لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: مخالفه ګوندونو د ملي امنیت په غونډه کې ګډون نه دی کړی


د پاکستان د پارليمان د قامي سلامتيا د کميټۍ ان کيمره يا تړلو دروازو په شا غونډه کې شريک پارليماني غړو د ملکي امنيت سره تړلې حکومتي تګلاره باندىې اطمينان څرګند کړی خو مخالفه ګوندونو د دغه غونډې نه بايکاټ کړی وو.

ويل شوي دا لومړى ځل دى چې د حکومت قامي سلامتيا تګلارې ته د سند شکل ورکړی شوی چې ختمي منظوري به يې مرکزي کابينه ورکوي.

له دې وړاندې په ترسره شوو درېو غونډو کې د پوځ سرلښکر جنرل قمر جاويد باجوه او د ايي اېس ايي مخکني مشر جنرل فېض حميد د پارليماني کمېټۍ غړو تپوسونو او اندېښنو ته ځوابونه ورکړي وو خو د مخالفه ګوندونو غړي په دې اړه انديښنې لري.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سره تړاو لرونکى د پارليمان د قامي سلامتيا کمېټۍ غړى سينيټر شفيق ترين وايي طاقتوره ادارې د افغانستان او کورني امنيت په اړه خپله خوښه کوي او بيا داسې تاثر ورکوي چى ګنې مخالفه ګوندونو هم د دوی د پريکړو ملاتړي دي.

وي او اې ډيوه سره خبرو کى شفيق ترين وويل په تيرو شوو غونډو کې د دوی رايې ته هيڅ اهميت او درناوى نه دى ورکړى شوى ځکه دوي نن کيدونکي غونډه کى برخه اخستو نه انکار کړی وو.

د پارليمان د قامي سلامتيا په وروستۍ او درېمه غونډه کې حکومت د لاقانونه تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو تاييد هم کړی وو.

د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخواه پخوانى اعلت وزير او د پارليمان د قامي سلامتيا د کمېټۍ بل غړى امير حيدر هوتي د دغو مذاکراتو په اړه حکومتي دريځ مفروضه بولي او زياتوي د حکومت لخوا په دې اړه څه کوټلې تګلاره د دوی په وړاندې نه راوړي تر هغې دوی هم څه موقف نه شي وړاندې کولی.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه په وزير اعظم عمران خان باندې د قامي سلامتيا په معاملاتو د غېء سنجيده چلند خپلولو تور ولګولو او زياته ېې کړه دکمېټې په تيرو درېو غونډو کې د وزير اعظم غېر حاضري د دې يولوى مثال دى.

د حکومتي بلنې باوجود قامي اسمبلى کى د مخالفه ډلو مشر شهباز شريف په ګډون پارليمان کې نمايندنګي لرونکو ټولومخالفه ګوندونو غړود پارليماني کمېټۍ په غونډه کې ګډون نه دى کړى چى پکې مسلم ليګ نواز ګوند پيپلز پارټي عوامي نپشنل ګوند او بلوڅ ملت پاله ګوندونه شامل دي.

بل اړخ ته د اطلاعاتو مرکزي وزير فواد چودهري د مخالفه ګوندونو د غونډې نه د بايکاټ پريکړه بد مرغي ګرځولې ده.

فواد چودهري ويلي، دا غونډه سياسي نه وه ځکه مخالفه ګوندونو ته پکار وو چې په دې کې يې ګډون کړی وی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG