لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې د ډالر اؤ دتېلو دبیعو لوړیدو اغېزې دکباړ په لباسونو هم شوي دي


دخیبر پښتونخوا په ډیره اسماعیل خان سیمه کې ځائ پرځائ د لنډا یا استعمال شوي لباس بازارونه لګیدلي چې پکې زیاتره د یخنۍ نه د بچ کېدو شیان خرڅیږي خو دوکانداران وايي سږ کال خلک د ګرانۍ له امله د لنډا بازارونو مخه نه کوي او کاروبارونه یې په ټپه ولاړ دي.

عبدالله چې د لنډا بازار ته ورغلی وایي لنډا بازار کې ښه او معیاري شیان په ارزانه بیعه تر لاسه کیږي.

هغه وايي یو بې روزګاري ده بل په عامو بازارونو کې د یخنۍ نه دځان ژغورنې دلباس،کوټونو،بنیانونو اؤ واسکټونو بیعې د غریب سړي د وس نه بهر دي.

یو بل تن نور شاه چې په خپله خواريکښ دی وايي د تیرو څو کلونو نه د لنډا بازار شیان په ارزانه بیعه اخلي خو سږ کال د لنډا بازار دتوکو بیعې هم د عام مارکیټ سره برابرې شوې دي.

هغه وایي په دې بې روزګارۍ کې په لنډا بازار کې د ورځې په مزدورۍ یو شی نه اخستل کیږي

د لنډا سامان د بهر هیوادونو نه راوړل کیږي چې پکې ګرمې جامې، کوټونه، جرسیانې، ټوپۍ، بوټان او جرابې شامل دي.

یو دوکاندار محمود خان وايي د ډالر په مقابله کې د روپۍ بیعه ټیټه شوې چې له دې امله اوس دا استعمال شوي شیان هم په ګرانه بیا دوئ ته ترلاسه کیږي.

هغه وویل تیر کال د تیلو او ډالر بیعې ټیټې وې خو سږ کال د ډالر او په ځانګړې توګه د تیلو بیعې زیاتې په بره تللي چې ورسره د ګاډو کرایې هم سیوا شوې دي.

هغه ویل د ډالر او تیلو نرخونو سیوا کېدلو د دوئ په کاروبار بدې اغیزې کړې او نرخونه یو په دوه سیوا شوي.

هغه وویل د زیاتو نرخونو او د ګرانۍ په وجه کاروبار په ټپه ولاړ دی.

د پاکستان د شمېرنې اداره وایي سږکال ګراني 11.5 فیصده ته رسېدلې او په دې کې تیر د نومبر په میاشت کې درې فیصده اضافه شوې.

د ادارې په وینا په اکتوبر میاشت کې ګراني 9.2 فیصده وه.

اقتصادي پوهان وایي پاکستان کې به راتلونکي وخت کې ګراني نوره هم زیاته شي ځکه چې وایي مرکزي حکومت د پور اخیستو دپاره د ایي ایم ایف شرطونه پوره کوي چې ورسره به د توانایۍ بیعې لوړې شي .

خو د پاکستان دخزانې وزارت وایي په نړیواله کچه چې د خوراکي شیانو بیعې زیاتې شوې، د پاکستاني روپۍ قیمت هم کم شوی او د موسمیاتي اثر له وجې هم د خوراکي شیانو بیعې لوړې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG