لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور: د بلدياتي انتخاباتو د قاعدې په سرغړونه صوبايي او مرکزي وزيران جرمانه کړی شوي


د پاکستان د ټاکنو کمېشن (الېکشن کمېشن اف پاکستان) ويلي، په خېبرپښتونخوا کې د بلدياتي ټاکنو د قاعدې يا ضابطه اخلاف په سرغړونه کولو يې د صوبې او مرکز وزیران جرمانه کړي دي.

د جمعې په ورځ لسم دسمبر جاري کړي بيان کې د ټاکنو کمېشن ويلي، په ډېره اسماعيل خان ضلع کې مانيټرنګ يا د څارنې افسر مرکزي وزير امین الله ګنډا پور 50زره روپۍ جرمانه کړی دی.

د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړی احمد کريم کنډي 30زره روپۍ او لطف الرحمان 10 زره روپۍ جرمانه کړی شوي دي.

ويل شوي په بنو کې مانيټرنګ افسر د بلدياتي ټاکنو د قاعدې په سرغړونه کولو د صوبې وزير شاه محمد خان 50زره روپۍ، د قومي اسمبلۍ غړی زاهد دراني 50زره روپۍ، او ورسره د صوبايي اسمبلۍ دوه نور ممبران، ملک شېر اعظم خان وزير او ملک پښتون يار خان هم 50، 50زره روپۍ جرمانه کړی شوي دي.

د بيان ترمخه د بنو مانټيرنګ افسر په سرغړونه کولو اپوزيشن ليډر اکرم خان دراني نن په 11 دسمبر دفتر ته بللی دی.

د ځايي ميډيا ترمخه د پېښور مانيټرنګ افسر د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بټو زرداري، د قومي اسمبلۍ غړي خورشيد شاه، قادر پټېل، وزیراعلا سيند مراد علي شاه او صوبايي وزیر سعيد غني هم 50، 50زره روپۍ جرمانه کړي دي.

ويل شوي دغو کسانو ته خبرداری هم ورکړی شوی که بيا يې د قاعدې سرغړونه وکړه پرضد به يې د نورو ګامونو پورته کېدو دپاره قضيې د ټاکنو کمېشن ته لېږلی شي.

په خېبرپښتونخوا کې په 19 دسمبر په 17 ضلعو کې بلدياتي انتخابات کېدل اعلان شوي دي.

په اتم دسمبر د پاکستان د ټاکنو کمېشن د خېبرپښتونخوا څانګې د وزیراعظم عمران خان په نوم خط ليکلی او په صوبه کې د بلدياتي ټاکنو د قاعدې يا ضابطه اخلاق د عملي کولو مشوره يې ورکړې ده. دغه خط د وزیراعظم د پېښور د سفر په مهال ليکل شوی وو.

د ټاکنو کمېشن په خط کې ويلي وو، "ستاسو (وزیراعظم) پام راګرځول کيږي چې په کومه علاقه کې ټاکنې کيږي، هلته د پرمختيايي کارونو اعلان نه شي کېدی".

په خط کې زیاته کړی شوې وه چې د ټاکنو د کمېشن د قانون ترمخه د ټاکنو د نېټې اعلان کېدو وروسته صدر، وزیراعظم، ګورنر، سپيکر، مرستيال سپيکر، يا د اسمبليانو چيرمېن، د سېنېټ مرستیال چيرمېن، مرکزي او صوبايي وزیران، د وزيراعظم او وزيراعلا مرستيالان او په عامو ولسي څوکيو ناست کسان نه شي کولی چې د ټاکنو د علاقې سفر وکړي او هلته پرمختيايي اعلان وکړي او د ټاکنو د کمپاين برخه جوړ شي.

ويل شوي که چرته يو څوک د هغه ضلعې سره تعلق لري چرته چې ټاکنې کيږي، هغه دغه ضلعې ته ورتلی شي خو په يو ډول سياسي هلو ځلو کې برخه نه شي اخستی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG