لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې لومړی کس د کورونا په نوي اومیکرون وایرس اخته شوی


واشنګټن ـــ د امریکې د روغتیا چارواکي وایي په کیلیفورنیا ایالت کې لومړنی کس د اومیکرون په نامه د کورونا په نوي ډول وایرس اخته شوی دی.

د امریکې د وبایي ناروغیو ماهر او د ولسمشر جوبایډن د روغتیایي چارو مشر سلاکار ډاکټر انتوني فاوچي د شورو- چارشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل، دغه تن چې د نومبر پر 22مه له جنوبي افریقې امریکې ته را ستون شوی وو، د ګل- دوشنبې په ورځ یې د اومیکرون وایرس ټیسټ مثبته نتیجه ورکړه.

ډاکټر فوچي وایي دغه کس د کورونا وایرس نرمې نخښې لرلې،‌ ځکه یې نو ځان خپله کورنټین کړی وو او په ښه کېدو وو. وایي هغه وېکسین هم لګولي خو یو بوسټر شاټ [پیاوړی کوونکی] وېکسین یې لا پاته وو.

ډاکټر فوچي وایي دغه تن چې په اومکیرون وایس اخته شوی له ده سره د نورو راغليو مسافرو د وایرس نتیجه منفي راغلې ده.

په امریکا کې د اومیکرون وایرس له خپرېدو سره د کورونا وایرس دا نوې بڼه اوس د نړۍ لږ تر لږه 24 هېوادونو ته خپره شوه چې لومړی ځل په جنوبي افریقا کې پیدا شوې وه.

ډاکټر فوچي وایي طبي څېړونکي شاید په راتلونکو دوو اوونیو کې په دې پوه شي چې اومیکرون وایرس یو بل ځای ته د تلو څومره وړتیا لري او آیا د کورونا جوړ وېکسین خلک له دې نوي ډول وایرسه هم ژغورلای شي که نه.

د امريکي صدر جوبايډن د نومبر پر 27مه د جنوبي افريقې په ګډون پر اتو افریقایي هېوادونو سفري بنديزونه ولګول. امريکايي چارواکو ويلي دا بنديز به په امريکايانو او قانوني اسناد لرونکو اوسيدونکو باندې نه عملي کيږي خو دوی به هم تر راتلو مخکې د کرونا ټېسټونه کوي او د منفي نتيجو راتلو وروسته کولی شي امریکې ته داخل شي.

د امریکې په ګډون ځینو یورپي هېوادونو هم د جنوبي افریقې په ګډون له څو نورو افریقایي هېوادونو د مسافرو پر ورتګ بندیز اعلان کړی دی.

د جنوبي افریقې حکومت په سفر کولو باندې لګول شوي بندیزونه له بیړې ډک اقدامات بللي او په سوداګرۍ باندې یې د ناوړه اغېزو په هکله اندېښنه ښودلې ده.

رپوټونه وایي په امریکا کې د اومیکرون وایرس د پېښې له پیدا کېدو سره د جوبایډن انتظامیه په پام کې لري چې د مخنیوي لپاره یې له بهرنیو هېوادونو پر ټولو خلکو امریکې ته تر راتګ مخکې ټیسټ په سختۍ سره لازمي کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان د نومبر پر 26م ویلي وو د اومیکرون وایرس د زیاتې خپرېدا په هکله اندېښنه شته خو وایي هیوادونه دې پر سفرونو باندې د بندیزونو په برخه کې له احتیاطه کار واخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG