لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان: تحریک طالبان پاکستان د حکومت سره ډز بندي ختمه کړې


د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د پاکستان د حکومت سره د يوې مياشتې ډز بندي ختمه کړې او تور يې لګولی چې د حکومت سره يې چې کومه معاهده شوې، د پاکستان پوځ او اسټبلشمنټ په هغو کې پاتې راغلی دی.

ټي ټي پي پرون د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (نهم دسمبر) ناوخته مطبوعاتو سره په شريک کړي خبر کې تور لګولی، د پاکستان حکومت به په لومړي نومبر د مذاکراتو اعلاميه خپروله، د هغې په ځایې يې په نهم نومبر خپره کړه، او په خپله مرضۍ يې خپره کړې وه.

طالبانو تور لګولی 102 بنديان نه دي خوشي کړی شوي، حکومت کميټي نه ده جوړه کړې، او د ټي ټي پي د ځينو کسانو د نيول کېدو او وژل کېدو دعوه يې هم کړې ده.

د ټي ټي پي د ډز بندۍ نه غځولو بيان ته په سمدستي ډول د حکومت لخوا کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی.

په اتم نومبر د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودري ويلي وو، د لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د پاکستان د ايين لاندې مذاکرات کيږي، او د معاهدې ترمخه مکمله ډز بندي به وي، پرمختګ ته په کتو به ډز بندي غځولی شي.

هغه ویلي وو په مذاکراتو کې به رياستي حاکميت، ملکي امنیت، په اړونده علاقو کې امن، ټولنيز او اقتصادي ثبات په نظر کې ساتل شي، او افغان عبوري يا موقتي حکومت په مذاکراتو کې کردار لوبولی دی.

چودري د افغان طالبانو د حکومت په مذاکراتو کې د رول خبره په داسې حال کې کړې چې په 15 اګست طالبانو افغانستان په خپل واک کې اخستی دی.

د نومبر په مياشت کې د اسلام اباد په سفر کې د طالبانو د حکومت د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي هم د ټي ټي پي او د پاکستان د حکومت ترمنځ خبرې کېدل تاييد کړي او ويلي يې وو دغه مذاکرات به ښې نتيجې ولري.

له دغې وړاندې د اکتوبر په لومړۍ نېټه د ترکي له ټي آر ټي ورلډ ټیلي ويژن سره په مرکه کې وزیراعظم عمران خان ويلي وو "د ټي ټي پي مختلفې ډلې دي چې په هغوی کې ځینې یې غواړي د سولې لپاره زمونږ له حکومت سره خبرې وکړي. مونږ له دوی سره په خبرو اخته یو، دا د روغې جوړې او پخلاینې مرحله ده".

له عمران خان څخه پوښتنه شوې وه چې له پاکستاني طالبانو به غواړي چې وسلې کښېږدي؟، هغه يې په ځواب کې ويلي وو "هو، بیا به مونږ دوی وبخښو او دوی به عادي وګړي شي".

خو د عمران خان د بیان وروسته ټي ټي پي د مذاکراتو خبرونه رد کړي وو. او پاکستاني مطبوعاتو ويلي وو د حافظ ګل بهادر ډلې د 20 ورځو ډز بندي اعلان کړې ده.

په 21 اکتوبر د افغانستان دپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان چې د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قرېشي سره يې د کابل سفر کړی، ويلي وو، دوی د هرې لارې مسله هواروي او په ترهګرو ډلو کې به ځينې خبرو ته تیار شي او د ځينو پرضد به پوځي عمليات کولی شي.

د پاکستان حکومت د کال 2004 نه تر 2009 پورې د ټي ټي پي د بېلابيلو مشرانو سره وخت په وخت معاهدې کړي خو وروسته دغه معاهدې نزدې ټولې ماتې شوي او بيا وخت په وخت د پاکستان پوځ د وسله والو طالبانو پرضد پوځي عمليات کړي دي.

ټي ټي پي هم په خپل بيان کې د ځينو پخوانیو معاهدو يادګېرنه کړې چې اول معاهدې شوي او بيا ماتې کړی شوي دي.

ټي ټي پي د ډز بندۍ نه غځولو بيان په داسې حال کې ورکړی چې دوه ورځې وړاندې يادې ډلې د خپل مشر نور ولي محسود په اړه خبر ورکړی او ويډيو يې خپره کړې چې هغه د شمالي زون (ملاکنډ ډويژن، باجوړ، پېښور، مردان، خېبر دره ادم خېل او هزارې) د مرکزونو دورې کړي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG