لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامریکې ځانګړی استازی دقطر چارواکو سره افغانستان کې د وړاندې تګ په لارو خبرې کړي


افغانستان دپاره دامریکې ځانګړي استازي تهامس ویسټ دقطر دبهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمان التهاني اؤ دملي امنیت سلاکار محمد المسناد سره لیدلي اؤ ورسره یې افغانستان کې د وړاندې تګ په لارو چارو خبرې کړې دي.

دا لیدنه په داسې مهال شوې چې روانه اوونۍ دملګرو ملتونو کمیټې په دغه نړیوال فورم کې طالبانو ته دافغانستان دڅوکۍ سپارلو نه انکار کړی اؤ طالبان دا پرېکړه د انصاف څخه لرې بولي.

افغانستان لپاره دامریکې ځانګړي استازي تامس ویسټ په ټویټر قطري چارواکو سره دخپلې لیدنې لنډ احوال ورکړی اؤ لیکلي یې دي چې هغوئ سره افغانستان کې د وړاندې تګ په لارو چارو غږیدلی دی.

هغه په دغه لیدنه کې دافغانستان په موجوده وضعیت کې دقطر دکوټلي ملاتړ مننه کړې ده اؤ ویلي یې دي چې د دوحې هلوځلو ته دقدر په سترګه ګوري.

تر دې دمخه روانه اوونۍ دامریکا ځانګړي استازي تامس ویسټ په دوحه کې دطالبانو دحکومت دبهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي په مشرۍ دلوړ پوړو طالب مشرانو سره یوې ډلې سره هم لیدنه کړې وه اؤ دافغانستان په روان وضعیت کې دیوې غوره لارې په ویستلو یې ورسره خبرې کړې وې.

د امریکې دبهرنیو چارو د وزارت مرستیالې ویاندې جالینا پورټر د نومبر پر 29مه خبریالانو ته ویلي “د دغو غونډو هدف طالبانو سره د روښانه خبرو له لارې په افغانستان کې د امریکې د ګټو دتر لاسه کولو په برخه کې پرمختګ دی"

هغې زیاته کړې وه له ترهګرۍ سره مبارزه، بشري حقونو ته درناوی او په خوندي توګه د امریکايي او د هغوی د افغان متحدینو را وتل هغه کارونه دي چې امریکې یې د کولو ژمنه ده

په ۱۵م اګست دطالبانو لخوا دافغانستان د واک پخپل لاس کې داخستو نه وروسته دقطر اؤ امریکې په ګډون دنړۍ یو هیواد هم لا دطالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی اؤ دهغوئ څخه پرله پسې غوښتنې کیږي چې خپل حکومت ته ټول شموله بڼه ورکړي اؤ دښځو،لږکیو اؤ دنجونو دتعلیم برخه کې دې دهغوئ حقوق مراعات کړي.

د طالبانو د واکمنۍ رامنځته کیدو نه وروسته افغانستان کې بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابیږي اؤ دنړۍ یو شمیر هیوادونه اؤ ادارې دبشري مرستو دنه کیدو صورت کې دغه هیواد کې دیو ستر انساني ناورین رامنځته کیدو اندېښنه ښایي.

رویټرز خبري اژانس وايي د طالبان حکومت څه مالي وسایل نه لري، دافغانستان دنهو اربو ډالرو نه د زیات مالیت اثاثې دهیواد نه بهر ګنګل پرتې دي اؤ د افغان بانک چې کوم وسایل د کور دننه وؤ اوس زیاتره ختم شوي دي.

طالبان پرله پسې دنړۍ نه غوښتنې کوي چې دهغوئ حکومت باید په رسمیت ومني، کنګل اثاثې دې ورخلاصې اؤ په ملګرو ملتونو کې دې دافغانستان د استازیتوب حق ورکړل شي.

خو نړۍ دطالبانو دحکومت نه غواړي چې د رسمیت پیدا کولو لپاره باید وړومبی خپلې هغه ژمنې پوره کړي چې دټول شموله حکومت،دښځو اؤ لږکیو دحقونو مراعاتولو اؤ دنجونو دتعلیم په لړ کې یې نړۍ سره کړې وې.

دچهارشنبې په ورځ دملګرو ملتونو یوې نهه کسیزې کمیټې هم ملل متحد کې طالبانو ته دافغانستان د چوکۍ ورکولو خواست رد کړی چې طالبانو دا پرېکړه دانصاف نه لرې بللې ده .

خو دافغانستان دتیر حکومت مرستیال ولسمشر امرالله صالح بیا ددې پرېکړې هرکلی کړی اؤ وایي چې ملګرو ملتونو کې دافغانستان چوکۍ دافغانستان دخلکو لخوا دټاکل شوي (تیر) حکومت استازي سره پاتې شوې ده

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG