لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: د حکومت او طالبانو ترمنځ د شوي مياشتني اوربند موده سرته رسي، وړاندې به څه کيږي؟ د څيړونکو نظر


په اتم نومبر د پاکستان حکومت او طالبانو ترمېنځه د يوې مياشتې پورې د اور بند معاهده شوې وه، په دې دوران د پاکستاني طالبانو لخوا د کوم بريد زمه واري په غاړه نه ده اخستل شوې خو په وزيرستان او باجوړ کې وخت په وخت په امنیتي سرتيرو او سياسي غړو باندې بريدونه شوي چي د څو زمه وارۍ پکې داعش ډلې منلې وې.

ازادې سرچينې، د طالبانو غړي او خبريالان تاييدوي چې په تيرو څو ورځو کې د پاکستاني طالبانو د 80 نه زيات غړي خوشې کړې شوي دي.

وويل کيږي په دغو کې زياتره هغه کسان وو، چې په وړو جرمونو کې ککړ وو او يا د طالبانو سره د اړيکو په تور نيول شوي وو.

وتلی خبريال او څيړونکی مشتاق يوسفری وايي، په دغو خوشي کړی شوو کسانو کې د 40 پورې پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ خوشي کړی شوي دي.

خو په رسمي ډول حکومت يا طالبانو د دغو کسانو د خوشي کولو خبر نه دی تاييد کړی.

مشتاق يوسفزی وايي، د طالبانو لخوا د پينځو مهمو مشرانو د خوشي کولو غوښتنه هم شوې وه چې پکې درې مهم تنان مولوي عمر، مسلم خان او محمود خان هم په دې خوشې کړل شوو تنانو کې شامل دي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې يوسفزي وويل، دا مزاکرات د افغان طالبان په منځګړيتوب باندې شروع شوي وو او چې کوم تنان خوشي کړی شوي، دا به په افغانستان کې خپلو مشرانو ته حواله کيږي او امکان دی چې طالبان د ډز بندۍ د غځولو اعلان هم وکړي او خبرې اترې په مخ لاړې شي.

د طالبانو سرچينو ډيوه ته ويلي نن د زيات په ورځ د طالبانو د مشرانو غونډه روانه ده چې د ډز بندۍ د غځولو يا نه غځولو پريکړه به پکې کيږي، او د دې خبر چمتو کولو پورې د طالبانو د شورا د پرېکړې په اړه څه خبر مخې ته نه دی راغلی.

خو د طالبانو سرچينو ډيوه ته ويلي چې د طالبانو ځينې ډلې اوس هم په مزاکراتو خوښې نه دي، او اختلاف پکې موجود دی چې زيات مخالفت د مومندو د طالبانو لخوا مخې ته راځي.

سرچينې وايي دغه اختلاف د طالبانو لخوا په تازه خپره شوې پروپېګنډه ويډيو کې هم څرګند دی، چې د طالبانو د مشر مفتي نور ولي محسود شمالي زون دوره پکې ښودل شوې او د مومندو دوره په دغه ويډيو کې ډېره کمه ښودل شوې کوم څه چې د دوی ترمنځ د اختلافاتو څرګندونه کوي.

خو د طالبانو په چارو نظر لرونکي وايي د تحريک طالبان پاکستان ټولې ډلې په دې خبرو کي شاملې دي او د مومندو طالبانو چې وړاندې يې د جماعت الاحرار په نوم ځان له ډله لرله، هم په خبره کې شامله ده.

خو دا چې که د کومو ډلو او پاکستان د حکومت خبرې نه جوړيږي؟ يا د ځينو ناخوښو ډلو په اړه هم خبرونه مخې ته راځي؟ دغه پوښتنې ته په ځواب کې څيړونکی او خبريال رفعت اورکزی وايي، ممکنه ده چې دغه جنګيالي بيا نورو ډلو ته لاړ شي او په دوی کې داعش ته د تلو امکان هم دی، او زیاته يې کړه دا ويل به د وخت نه وړاندې وي.

هغه وويل اول به دا کتل وي چې مزاکرات تر څومره حده کاميابيږي او په مېدان کې جنګيدونکي جنګيالي د دغې نه څومره مطمين ښکاري.

په افغانستان کې د طالبانوپه واک کې د راتلو وروسته د افغان طالبانو په منځګړيتوب د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو ترمېنځه خبرې اترې پېل شوې او يو مياشت اوو بند په وخت يې د کوم بريد زمه واري هم نه ده منلې، خو داعش ډلې په وروستيو کې په باجوړ، پېښور، کوهاټ او راولپنډۍ کې د يو شمېر بريدونو زمه وارۍ منلي او امنيتي چارواکي، سياسي او د شيعه مسلک سره تعلق لرونکو تنانو د وژنو دعوې يې کړې دي.

د پاکستان تحريک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونه او د پېښور په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو مياندې او پلاران د تحريک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو مخالفت کوي، او وايي بايد په دغو خبرو پارلیمان په اعتماد کې اخستل شوی وی.

خو د پاکستان حکومتي چارواکي وايي، دا خبرې به د پاکستان د ايين لاندې کيږي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG