لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسریلنکا وزیراعظم:هیله ده عمران خان به دسرینلکن تن وژنه کې ککړ افراطیان دقانون منګولو ته راکش کړي


دسریلنکا وزیراعظم مهند راجا پکشی پاکستان کې دتندروه راپاریدلو خلکو په لاس دسریلنکن وګړي پريانتا کمارا په وژنه ژور خفګان ښکاره کړی دی.

هغه وایي هیله لري چې وزیراعظم عمران خان به دغه پېښه کې دککړو کسانو محکمې ته د راکش کولو پخپل هوډ ولاړ پاتې شي.

دجمعې په ورځ دپاکستان سیالکوټ سیمه کې په سوونو پاریدلو کسانو دیوې کارخانې سریلنکن منیجر پريانتا کمارا دمذهب دسپکاوي په تور وژلی اؤ سوځولی ؤ.

دنړۍ بیلابیلو هیوادونو نه دبشري حقونو دفعالانو اؤ سیاستمدارانو لخوا ددې پېښې دغندنې لړۍ دوامداره ده.

دشنبې په ورځ دسریلنکا وزیراعظم مهند راجا پکشی پخپل یو ټویټ کې ویلي هغه پاکستان کې د افراطي ډلو لخوا په پريانتا کمارا د وحشیانه او وژونکي برید په لیدو حیران شوی دی.

هغه لیکلي زړه یې په دغه پېښه کې د وژل شوي تن میرمن او کورنۍ ته زهیر دی.

وزیراعظم زیاته کړې سریلانکا او د هغې خلک دپاکستان په وزیراعظم عمران خان ډاډمن دي چې دغه پېښه کې دککړو کسانو دانصاف عدالت ته د راکش کولو په اړوند به خپله ژمنه ترسره کړي.

عمران خان دجمعې په ورځ په دې پېښه خپل غبرګون کې ویلي وؤ چې ننۍ ورځ پاکستان دپاره دشرم ورځ ده، هغه دې پېښې دړدولی دی اؤ دپېښې دپلټنو څارنه پخپله کوي .

نوموړي دا هم ویلي وؤ چې پېښه کې ککړو کسانو ته به سخته سزا ورکول کیږي.

خو د وزیراعطم عمران خان په دغه بیان بیا په ټولنیزو رسنیو دبشري حقونو فعالانو،سیاستمدارانو اؤ د ژوند دبیلابیلو تپو خلکو سخت غبرګون ښودلی اؤ دهغه په حکومت یې نیوکې کړي چې هرکله اطرافیانو اؤ ترهګرو سره دسولې تړونونه کوي نو دهغې خو به بیا داسې نتیجې رابرڅېره کیږي.

په عین حال کې پاکستاني رسنۍ وایي چې ددې پېښې له امله دسیالکوټ پولیسو د۹۰۰ کسانو په ضد مقدمه درج کړې ده ده دمرکزي تورن تن فرحان په ګډون یې ۱۱۲ کسان پېښه کې دلاس لرنې په تور نیولي دي.

دپنجاب صوبې حکومت ددې پېښې ابتدایي رپورټ وزیراعظم عمران خان ته وړاندې کړی چې په هغې کې ویل شوي په کومه کمپنۍ کې چې سریلنکن وګړی وژل شوی دهغې دمنیجرانو په مرسته دې پېښه کې دککړو کسانو پېژندګلو شوې ده اؤ پولیسو په هغې کې ۱۱۲کسان نیولي دي.

وزیراعظم عمران خان ته په وړاندې کړل شوي رپورټ کې ویل‌شوي چې په کومه ورځ دا پېښه کیدله په هغه ورځ څه بهرنیو میلمنو دکمپنۍ څخه لیدنه کوله خو ددغه لیدنې نه مخکې وژل شوي سریلنکن منیجر دکمپنۍ فعالینو ته دمشینونو صفا کولو وینا کړې وه.

دپاکستاني رسنیو د رپورټونو له مخې دغه کمپنۍ کې په یو مشین یو مذهبي اسټیکر هم لګیدلی ؤ خو دکمپنۍ چې دمنیجر په وینا هم دمشین نه ددغه اسټیکر دلرې کولو نه انکار وکړو نو منیجر هغه اسټیکر پخپله لرې کړو اؤ په دې خبره دکمپنۍ دننه نور کارکوونکي په هغې پسې راوپاریدل اؤ په وهلو وهلو یې وژلو.

په تیرو شپږو ورځو کې دمذهب دسپکاوي په نوم پاکستان کې دخلکو د راپاریدلو دا دویمه پېښه ده.

تر دې وړاندې تیره اوونۍ چارسده مندني سیمه کې هم یو شمیر خلک دمذهب دسپکاوي په نوم یوتن پسې راپاریدلي وؤ اؤ دپولیسو تاڼه ،شپږ پولیس چوکۍ اؤ ګڼ شمیر ګاډي یې سوځولي وؤ.

دغو پاریدلو خلکو دپولیسو نه غوښتنه کوله چې هغه نیول شوی تن باید دوئ ته وسپارل شي چې دمذهب دسپکاوي تورونه پرې لګیدلي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG