لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جنوبي وزیرستان کې د دوه نیمو میاشتو د ځنډ وروسته موبایل انټرنيټ روان کړی شوی


د جنوبي وزيرستان زده کوونکي د انټرنېټ دپاره احتاج کوي
د جنوبي وزيرستان زده کوونکي د انټرنېټ دپاره احتاج کوي

په جنوبي وزیرستان کې موبایل انټرنیټ تهري جي فور جي تر هغې وروسته بیا روان کړی شوی چې د تیر زیارت په ورځ د پېښور کور کمانډر لفټننټ جنرل فېض حميد د جنوبي وزیرستان سفر کړی او د قامي جرګې مشرانو د علاقې د امنیت د ټینګښت سره د عملیاتو له امله د دوی د کورونو او بازارونو د ورانېدو تاوان غوښتنې د هغه په وړاندې اېښودې وې.

قامي جرګې د پېښور د کور کمانډر نه د وزيرستان پوهنتون، ميډيکل کالج، جوړولو، او د افغانستان سره د انګور اډې په پوله د تجارت پياوړي کولو سره د موبایل انټرنېټ روانولو غوښتنې هم کړې وې.

د جنوبي وزيرستان انتظامیه وايي جنرل فېض حمید د تیر زیارت/پنجشنبې په ورځ (دوېم دسمبر) د جنوبي وزیرستان سفر کړی او د ضلعې مرکز واڼه کې د علاقې د مشرانو سره لیدلي وو، چې پکې د علاقې مشرانو د انټرنېټ روانولو سره یو شمېر غوښتنې د هغه په وړاندې اېښودې وې، او د موبایل انټرنېټ په روانولو په فوري توګه عمل شوی دی.

د جرګې یو غړي سردار علي وویل دوی د نوموړي نه وغوښتل چې د علاقې تر ټولو لویه ستونزه امن وامان ده چې له يې امله د تعلیم او کاروبار په ګډون په هر څه بدې اغېزې کړي دي.

هفه وویل دوي د علاقې د نا امنۍ د مخيوي سره د راه نجات عملیاتو پرمهال په علاقه کې د ورانو شوو کورونو او بازارونو مرستو ترلاسه کولو، د علاقې د سکولونو کالجونو او سړکونو جوړولو غوښتنه هم وکړه.

هغه وويل د دې ترڅنګ دوي دا غوښتنه وکړه چې د افغانستان سره د دوی د تجارت یوازينۍ لاره انګور اډه چې د خنډانو سره مخ ده او له امله يې د علاقې تجارت د نشت برابر شوی په دغه لار کې د موجودو خنډانو لرې کولو سره دې دا لاره په پشپړه ډول تجارت ته پرانستل شي.

د جنوبي وزیرستان سیاسي فعال ایاز وزیر وویل یوازې انټرنېټ روان کړی شوی دی.

هغه وویل هغه وخت چې په علاقه کې عمليات کېدل د دوی سره د امنیت د ټینګښت او د علاقې د اباد کارۍ او ترقۍ ژمنې شوي دي.

ایاز وزیر وویل جنرل فېض حميد دا سفرونه په داسې وخت کوي چې حکومت د پاکستاني طالبانو سره د روغې خبرې روانې کړي دي، او دوی د علاقې امنیت ته اندېښمن دي.

هغه وویل موبایل انټرنېټ د علاقې خلکو او په ځانګړي ډول د زدکونکو ضرورت دی او باید د دوی د امنيت په ځای کولو په غوښتنه هم عمل وشي.

نوموړي زیاته کړه د علاقې د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر د یو کال نه په زندان کې بندیوان دی چې له وجې يې د علاقې د پرمختیا ټولې چارې په ټپه ولاړې دي.

د پوځ مطبوعاتي ادارې ايي اېس پي ار ترمخه لفټننټ جنرل فېض حميد په 22 نومبر د پېښور د کور کمانډر څوکۍ سمبال کړې وه، نوموړي د پېښور د کور کمانډر د څوکۍ سمبالولو وروسته اول د شمالي وزيرستان سفر کړی وو.

د جنوبي وزيرستان انتظامیې د جنرل فېض حمید د سفر په اړه ويلي، نوموړي جرګې ته په وېنا کې په فوري توګه د انټرنیټ روانولو ويلي وو او ورسره يې د علاقې د امنیت او پرمختيا ژمنې هم کړي دي.

په جنوبي وزیرستان کې د انټرنېټ روانولو خبره وزیر اعظم عمران خان د جنورۍ په میاشت کې د جنوبي وزيرستان د سفر په مهال کړې وه، خو د ستمبر په 16 نیټه دغلته انټرنېټ وروسته د هغې تړل شوی وو، چې په اسمان منزه سیمه کې په یو وسله وال برید کې د پاکستان د پوځ 7 عسکر وژل شوي او څلور نور ټپي شوي وو.

د دې بريد زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG