لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کراچۍ: د ارسلان د وژنې په پېښه کې اېس اېچ او معطل، سپاهي او بل تن نيول شوي


د کراچۍ ښار په اورنګي ټاون سيمه کې تير ماسخوتن د ډزو په پېښه کې د ارسلان خان د وژنې دعوه په پوليس (اېس اېچ او) اعظم ګوپانګ، وحيد (سپاهي) او عمېر باندې شوې ده، اېس اېچ او معطل کړی شوی، وحید او عمېر ګرفتار کړی شوي دي.

نن د نهې/ سه شنبې په ورځ د ارسلان د بل تره بادشا خان په مدعيت کې مقدمه درج شوې چې پکې د وژنې او ترهګرۍ مادې شامل کړی شوي دي.

په مقدمه کې دعوه شوې چې د اورنګي تاڼې د اېس اېچ او اعظم ګوپانګ په حکم سپاهي توحيد او عمېر په دغو هلکانو ماسخوتن خواوشا اته بجې په داسې حال کې ډزې کړي چې دوی په موټر سايکل د ټيويشن يا زده کړو نه بيرته روان وو.

د کراچۍ د پوليس ویانده (سب انسپکټره) شازيه جهان وايي، د اورنګي ټاون تاڼې اېس اېچ او اعظم ګوپانګ معطل کړی شوی، وحید او عمېر نيول شوي دي.

هغې وویل وحيد چې پوليس سپاهي دی ډزې يې کړي هغه او د هغه بل ملګری عمېر چې پوليس نه دی، دواړه نیول شوي او د مقدمې پلټنې پېل کړی شوي دي.

تير د 6 دسمبر په ماسخوتن په اورنګي ټاون سيمه کې د پوليس تهاڼې سره نزدې د ډزو پېښه رامنځته شوې چې پکې يو 16 کلن ځوان ارسلان خان او د هغه بل ملګری یاسر ژوبل شوي او بيا ارسلان خان په عباسي شهيد روغتون کې ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ارسلان خان د تره جهانزېب په وېنا دوی د بلديه اتحاد ټاون په محمد خان کالونۍ کې اوسي او پلارنۍ سيمه يې قبايلي ضلع جنوبي وزيرستان ده.

د پېښې وروسته په عباسي شهيد روغتون کې د وژل شوي هلک کورنۍ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو سره د سياسي ګوندونو غړي راټول شوي، د انصاف سره یې د پوليس اېس اېچ او پرضد د مقدمې درج کولو غوښتنه کوله.

له دې وړاندې تيره شپه په روغتون کې د کراچۍ ښار د لويديځ زون د پولیسو مشر ډي ايي جي ناصر افتاب مطبوعاتو سره په خبرو کې يې ویلي، د پېښې د پلټنو دپاره يې کميټي جوړه کړې او په 24 ساعتونو کې به دغه کميټي خپل رپورټ وړاندې کوي په هغې کې به د پېښې اصل علت مالوم شي.

بادشا خان وویل د ارسلان جنازه به نن مازيګر ادا کولی او په اتحاد ټاون کې خاورو ته سپارلی شي.

په کراچۍ ښار کې د کال 2018 د جنورۍ په مياشت کې د جنوبي وزیرستان سره تعلق لرونکی ځوان نقيب مسید په يوه پوليس مقابله کې وژل شوی وو.

د يادې مقابلې د پېښې د پلټنو دپاره د پوليس خپلې جوړې ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو. او بيا د هغه وخت د ملير ضلعې د پوليس مشر راو انوار او هغه سره د 25 کسانو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړی شوې وه.

په ياده مقدمه کې راو انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی دی، او د نقيب مسيد د کورنۍ د وکیلانو په وېنا په مقدمه کې13 کسان بنديوان او اووه مفروران دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د موټروې پوليس د کېمرې پټ رازونه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG