي ټي ایم په وار وار د هند او افغانستان نه دمالي مرستو ترلاسه کولو تورونه پوري کړي خو پي ټي ایم دا تورونه رد کړي او د پلټنو غوښتنه یې کړې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

XS
SM
MD
LG