لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شمالي وزيرستان نه افغانستان ته د کډوالو شوو بيرته ستنېدو لړۍ سبا په لسم دسمبر پېل کيږي


د قبایلي ضلعې شمالي وزیرستان نه افغانستان ته په کډه تللي کډوالو د بیا راستنیدو دریم پړاو به سبا د 10 دسمبر نه پېل کیږي. خو ويل شوي دا کډوال به د اووه کاله کډوالۍ وروسته هم د خپلو کلیو په ځای د بنو د بکاخېلو کډوالو کېمپ ته راوستلی شي.

د خېبرپښتونخوا صوبې د مرستو او اباد کارۍ وزیر اقبال وزیر په خپله فېس بک پاڼه ویلي دغه کډوال به لومړی د بکاخېل کډوالو کېمپ ته راځي او دغلته د څه وخت تیرولو وروستو به خپلو سیمو ته لیږل کیږي.

هغه ویلي دې کډوالو ته به د نورو کډوالو په څېر مرستې ورکړل کیږي.

له دې وړاندې نورو کډوالو ته د میاشتې 12000 روپې د خرڅ او 8000 روپې د خوراک دپاره ورکړل کیږي.

افغانستان ته په کډه شوو زياترو خلکو کې د شمالي وزيرستان د دته خېل، مايزر، ځوی سېدګۍ او شوال اوسېدونکي شامل دي او دغو سیمو ته تراوسه پورې کډوال بيرته نه دي ستانه شوي.

خو اقبال وزیر وايي دغه خلک به دوه اوونۍ د بکا خېلو په کېمپ کې وي او د هغې وروستو به بیا دوی په خپله خوښه هر ځای کې اوسېدی شي، او د خپلو علاقو د خلاصېدو وروستو به دوي هم لکه د نورو کډوالو بیرته ستانه کړی شي.

د شمالي وزيرستان نه په کال 2014م کې د ضرب عضب عملياتو څخه د زرګونو په شمېره کې کورنۍ افغانستان ته کډه شوې وې.

د افغانستان نه په تیرو دوه پړاونو کې نزدې شپږ زره کورنۍ بيرته ستنې شوي دي چې زياتره يې اوس هم د بنو د بکاخېلو کډوالو کېمپ، خپلو خپلوانو او د کرایې په کورونو کې ژوند کوي او خپلو علاقو ته نه دي استول شوي.

دغه کډوال د کال 2018 د فرورۍ په میاشت کې واپس کړی شوي وو.

د افتونو په وخت د انتظام صوبايي اداره پي ډي اېم اې وايي افغانستان ته د تلو کډوالو دپاره یې بیرته د راستنیدو په وخت په غلام خان پوله د نوم لیکنې انتظام برابر کړی دی.

او هره ورځ به د 100 نه 200 پورې کورنۍ د غلام خان په پوله پاکستان ته راځي. او په دې درېم پړاو کې به 5000 نه 6000 کورنۍ راستنې شي.

د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ په دغه اړوند وایس اف امریکا ډيوه سره خبرو کې وویل، چې د سیمې نه افغانستان لوري ته کډه شوې کورنۍ به بیرته د غلام خان د لارې راځي.

د نوموړي په وینا په غلام خان کې د کډوالو دپاره د ګاډو او خوراک څښاک انتظام هم برابر کړی شوی دی.

هغه وویل دغه کډوال بیرته د راستنېدو په وخت خپل سامانونه او ګاډي هم ځان سره راوستی شي.

هغه زیاته کړه دا کډوال شوي خلک به د غلام خان پولې ته راځي او باید دوي سهار وختې ځان دغلته راورسوي.

احسان داوړ وویل دغه کډوال به د غلام خان نه د کاروان په شکل کې د بکاخېلو د کډوالو کېمپ ستنول کيږي، چارواکي وايي چې دوي ته په بکاخېلو کې د کېمپ رجسټرېشن کارډ ورکړی شي، او هلته به دوي ته د یخنۍ نه د بچ کېدو او د میاشتې خوراک هم ورکړی شي.

په شمالي وزیرستان کې په کال 2014م کې د ضرب عضب عملیاتو پېل کېدو له امله د یو لاک نه زیاتې کورنۍ په علاقه پرېښودو مجبوره شوې وې چې پکې د 10 نه تر 15 زرو پورې کورنۍ د پولې پورې غاړې افغانستان ته کډه شوې وې. خو هغه وخت د افغانستان حکومت ویلي وو د دوی سره یوازې 20000 کورنۍ د خوست په ګلان کېمپ کې رجسټرډ شوي دي.

افغانستان سره په پوله د وزیرستان جوختو پرتو علاقو غلام خان، دته خېل، مداخېل، سدګۍ او شوال سیمو نه خلک کډوال شوي وو، او دوی هلته په پکتیتکا، پکتیا او خوست کې دېره شوي وو.

د پي ډي اېم اې ویاند وايي افغانستان ته په اوښتو کډوالو کې 5000 نه 6000 کورنیو د واپسې لپاره رابطه کړې او رجسټرېشن يې کړی دی.

هغه زیاته کړه چې پاتې خلک دې خپل رجسټرېشن وکړي او که اوس څوک د رجسټرېشن نه پاتې شو، وروستو به د ډېرو ستونزو سره مخ کيږي.

د قبايلي سیمو د افتونو په وخت د انتظام اداره (پي ډي اېم اې) وايي چې د شمالي وزیرستان نه چې کوم یو لاک کورنۍ کډه شوې وې په هغو کې 80یصده بيرته لېږل شوي دي. او یوازې 15200 کورنۍ اوس هم د کډوالۍ په ژوند تېرولو مجبوره دي. په دې شمیره کې افغانستان ته تللي کډوال شامل نه دي.

افغانستان ته کډه شوي د شمالي وزيرستان کډوالو تیره میاشت وي او ای ډیوه ويلي وو د طالبانو حکومت نیولو وروسته د دوی مرستې تړل شوې او دوي غواړي چې بيرته خپلو سيمو ته ستانه شي ځکه چې دپاسه پرې د ژمي يخ موسم راروان دی او هلته د يخ نه د بچ کېدو سم انتظامات نه لري.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG