لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې دطلاق کچه لوړه شوې،علتونه یې څه دي؟


د ګېلپ اېنډ ګېلاني پاکستان نومي ادارې له خوا دشوې يوې نظر پوښتنې تر مخه په کال ۲۰۲۰م او ۲۰۲۱م کې د کورونا وبا له وجې پاکستان کې د طلاق کچه سېوا شوې ده.

دا نظرپوښتنه ښايي چې د خفګان، اضطراب يا اندېښنې او پرېشانۍ او په کور کې دننه دبند پاتې کېدو له کبله د طلاق کېدو په کجه کې زياتوالی راغلی دی.

د پوليسو د شمېرو تر مخه د کال ۲۰۲۰م وړومبیو څلورو مياشتو کې پاکستان کې يواځې په کراچۍ کې څه ۳۸۰۰ طلاقونه شوي دي.

داشمیرې ښايي د کال ۲۰۲۱م نومبر مياشتې پورې د پنډۍ په یو ضلعي عدالت کې څه ۱۰۳۱۲ کې د طلاق، خلع او د ماشومانو د خرچو په حقله مقدمې شوي دي او څه داسې ۱۳۰۰۰ مقدمې په عدالت کې د اورېدنې لپاره پرتې دي.

د پاکستان د نورو برخو په شان په خېبر پښتوخوا کې هم د طلاق يا خلع شرحه سېوا شوې ده.

يوه پښتنه او د کور مېرمن په دې هکله وايي ددې ترشا د نورو مسلو تر څنګ د نارينه اولاد نه کېدلو ، معاشي مسلو او ښځو د خپلې خوښې ژوند تېرولو علتونه هم دي ځکه چې له دې امله اکثره د ښځې او خاوند او د هغوي د کورنۍ جنګ جګړه وشي او خبره طلاق پورې لاړه شي.

هغه وايي اکثره پښتنو کورنیو کې خاوندان د طلاق ټکی خو نه استعمالوي خو زياتره د طلاق دړکې په هغه وخت د ښځې پر ضد د يوې وسلې په توګه استعمالوي کله چې ښځه د خپلې خوښې ژوند غواړي.

وي او ای ډیوه ته دغه میرمن وایي"وروستی ټکی يې بيا دا وي چې، ځه ښه ده، ستا خپله لاره، زما خپله لاره. د طلاق نوم خو وانخلي خو يو قسم دړکه ورله ورکړي. وايي که ته ماسره نه يې خوشاله، ته ځان له لاره بېلول غواړې نو ستا خپله لار زما خپله لار. په دغه وجه هم چې کومې ښځې لږې زړه ورې وي او شاته تر لرې پورې نه ګوري نو هغوي ترېنه مخکې لاړې شي او که نه کومې مجبوره وي نو هغوي عاجزې غلې کښېني. "

دپېښور هايي کورټ يوه وکيله زينت محب کاکاخېل هم وايي د پېښور په عدالتونو کې د طلاق، خلع او داسې قسمه مقدمو اورېدنې او ددې شرحه سېوا شوې ده.

زينت محب کاکاخېل وي او ای ډيوه ته وايي پښتنو ښځو کې تعليم او پوهه شېوا شوې ځکه دوي وهل ټکول نه برداشت کوي او داسې قسمه ښځې طلاق يا خلع واخلي.

دهغې په وینا"اوس هغه زمانه نه ده پاتې چې ښځو به ډیره زياته ګزاره کوله چې زمونږ به دلته نه جنازه وځي. اوس که په هغوي ظلم کيږي او که د هغوي يو څو کاله ژوند خراب شي نو هغوي په اخره کې فېصله وکړي چې مونږ ته اوس دلته خپل ژوند تېرول ممکن نه دي نو مونږ ته دا رشته پرېښودل پکار دي. دا اوس يوه پوهه راغلې ده په ښځو کې او داسې نه ده چې تاسو به ظلمونه او زياتی زغمئ او ژوند به دغه شان تېرېږي"

قانون پوهان وايي په زوره د شوؤ ودونو او په کور کې دننه د معاشي مسلو، تاوتريخوالي، جنګ جګړې او د کورني تشدد دلاسه اکثره خبره تر طلاق پورې وغځيږي او وايي پښتنو ښځو کې د تعليم او پوهې سېوا کېدو له کبله ښځې اوس ناانصافي نه زغمي او خپل شرعي او قانوني د طلاق يا خلع حق استعمالوي او هم دا وجه ده چې د طلاق يا خلع شرحه سېوا شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG