لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور کښې دتندلاریتوب په ضد احتجاج ته یوازې درې میرمنې ور وتلې دي


ترهه ګرۍ او تندروۍ ځپلي پيښور کښې دخالي په ورځ دتندلاریتوب اؤ ترهګرۍ په ضد جوړ شوي احتجاج ته یوازې درې میرمنې اؤ دوه نارینه سړي راوتلي دي.

دغه ښځې وایي عام خلک په حساسو پيښو احتجاج نه هم ویریږي ځکه چې ریاست تحفظ نه ورکوي.

دپاکستان وزیراعظم عمران خان،بیلابیلو سیاسي اؤ مذهبي ګوندونو اؤ دبشري حقونو نړیوالو اؤ سیمه ییزو سازمانونو که هرڅو سیالکوټ کې دمذهب دسپکاوي په تور د سریلنکا د وګړي وژنه غندلې اؤ دا یې پاکستان دپاره یوه دشرم ډکه پېښه بللې ده خو ددې پېښې په ضد بیا دپاکستان دننه عملي احتجاج نه دی لیدل شوی.

د بشري حقونو نړيوال تنظيم اېمنسټي انټرنېشتل او دپاکستان د بشري حقونو کمېشن اېچ ار سي پي په دغه پېښه کې دپاکستان د ریاست کردار بزدلانه یا ډارن بللی دی.

خو هم ددغه پېښې په ضد چې کله د پېښور يو څو میرمنو او مدني فعالانو دخالي په ورځ د پېښور پرېس کلب مخې ته خلکو ته د احتجاج کال يا بلنه ورکړه نو بشري حقونو دسازمانونو يا نورو سياسي ګوندونو او عامو خلکو څخه یوازې صرف درې ښځې دغه احتجاج له ورغلې.

وروسته دغه احتجاج کونکيو دریوؤ میرمنو سره د پېښور پرېس کلب نه دوه صحافيان هم شريک شولو.

خلک ولې د سيالکوټ دپېښې پر ضد رابلل شوي احتجاج کې شریک نه شول؟ په دې هکله په دغه احتجاج کې شريکه يوه مدني فعاله صاېمه منير وایي"بلنه خو مونږه ورکړې وه، ګروپونو (وټس اېپ) کې مو وېلي وؤ، بلها ډېر سياسي ګروپونه دي، دحقونو لپاره کار کوي خو خلک رانغلل"

ډیوه چې کله هغې نه وپوښتل ولې خلک په دې احتجاج کې شریک نه شول ؟ نو نوموړې" وویل د هغې وجه خو راته دا ښکاري چې خلک وېريږي. وېريږې داسې چې عام وګړی بې يار و مدد ګار دي او د تر هګرو او بدماشانو په سر رياست لاس اېښودی دی. نو ښکاره خبره ده چې بيا خلک وېريږي نو له دې وجې رانغلل"

هغه وایي "زه خو حېرانه يمه چې په اسلام اباد، لاهور، کراچۍ کې خلک اوځي په خېبر پښتونخوا کې خلک نه اوځي. نو بيا زه دا سوچ کومه ولې چې دوئ د ترهګرۍ په دور کې ډېر هر څه کتلي دي نو له دې وجې اوس وېريږي. او سېلف ډېفنس موډ کې دي. نو له دې وجې بهر نه وځي خلک"

په دغه احتجاج کې شرکت کوونکې دوېمه مدني او سياسي فعاله او د پارلېمان پخوانۍ غړې جميله ګېلاني هم وايي پکار ده داسې دمذهبي تندلاریتوب پر ضد ټول احتجاج له راوتلي وای او د رياست نه دا تپوس پکار ؤ چې ولې داسې قسمه پېښې سېوا کيږي.

هغه وايي"دومره موده ددې پر ضد جنګ وشو خو دا څيز زياتيږي نو دا بيا داسې ښکاري چې د دوئ په پاليسو کې دا څيز موجود دی او ستونزه په خلکو نه بلکې ستونزه په نظام او پاليسو کې ده، د کوم په نتيجه کې چې داسې قسمه پېښې په ګڼ شمېر کې کيږي"

دغه احتجاج کې ګډون کوونکې درېمې سياسي او مدني فعالې ووېل خلک وېريږي نو ځکه دداسې قسمه حساسو پېښو پر ضد احتجاج له نه را اوځي.

هغه وايي"زياتره خلک ددې خبرې نه وېريږي او د رياست له خوا بيا دوئ ته څه تحفظ هم نه ورکړی کیږي، که يو تن و، که دوه يا درې تنان وو خو مونږ بيا هم خپل احتجاج درج کړو"

"مونږ خلکو ته په ډاګه کړه چې مونږ دغه خلکو سره نه يو. په خاصه توګه مونږ ښځې به ددغسې قسمه تشدد دپېښو ملګرتيا کله هم نه کوو او مونږ به د هغې په مخالفت کې ودريږو"

دغه سياسي او مدني فعالانې وايي که درې ښځې هم پېښور کې دغه د خفګان وړ پېښې پر ضد راوتلي دي او احتجاج کوي نو دا اهميت لري ځکه ددغسې مذهبي انتها خوښۍ پر ضد د دوئ غلي نه پاتې کېدل او احتجاج له راوتل دا ښايي چې دوئ د دغه تندروه خلکو سره نه دي بلکې دوئ د دغه تندروه سوچ پر ضد دي او دغه مذهبي انتهاخوښو پر ضد دوئ خپل غږ اوچت کړی.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG