لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان ریاست دې دسخت دریځو ډلو ملاتړ نه لاس واخلي ،ایچ ار سي پي


د هيواد په کچه د بشري حقونو تنظيم ايچ ار سي پي دسيالکوټ پيښه کې د رياست کردار بزدلانه يا ډارن ګرځولى دى او تنظيم پاکستان رياست نه دسخت درېځو ډلو د ملاتړ نه دلاس اخستو غوښتنه کړې ده.

دپاکستان صنعتي ښار سيالکوټ کې رامنځ ته شوې دغه پيښې ته غبرګون کې د سيالکوټ د تاجرانو د اتحايي مشر عمران جاويد ويلي پريانتا کمارا​ دخپل پيشه ورانه مهارت لپاره مشهور ؤ خو له بده مرغه د فيکټري ځینو ملازمينو دخپل ذاتي انتقام لپاره د هغه په ضد دمذهب دنوم نه ناوړه استفاده کړې ده.

دشنبې په ورځ لاهور کې خبري کانفرنس ته وينا کې د پنجاب پوليس مشر راؤ سردار سيالکوټ کې د سري لنکن وګړي د وژنې په تور د ١١٨ کسانو دنیول کیدو او د دوئ په ضد د وژنې،ترهګرۍ او دسنګينو جرمونو د دفعو لګولو دعوه کړې ده.

په دې موقعه د پنجاب حکومت وياند حسان خاور وويل د وژل شوي تن مړى به ځانګړى الوتکه کې سري لنکا ته رسولى شي.

د سيالکوټ دپيښې پسر دپاکستان خارجه وزير شاه محمود قريشي دخپل سري لنکا د هم منصب سره دټيلفون په ليکه د خبرو پخلى کړی دی .

دبشري حقونو نړيوال تنظيم ايمنسټي انټرنيشنل دسيالکوټ پېښه په سختو ټکو غندلې او دپاکستان په کچه دبشري حقونو تنظيم ايچ ار سي پي ددغه پيښې پسر دپاکستان د رياست کردار بزدلانه يا ډارن ګرځولى دی.

د تنظيم لخوا دخپور شوي بيان ترمخه سيالکوټ کې دبې اساسه تورونو پسر د خارجي وګړي وژنه په ډاګه کوي چې مذهبي تندروي د پاکستان لپاره څومره لویې خطر دى.

تر دې وړاندې تيره اوونۍ د خيبر پښتونخوا چارسده سيمه کې دمذهب په سپکاوي دتورن تن دپوليسو د ولکې نه خلاصولو لپاره مظاهره چيانو دځايي تاڼې ودانۍ او سرکاري ګاډو ته اور ورته کړى ؤ.

د ايچ ار سي پي بيان کې دپاکستان د رياست څخه دتندروه مذهبي ډلو د ملاتړ نه دلاس اخستو غوښتنه هم شوې ده.

د پنجاب صوبې سيالکوټ ښار د پاکستان د تجارت او صنعت لویې مرکز دی چرته چې د ٨٠٠٠ نه زياتې غټې او وړې کارخانې ثبت يا رجسټرډ دي چې پکې د عالمي معيار دلوبو سامانونه، د څرمنې او د جامو جوړولو په ګډون نور مهم شیان جوړیږي.

سيالکوټ نه هر کال د ٢.٥ اربو ډالرو په ارزښت تجارتي سامانونه د نړۍ نورو هيوادونو ته لیږل کیږي.

اقتصاد پوهه اؤ دپاکستان دخزانى پخوانى مرکزي وزير حفيظ پاشا وايي د سيالکوټ پيښې له امله نړۍ کې د پاکستان بد انځور خور شوی دی.

وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل له بده مرغه سري لنکن وګړى هم په سيالکوټ کې د کپړو جوړولو په يو کارخانه کې وژل شوى او دى ويره لري چې ددغه پيښې پسر چرته يورپي يونيين د پاکستان لپاره Gsp پلس يا تحارتي مراعات اسکيم ته بيا کتنه ونکړي.

وړاندې نه يورپي پارليمان ته د وړاندې شوي قرارداد دلارې پاکستان کې د لږکيو سره دتوپيري چلند او دمذهب دسپکاوي دقانون نه دناوړه استفادې پيښو کې د راغلي زياتوالي پسر د پاکستان لپاره دغه اسکيم ته د بياکتنې خواست شوی دى.

د سيالکوټ چيمبر اف کامرس اېنډ انډسټرى يا تجارتي خونې هم د سري لنکا د وګړي وژنه یو سخت ظلم ګرځولى او د پاکستان د حکومت څخه يې دې پېښه کې دککړو کسانو د نيولو غو ښتنه کړې ده.

په خپل يو بيان کې د تنظيم صدر سراج اکبر ويلي چې سري لنکن وګړى پريانتا کمارادخپل پيشه ورانه مهارت له امله زیات شهرت لرلو خو د بده مرغه د فيکټرۍ ځینو ملازمانو د مذهب په نوم هغه په نخښه کړی دى.

د يو شخصي ټي وي جيو سره خبرو کې دوزير اعظم عمران خان دمذهبي چارو سلا کار مولانا طاهر اشرفي هم پخلى کړى چې د سري لنکا وګړى د ذاتي انتقام ښکار شوی دی.

مولانا اشرفي وويل د فيکټرى د منيجر په حيث سري لنکن وګړی به انتظامي لحاظ سره د ملازمانو نه دکار اخستو پابند ؤ او ملازمينو ته به يې وويل چى رقم اخلي نو کار به هم سر ته رسوي.

دبشري حقونو تنظیمونه اؤ سیاسي فعالین وایي چې پاکستان کې مدام دمذهب دسپکاوي مخنیوي لپاره جوړ شوي قانون نه ناوړه استفاده شوې ده اؤ دهیواد سترې محکمې هم ددې قانون د ناسم استعمال پخلی کړی دی.

خو دنړیوالې ټولنې،دبشري حقونو دسازمانونو اؤ مذهبي لږکیو لخوا دې قانون ته دبیا کتنې دپرله پسې غوښتنو باوجود دپاکستان حکومت دې قانون ته دبیا کتنې یا پکې دڅه رقم بدلون راوستو نه انکار کړی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG