پېښور هایکورټ د وګړتوب یا تابعیت دقانون دهغه مادې په ضد عریضه دبشپړې اوریدنې لپاره منلې ده چې له مخې یې دپاکستاني سړیو غیرملکي میرمنو ته دهیواد تابعیت ورکول کیږي خو دپاکستاني میرمنو غیرملکي خاوندان بیا دپاکستان دتابعیت ترلاسه کولو حق نه لري.
دا عریضه دثمینه روحي په نوم یوې پاکستانۍ میرمنې هایکورټ ته کړې اؤ دخپل افغان میړه دپاره یې دپاکستان تابعیت غوښتی.
ثمینه روحي پخپل خواست کې دریځ خپل کړی چې دپاکستان دتابعیت قانون کې دسړو په پرتله پاکستاني میرمنو سره توپیري چلند شوی اؤ باید محکمه حکومت ته امر وکړي چې دهغې افغان میړه ته دپاکستان وګړتوب ورکړي.
د عریضه کوونکې میرمنې وکیله مهوش محب کاکاخیل وایي چې دتابعیت دقانون10(2) ماده امتیازي ده اؤ دښځو اؤ دسړو په حقونو کې توپیر کوي .
هغه وایي په خیبر پښتونخوا اؤ بلوچستان کې ډیرې داسې پاکستانۍ میرمنې شته چې هغوئ دخپلو افغان مړونو لپاره دپاکستان په تابعیت ترلاسه کولو کې دستونزو سره مخ دي.
څېړونکي وایي چې دپاکستان دتابعیت قانون کې بدلون ته اړتیا ده اؤ دا توپیري چلند باید نور له دې قانونه ختم کړل شي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې وکيلې مهوش محب کاکاخيل ويل چز د صوبي داعلا عدالت د دوؤ ججانو قاضي لعل جان خټک او قاضي مسرت هلالي بینچ د پاکستان اټارني جنرل او داخله وزير ته نوټسونه کړي اؤ دهغوئ څخه دعریضه کوونکې میرمنې میړه ته د پاکستان دتابعیت ورکولو په اړه وړاندیزونه غوښتل شوي دي.
نوموړې وکیله وایي "زمونږ ايين دا وايي چې د فېملي يا خاندان حفاظت به کوي، په خاندان کې خاوند او ښځه دواړه راځي. ددې ښځې ماشومان دي او خاوند يې په کويت کي مزدوري کوې او پاکستان ته د راتګ لپاره ورته یوازې ديوې مياشتې ویزه ورکړل کيږې چې له دې امله دوئ د ډيرو ستونزو سره مخ دي"
هغه وایي‘‘دي کيس کې به په راتلونکې پېشۍ کې دپاکستان سرکاري وکيل راځي او سيکټرې داخله به عدالت کې جواب جمع کوي چې ولي اوسه پورې د شهريت قانون کي بدلون نه دي شوی کوم چې د ایين خلاف ورزي ده او دښځو دحقونو نه پکې هم سرغړونه کيږي"
هغه وایي دپاکستان د وګړتوب قانون دپاکستاني سړیو بهرنیو میرمنو ته خو دهیواد تابعیت ورکوي خو برعکس بیا دپاکستاني میرمنو بهرنیو هیوادونو سره تړاؤ لرونکو مړونو ته تابعیت نه ورکوي .
مهوش محب کاکا خیل وایي دپاکستان دا قانون دهغو نړیوالو کنونشنونو هم په ضد دی چې پاکستان پرې لاسلیکونه کړي دي.
"مونږ دا قانون چېلنج کړی دی ځکه چې يوه ښځه کله يو پاکستاني وګړي سره واده وکړي نو هغې ته د پاکستان شهريت ورکړی کیږي خو که يو سړی يوې پاکستانۍ ښځې سره واده وکړي نو هغه ته ولې ورکړل کیږي، زمونږ د ایېن ارټېکل 25 دا وايي چې هر يو شهري برابر دی او یو شان سلوک به ورسره کيږي"
د پيښور پوهنتون استاذه او د ښځو دحقونو فعاله ډاکټر نورين نصیر وایي وخت راغلی دې چې د پاکستان دتابعیت قانون کي بدلون راوستل شي.
وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغې ویلي نه يوازي هغه ښځې چې بهر ملکي سړو سره یې ودونه کړي دي، ددې قانون له امله د کړمو سره مخ دي بلکې يوشمير هغه پاکستاني سړي چې د افغاني میرمنو سره یې رشتې شوې دي هم دستونزو سره مخ دي ځکه چې اکثره نادرا د هغوئ کارډونه بلاک کړي دي۔
‘‘دا يوازې د ښځو مسله نه ده يو شمير سړو سره هم دا ستونزه ده خو ددې مسلې د حل کيدو يوه لاره ده چې د پاکستان د شهريت قانون کې بدلون وکړی شي، يا سپريم کورټ ددغه قانون تشريح وکړي او پارليمان ته دي لارښودنه وکړي"
ډاکټره نورین نصیر وایي يو شمير داسې پاکستاني سړي هم شته چې افغانستان سره تعلق لرونکو ښځو سره یې ودونه کړي دې خو کله چي د افغان کډوالو بيرته د تلو اوازه خوره شوه نو نادرا دهغوئ کارډونه بلاک کړل.
محکمې ته خواست کوونکې ثمينه روهي نومي پاکستانۍ میرمنې په کال 1985 کې د نصير محمد نومي تن سره واده کړی دی او پنځه ماشومان یې دي او هغوئ ټول د پاکستان تابعیت لري خو خاوند ته یې دپاکستان تابعیت نه ورکړل کیږي.