لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناروې د نړیوال بېنک له خوا د افغانستان د 280 میلین ډالرو ازادېدو غوښتنه کړې


واشنګټن ـــ د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې د نړیوالې بېنک تر انتظام لاندې د افغانستان لپاره د مرستې فنډ ورکوونکې ادارې هڅولې دي چې د افغانستان له کنګل شویو پیسو څخه 280 میلینه ډالر د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارو ته ورکړي.

طالبانو تر اوسه د ناروې د دې ګام په اړه څه نه دي ویلي، خو په وار وار یې له امریکې او نړۍ غوښتي چې د افغانستان د کنګل شویو پیسو په ازادېدو کې مرسته وکړي.

نړیوال بېنک د افغانستان د بیارغونې لپاره له 1.5 ارب ډالرو څخه د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام او یونیسیف ته له 280 میلین ډالرو ورکولو هغه وخت انکار وکړ، چې طالبان په اګست میاشت کې پر افغانستان واکمن شول.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې هېنیکن هوټفیلټ د ګل- دوشنبې په ورځ رایټرز ته په مرکه کې ویلي، دا هیله منه ده چې د نړیوال بېنک بسپنه ورکوونکي به د پیسو د ازادولو منظوري ورکړي او وایي‌ ناروې هغوی د دې کار لپاره وهڅول.

مېرمن هېنیکن هوټفیلټ وایي "موږ تېره اوونۍ د نېټو په غونډه کې د افغانستان د حالاتو په اړه خبرې وکړې او د نېټو هېوادونه مو وهڅول چې په افغانستان کې د بشپړ اقتصادي او بشري بحران د مخنیوي لپاره خپلې هڅې روانې وساتي".

ناروې دا ټینګار په داسې وخت کې کړی چې نن افغانۍ د ډالر په مقابل کې په بېسارې کچه لوېدلې ده او یو ډالر په سل افغانیو بدلېږي.

د کابل د شهزاده سرای د صرافانو ټولنې ویاند مجید احمدزاده د افغانستان په بېنکونو کې د پیسو نشتوالی او د عامو خلکو له خوا د ډالرو اخیستلو زیاته غوښتنه د ډالرو په وړاندې د افغانیو ټيټېدو اصلي سببونه وبلل.

د نړیوال بېنک بورډ تېره اوونۍ پر دې متفق شوی وو چې له کنګل شویو یونیم ارب ډالرو څخه 280 میلینه ډالره د خوړو د نړیوالې ادارې او یونیسف له لارې په افغانستان کې له اړو کسانو سره د مرستې لپاره ازاد شي.

د نړیوال بېنک 31 بسپنه یا مرسته ورکوونکي باید د ملګرو ملتونو ادارو ته د دغو پیسو د ورکولو منظوري ورکړي.

د نړیوال بېنک ویاند وایي د افغانستان د بیا رغونې د فنډ ورکوونکو تېره جمعه سره لیدلي او پر دې خبره سره همږغي شوي دي چې په دې اړه په یوه اوونۍ کې دننه پرېکړه وکړي.

ناروې د افغانستان د کنګل پیسو د یوې برخې د ازادېدو غوښتنه په داسې وخت کړې چې د ملګرو ملتونو ادارې یونیسیف د افغان ماشومانو لپاره د دوه ارب ډالرو د را ټولېدو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې یو این ډي پي اټکل کړی چې د 2022م کال تر نیمایي پورې به د افغانستان د خلکو بېوزلي نړیواله شي او د 39 میلینه ابادۍ څه باندې 90 فیصده به یې له غریبۍ اغېزمنه شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG