لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ: د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی 17 کلن ځوان د پوليسو په ډزو وژل شوی


د پاکستان په غټ صنعتي ښار کراچۍ کې د پوليسو په ډزو کې یو 17 کلن ځوان وژل شوی او بل ورسره ژوبل شوی دی، د وژل شوي هلک پلار وايي، زوی يې پوليسو په جعلي مقابله کې وژل شوی، او پولیس چارواکي وايي د پېښې پلټنې کوي.

د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکی جهانزېب مسيد وايي، 17 کلن وراره يې ارسلان خان چې د دولسم ټولګي زده کوونکی دی، د ګل/ دوشنبې (6 دسمبر) په ماښام د بلديه اتحاد ټاون نه بورډ افس ته د زده کړو سنټر (کوچنګ) ته راغلی وو، واپس کور ته تلو او په لار کې پرې پوليسو ډزې کړي او وژلی يې دی.

هغه تور ولګوو چې وراره يې بې ګناه وو او پوليسو په جعلي مقابله کې وژلی دی، او دوی غوښتنه کوي چې د دوی سره دې انصاف وشي.

د اورنګي ټاون د پوليسو مشر اېس پي کامران وايي، د اورنګي ټاون تاڼې په علاقه کې دغه پېښه شوې او د دوی لومړي مالومات دا دي چې جوابي ډزې شوي او په ډزو کې يو هلک وژل شوی دی، او دوی د پېښې پلټنې پېل کړي دي.

وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "دوی لومړي مالومات ترلاسه کړي د تلاشۍ عمل روان وو، دوه هلکان پوليسو ودرول، دوی نه دي ودرېدلي بيا د دواړو خواو ډزې شوي دي، خو د پېښې پوره جزيات دا وخت دوی نه شي ويلی، دوی يې پلټنې کوي او تاييدوي يې، د هغې وروسته به ټول مالومات شريک کړي".

جهانزېب وايي، د بلديه اتحاد ټاون په محمد خان کالونۍ کې اوسي، او پلارنۍ سيمه يې د جنوبي وزيرستان د سروکۍ تحصيل کوټکی علاقه ده، او په کراچۍ کې د ټرانسپورټ کاروبار کوي.

د وژل شوي هلک مړی او بل ژوبل د کراچۍ عباسي شهيد روغتون ته وړل شوي، هلته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او د سياسي ګوندونو غړي ورغلي احتجاج يې پېل کړی او د انصاف غوښتنه کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د کراچۍ مشر نور الله ترين په روغتون کې راټولو شوو خلکو ته په وېنا کې وويل،په کراچۍ کې په جعلي پولیس مقابلو کې پښتانه وژل کيږي.

هغه وويل د نقيب مسيد د وژنې په مقدمه کې که راو انوار ته سزا ورکړی شوی بيا به دغه ډول بله پېښه نه کېده. نوموړي زیاته کړه دوی به د وژل شوي ارسلان خان د پلار لياقت خان مسيد سره په مشوره تر هغې احتجاج کوي څو پورې چې په پېښه کې تورن د اورنګي پوليس تاڼې اېس اېچ او اعظم نيول شوی نه وي او مقدمه پرې نه وي درج کړی شوې.

وروسته د کراچۍ ښار د لويديځ زون د پولیسو مشر ډي ايي جي ناصر افتاب عباسي روغتون ته ورغلی او مطبوعاتو سره په خبرو کې يې ویلي، د پېښې د پلټنو دپاره يې کميټي جوړه کړې او په 24 ساعتونو کې به دغه کميټي خپل رپورټ وړاندې کوي په هغې کې به د پېښې اصل علت مالوم شي.

په کراچۍ ښار کې د کال 2018 د جنورۍ په مياشت کې د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسید په يوه پوليس مقابله کې وژل شوی وو.

د يادې مقابلې د پېښې د پلټنو دپاره د پوليس خپلې جوړې ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو. او بيا د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليس مشر راو انوار او هغه سره د 25 کسانو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړی شوې وه.

په ياده مقدمه کې راو انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی دی، او د نقيب مسيد د کورنۍ د وکیلانو په وېنا په مقدمه کې13 کسان بنديوان او اووه مفروران دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG