لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلامي همکاریو سازمان د دسمبر پر 19مه په پاکستان کې د افغانستان په اړه غونډه کوي


واشنګټن ـــ د پاکستان حکومت د دسمبر په 19مه په افغانستان کې د بشري او اقتصادي بحران د مخنیوي لپاره د اسلامي هېوادونو د تنظیم غونډه کوي، چې پکې به د یورپي هېوادونو په ګډون د ملګرو ملتونو استازو ته هم د ګډون بلنه ورکول کېږي، خو د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو مخالفې وسلوالې ډلې ویلي دغه غونډه دې په پاکستان کې نه په بل هېواد کې دې وشي.

د سعودي عرب پاچا د نومبر پر 29مه په افغانستان کې د ناوړه اقتصادي او بشري حالت د بحث په اړه د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان د غونډې د جوړېدو غوښتنه کړې وه. د پاکستان حکومت د سعودي عرب له غوښتنې سره سم هغه مهال د دې غونډې د کوربتوب وړاندیز کړی وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پرون په لاهور ښار کې یوې خبري غونډې ته وویل، ټاکل شوې دغه غونډه د روانې دسمبر میاشتې پر 19مه د سعودي عربستان په ملاتړ په اسلام اباد کې جوړه شي.

ښاغلي قرېشي وویل د 57 اسلامي هېوادونو د تنظیم دغه غونډه به ډېره بېسارې وي، چې وایي له امریکې، روس، چین، فرانس او برتانیې سره سره به د یورپي اتحاد، نړیوال بېنک او ملګرو ملتونو د مرسته کوونکو ادارو استازي هم ورته را بلل کېږي:

"د بهرنیو چارو د وزیرانو دا غونډه به په اسلام اباد کې کېږي او د دې بېسارې غونډې بحث به ټول د افغانستان په اړه وي، د دې ناستې بنیادي مقصد زموږ پر هغو اندېښنو بحث دی چې که پر وخت ورته توجه ونه شوه نو هلته بشري ناورین پېښېدای شي".

په اسلام اباد کې د افغانستان د حالاتو په اړه دا نړیواله غونډه په داسې وخت کې را بلل شوې چې نه یواځې پاکستان او سعودي بلکې هیڅ یوه اسلامي هېواد او د نړۍ نورو هېوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی، چې له کبله یې د طالبانو سرپرست حکومت له ګڼو اقتصادي ستونځو سره مخ دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي وایي، نړۍ باید له تاریخه سبق واخلي او افغانستان بیا یواځې پرې نه ږدي، وایي د افغانستان 22.8 میلینه وګړي دا مهال د خوراک له کمښت سره مخ دي:

"که د افغانستان ستونځې ژر ختم نه کړل شوې نو یو نوی بحران پیدا کېدای شي او دا بحران په افغانستان کې ناارامي پیدا کولای شي او دغه ناارامۍ یوې بلې نوې جګړې ته لاره هوارولای شي، خدای مه کړه که بیا جګړه پیل شي دا به بدې اغېزې ولري او زیات خلک به کډوالۍ ته مجبور شي".

طالبانو د سعودي په غوښتنه د اسلامي هېوادونو د غونډې هرکلی کړی دی. شاه محمود قرېشي وایي‌ د طالبانو د حکومت یو اعلی پلاوي ته به هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شي‌. طلوع نیوز د طالبانو د مرستیال ویاند احمد الله وثیق له خولې لیکلي:

"زموږ تمه دا ده چې په دغه ناسته کې د افغانستان پر مهمو مسایلو په ځانګړې توګه اقتصادي ستونځو- چې خلک ورسره مخ دي او زیاتو مرستو ته اړتیا لري- بحث وشي او هیله لرو په دې ناسته کې اقتصادي چېلنجونو ته حل لارې په پام کې ونیول شي".

بل لور ته د افغانستان د پخواني جهادي قومندان احمد شاه مسعود د زوی احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو مخالفې وسلوالې ډلې «د ملي مقاومت جبهې» د اسلامي همکاریو له سازمانه غوښتي چې د افغانستان په اړه غونډه دې په پاکستان کې نه کوي.

د احمد مسعود ډلې پر خپل رسمي فېسبوک پاڼه په خپاره کړي بیان کې د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو د وزیرانو د غونډې هرکلی کړی او ترې غوښتي یې دي چې "د طالبانو د بې رحمه رژیم" ملاتړ ونه کړي او قانوني‌ جواز ور نه کړي.

د افغانستان په اړه دغه غونډه پر داسې مهال کیږي چې د نظام تر بدلون وروسته او د ساړه ژمي په رارسېدو سره په دغه هیواد کې بشري مرستو ته تر بل هر وخت اړتیا زیاته شوې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې یو این ایچ سي آر تازه خبرداری ورکړی چې د ژمي په رارسېدو په افغانستان کې میلینونه کسان د لوږې له بحران سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په څه باندې درې میاشتو کې دا لومړۍ تر ټولو لویه نړیواله غونډه ده چې د افغانستان په اړه به کېږي. طالبان له نړیوالو د بشري مرستو تر څنګ په امریکا کې د افغانستان د کنګل پیسو د ازادېدو او له تورو فهرستونو د خپلو مشرانو د نومونو د ایستل کېدو غوښتنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG