لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزير د ضمانت خواست تر 15 دسمبر وځنډول شو


د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر په بله قضيه کې د ضمانت په خواست اورېدنه تر 15 دسمبر پورې وځنډوله.

نن د جمعې په ورځ 10 دسمبر چې عدالت د علي وزير د ضمانت په خواست اورېدنه تر 15 دسمبر پورې وځندوله، دا هغه مقدمه ده چې په علي وزیر، محسن داوړ او نورو درېو ملګرو يې د 2018م کال د مې په مياشت کې د کراچۍ په شاه لطیف ټاون تاڼه کې جوړه شوې وه.

دغه مقدمه هغه وخت درج شوې وه چې پي ټي اېم په کراچۍ کې د يوې جلسې دپاره د ښار په مختلفو سیمو کې کمپېن کولو.

د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د جمعې په ورځ وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت نمبر لسم کې د علي وزیر د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه، خو په دې قضيه کې په ضمانت خوشي کسان عدالت ته نه وو حاضر شوي ځکه د اورېدنې دپاره بله نېټه ورکړی شوه.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين ويلي، د علي وزیر په دوېم کېس کې د وروستوالي حربې کارول کيږي، او بله نېټه ورکړی شوه، او دوی به د علي وزیر او نورو بنيدانو د خوشي کولو دپاره په 12 دسمبر په ټانک کې غټه احتجاجي جلسه کوي.

علي وزير چې د وړاندې په جېل کې بندي دی د کراچۍ پوليسو د جولايۍ په میاشت کې د هغه ګرفتاري عدالت ته ښکاره کړې او بيا پرې دغه مقدمه هم روانه شوې وه.

په ياده مقدمه کې عدالت په 20 ستمبر په علي وزير فرد جرم لګولی خو هغه د صحت جرم نه انکار کړی وو.

علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي دی، د تیر کال دسمبر په مياشت کې پي ټي اېم په کراچۍ کې يوه جلسه کړې، او د دغه جلسې وروسته د پي ټي اېم د مشرانو پرضد مقدمه جوړه کړی شوې او په دوی تور لګول شوی چې په جلسه کې وېنا کوونکو د پاکستان او رياستي ادارو پرضد د کرکې او خلکو راپارولو وېنا ګانې کړې وې.

علي وزیر ته په دغه مقدمه کې په 30 نومبر د پاکستان سپريم کورټ ضمانت ورکړی وو، په دغه مقدمه کې د علي وزير د ضمانت خواست اول د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت او بيا سيند هايکورټ رد کړی وو.

قادر خان اېډوکېټ وايي، سپريم کورټ دعلي وزیر ضمانت منظور کړی خو اوس به دوی د هغه دپاره د کال 2018 په قضيه کې ضمانت ترلاسه کوي او د هغې وروسته به هغه خوشی کيږي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG