لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا پاکستان به دامریکې اؤ روس ترمنځ دیوکراین په معامله بې پلوه پاتې شي؟


په داسې حال کې چې د امريکا او روسيې ترمنځ د يوکراین په اوسنۍ کشاله تاؤ تريخوالی سېوا شوی اؤ پاکستان لا په رسمي ډول په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو څېړونکي وايي باید چې پاکستان د دوؤ لويو هېوادونو ترمنځ روانه شخړه کې بې پلوه پاتې شي.

د امریکا صدر جو باېډن د نهې په ورځ د خپل روسي هم منصب ولادیمیر پوتین سره ان لاېن ليدنه کې خبر داری ورکړی که روس د يوکراین پرضد دتیري ګام پورته کړو نو واشنګټن د ماسکو خلاف سخت اقتصادي بندیزونه لګولی شي.

د روس او امریکا ترمنځ د يوکراین په روانه لانجه پاکستان لا کوم رسمي غبرګون نه دی ښودلی خو څېړونکي وايي په داسې حال کې چې د امریکا، روس او چین ترمنځ نوې سړه جګړه روانه ده خو پاکستان لا اوس په یو،دوه کې دی او په دې لړ کې یې کومه واضحه تګ لاره نه ښکاري.

د پاکستان او روس چې د ۱۹۸۰م په لسیزه کې د افغانستان په جګړه کې دیوبل مخالف پاتې شوي اوس یې په دې وروستیو کې اړيکې ښه شوي دي.

د نړیوالو چارو پوهان ډاکټر اعجاز خټک ډيوه ته وايي پاکستان نه امریکا پرېښودی شي او د روسیې سره یې هم اړیکو کې پرمختګ روان دی.

هغه پوښتنه کړې چې پاکستان د روس او چین سره هم اړيکې ساتل غواړي نو په دې حالاتو کې دی به څنګه توله پرځائ ساتى ؟

دنوموړي په وینا "دا يوه الميه ده او پاکستان ددې الميې سره د افغانستان په معامله کې هم مخ دی او د هند حوالې سره هم د دې فکر سره مخ دی. د هند او د روس هم ښې اړيکې دي. او هند د امریکا سره خوږې اړیکې لري"

هغه وایي پاکستان له پکار دي چې د يوکراین په سر د امريکا او روس په کشاله کې ازاد او بې پلوه دريځ وساتي. او د دوؤ لويو طاقتونو ترمنځ جګړه کې د ځان ښکېل کولو پرځائ چې څومره بې پلوه شي دا به غوره وي.

د امریکا صدر جو باېډن د روسیې د صدر ولادیمیر پوتین سره د نهې په ورځ په ان لاېن بڼه ليدل کتل کړي او د روس صدر ته یې وړانديز کړی چې د شخړې پرځائ دې د سفارت کارۍ لاره خپله کړي.

دا په داسې حال کې ده چې لوديز اندېښنه څرګندوي چې روس په ګاونډي هېواد يوکراین برید ته تیار دی.

د دفاعي چارو کارپوهه او د پاکستان د پوځ پخوانی افسر ليفټننټ جنرال (ر) طلعت مسعود وايي امکان دی چې پاکستان په دې اړه کومه رایې ورنه کړي ولې چې پاکستان د يوکراين د لانجې سره هېڅ تړون نه لري.

ډيوه سره خبرو کې نوموړې وايي پاکستان له دا سوچ پکار دی چې هر هېواد د يو ازاد هېواد په حیث د اوسېدو حق لري او نورو هېوادونو له په بل کوم ملک پوځي يرغل نه دی کول پکار.

هغه مخکې وايي د پاکستان پشان د هېوادونو دا فرض جوړېږي چې پدې لړ کې د امن او حق د اصولو سره ودرېږي .

دنوموړي په وینا پاکستان په دې اړه کوم رسمي بیان خو لا نه دی ورکړی ولې که څه ویل غواړي نو باید چې دا ووایي چې امریکا او روس دې دا معامله د خبرو د لارې هواره کړي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي چې روس د يوکراين ختیرو سرحدونو سره خپل ځواکونه متحرک کړي او يوکراين وايي چې روس خپل ټېنکونه د هغوئ په علاقه کې د لمړي محاذ ليکو ته رسولي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG