لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"پاکستان ته کډوالې شوې افغان میرمنې خپلو حقونو لپاره غږ نه شي پورته کولی"


پیښور کې د میرمنو د حقونو په هکله راجوړې شوې یوه دستوره کې پوهانو اندیښنه ښودلې ده چې دلته افغان کډوالې زنانه یوشمیر ستونزو سره مخ دي اؤ هاغه افغان میرمنې چې قانوني اسناد نه لري د خپل حق لپاره غږ هم نشي پورته کولی.

د افغانستان کډوالو استازی لال زمان مومند وایي دوئ د افغاني میرمنو د ستونزو نه خبر دي اؤ ملګرو ملتونو او دپاکستان حکومت سره په ګډه ددوئ د ستونزو د هواري کوششونه کوي.

بل لوري ته د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیسون د پیښور دفتر مشر ګایرات احمد شویف وایي دا مهال پاکستان کې څوارلس لکه افغان کډوال میشت دي اؤ ملګري ملتونه ددوئ د ښیګړې په بیلا بیلو پروژو کار کوي.

د میرمنو دحقونو لپاره دشپاړس ورځینو فعالیتونو پایې کې پیښور کې د ملګرو ملتونو د کډوالو لویې کمیسون یا یو این ایچ سي ار اؤ د ملګرو ملتونو نورو ادارو د پاکستان حکومت سره په ګډه یوه غونډه راجوړه کړې وه چې پکې پوهانو د افغان کډوالو میرمنو په ستونزو خبرې کولې.

دوئ ویل. د نړۍ هر ګوټ کې کډوالې زنانه ستونزو سره مخ کیږي. خو څه موده وروسته یا خو ددوئ کډوالي ختمه شي او یا پناه اخستونکي هیواد کې نوی ژوند شروع کړي. خو افغاني میرمنې د تیرو څلویښتو کلونو نه کډوالۍ سره مخ دي.

یوه میرمن زاهده شوکت چې کډوالو زنانه ؤ سره مختلفو پروژو کې کار کوي ډیوه ته وایي. افغاني میرمنې دلته یو شمیر ستونزې لري.

"دغو میرمنو خپل وطن پریښودی دلته راغلې دي. خو دلته هغوئ ته د ژوند اسانتیاوې نه دي تر لاسه. هغوي دلته ځورول کیږي. د زیاتي پیښې هم مخې ته راځي. ملازمت ورته نه ورکول کیږي او د شناختي کارډ مسلو سره مخ وي"

میرمن زاهده وایي پاکستاني زنانه خو بیا هم قانوني لیاره خپله کړي. خو کډوالې هاغه زنانه چې باقاعده قانوني اسناد نه لري. د خپل حق لپاره غږ نه شي پورته کولی.

پیښور کې میشت د افغانستان د کډوالو لپاره استازی لال زمان مومند هم په دې فکر دی چې افغاني میرمنې دلته ستونزو سره مخ دي خو وایي دوئ تر خپله وسه کوشش کوي چې ستونزې هوارې کړي.

"افغانان په خاصه توګه افغان میرمنې کیمپونو او کورونو کې مشکلات لري. دوي د خپلو ستونزو د هواري لپاره زمونږ دفتر، د ملګرو ملتونو ادارو او دغه شان د پاکستان حکومت سره رابطه ساتي. مونږ نن د پاکستان دولتي ادارو سره د افغاني خویندو د مشکلاتو په اړه بحث وکړو تر څو دا مشکلات ختم شي"

لال زمان زیاتوي د کډوالو موضوع کې به ملګري ملتونه او د پاکستان حکومت خپله مرسته هم دغه شان دوامداره وساتي.

بل پلو ته پېښور کې د یو این ایچ سي ار ددفتر مشر ګایرات احمد شویف وايي. یو این ایچ سي ار د ملګرو ملتونو نورو ادارو، مدني ټولنو او پاکستان حکومت سره په ګډه د افغاني میرمنو د ښیګړې یو شمیر پروژې په وړاندې وړي چې پکې د صفایۍ او صحت پروژې شاملې دي.

د ملګرو ملتونو استازي زیاته کړه دا مهال پاکستان کې څوارلس لکه افغان کډوال میشته دي.

دغه غونډه کې ځینو پوهانو په دې اندیښنه ښودله چې یو ځل بیا افغانستان کې د میرمنو ستونزې سیوا شوې دي.

دوي ویل که هلته حالات نور هم خراب شول. نو خلک به پاکستان ته په کډه راځي چې ورسره به افغاني میرمنې زیاتې اغیزمنې شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG