لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچارسدې پېښه کې پولیسو څوک نیولي اؤ دسیمې خلک څه وایي ؟


د چارسدې پوليس وایي په ۲۸م نومبر دمنډني تاڼې او پوليس چوکيو سوځولو تور کې يې د سلو نه زيات تنان نيولي اؤ د نورو نيولو د پاره عمليات روان دي۔

ځايي خلک وایي د پېښې دې عدالتي پلټنې وشي ځکه چي د تاڼو او پوليس چوکيو سوځولو په سر عام خلک ځورول کيږي۔

په چارسده کې په ۲۸م نومبر پوليسو د قران د سوځولو په تور يو تن نيولې ؤ، خلکو بيا دپولیسو نه غوښتنه کوله چې دغه تن باید دوئ ته وسپارل شي او قهرژنې مظاهرې یې شروع کړې.

په دغو قهرژنو مظاهرو کې خلکو دپولیسو یوه تاڼه ،شپږ چوکۍ اؤ ګڼ شمیر ګاډي سوځولي وؤ او او وسله او نور قيمتي سامانونه يې تالا سره کړي وؤ۔

يو ځايي مشر نظيف خان ډيوه ته وويل پوليس د عامو خلکو په کورونو چاپې وهي او هغه تنانو نومونه هم ايف ائي ار کې ليکل شوي چې معذوره دي، په نوکرو دي او يا هم دغه ځايې ته نه دي ورغلي۔

نظيف خان وويل دا پېښه د مذهب په نوم شوې بايد چې عدالتي پلټنې يې وشي۔

پوليسو ډيوه ته وويل دوئ دهغو تنانو نومونه ايف ایي ار کې ليکلي کوم چې په ويډيو ګانو کې ليدل کيږي چې سرکاري تاسيساتو ته زيان رسوي او يا ورته کره معلومات وي چې د تاڼې او چوکيو ورانولو او د قيمتي سامانونو په تالا کولو کې ککړ دي۔

د پېښور هائې کورټ وکيل شبير حسېن ګګياڼي ډيوه ته وويل هغه تنان چې بې ځايه د پوليس لخوا ځورول کيږي د سېشن جج عدالت کې د پوليس خلاف خواست کولی شي

هغه وایي ددې خلکو دعدالتي پلټنو غوښتنه هم سمه ده ځکه چې په داسې پېښو کې بيا عموماً عام خلک ځورول کيږي۔

شبير حسېن ګګياني وويل دمذهب دسپکاوي دتورونو په اساس د چارسدې او سيالکوټ پښې چې سرکاري تاسيساتو ته پکې زيان واړول شو او خلکو يو تن ژوندی وسوځولو د حکومتي عملدارۍ ناکامي ده۔

پاکستان کې په تېرو څو ورځو کې د مذهب د سپکاوي په نوم دغه دوه پېښې پرله پسې شوې دي چې په سيالکوټ کې يو سرلنکن تن وژل شوی او چارسده کې د قران سوځولو په تور دنیول شوي تن عامو خلکو ته دنه سپارلو په سر پوليس تاڼه او چوکۍ سوځول شوي دي۔

دسيالکوټ د پېښې د پاکستان وزيراعظم عمران خان او نورو وزيرانو غندنه کړې خو دپاکستان ددفاع وزیر پرویز خټک اوړمه ورځ ویلي وؤ دسیالکوټ پېښه د ځوانانو لخوا په جذباتو کې رامنځته شوې اؤ دهغه په دې څرګندونو کلکې نیوکې روانې دي

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG