لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور:عدالت ته د وړاندې کیدو په مهال یوه مېرمنه خپل پلار اؤ ورور وژلې ده


پولیس وایي عدالت ته د وړاندې کیدو په مهال یوه میرمنه دهغې پلار اؤ ورور دغیرت په نامه وژلې ده اؤ پولیس دتېښتې په مهال دغه دواړه کسان نیولي دي.

دپېښور پولیسو دیو بیان له مخې دپېښور دشیروجنګۍ سیمې په اوسیدونکې میرمنې دنهې په سهار دهغې پلار شاه ولي اؤ ورور نعمان هغه مهال ډزې کړي چې پولیسو هغه عدالت ته وړاندې کولو لپاره بوتلله.

پولیس وایي په ډزو کې دغه میرمنه وژل شوې اؤ دهغې پلار اؤ ورور دموقعې نه دتیښتې هڅه کوله خو پولیس ونیول اؤ وسله یې هم ترې ترلاسه کړې ده.

دپولیس سرچینې وایي چې د وژل شوې میرمنې کورنۍ په هغې د کور پرېښودو تور لګولی ؤ اؤ څه موده وړاندې دغه جینۍ پولیسو له یوې بلې سیمې نه ترلاسه کړې وه چې نن یې عدالت ته دمخ کولو لپاره بوتلله.

پاکستان اؤ په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا اؤ پخوانیو قبایلي سیمو کې دغیرت په نوم د وژنو لړۍ دیوې اوږدې مودې راهسې دوامداره ده اؤ هرکال پاکستان کې په شلګونو ښځې اؤ سړي دغیرت په نوم وژل کیږي.

تیرکال دجولایي په ماشت کې پېښور کې یو زلمی اؤ یوه پېغله جینۍ دغیرت په نوم وژل شوي وؤ اؤ بیا دهغوئ مړي دشپې په تیاره کې پرته له جنازې ښخ کړی شوي وؤ.

سږکال هم دمئ په میاشت کې دبلوچستان دمستونګ ضلعې په خاد کچه سیمه کې یو تن خپله میرمنه اؤ یو بل سړی دغیرت په نوم وژلي وؤ.

همدا شان سږکال په ۱۳مه جنورۍ د بلوچستان په نصیر آباد سيمه کې دغیرت په نوم یو پلار خپله لور اؤ یو بل سړی وژلي وؤ.

پېښور کې د عورت فاونډیشن ځایي مشره میرمن صایمه منیر وایس اف امریکا ډیوه ته وایي پاکستان کې اوس هم د زنانه ؤ په ضد د تشدد پیښو کې اضافه لیدل کیږي.

هغه وايي نه مطبوعات د میرمنو حقونو ته مناسب ځایې ورکوي او نه د تشدد پیښو کې ککړو تنانو ته سزا ورکړل کیږي.

صایمه منیر وایي دوه زره نولسم کې د زنانه ؤ په ضد د زیاتي درې نیم سوه قضیې عدالتونو ته راغلې وې. خو صرف اتوؤ تنانو ته سزا ورکړی شوې وه.

نړیوالې ادارې تهامسن رایټرز فاونډیشن پاکستان دمیرمنو لپاره دنړۍ دشپږو خطرناکو هیوادونو نوم لړ کې شامل کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG