لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په جبري لادرکیو کې ککړو چارواکو سره دې حساب وشي،دملت پاله ګوندونو غوښتنه


پاکستان کې ملت پاله سياستمدارانو اؤ دپښتنو د حقوقو مبارزينو له قانون پرته په جبر دخلکو لادرکه کولو کې د ککړو چارواکو سره د حساب کولو او د هغوئ د ذمه وار ګرځولو غوښتنې کړي.

د بلوچستان نېشنل پارټۍ د خپلې ډلې مشر اختر مېنګل ویلي په نړۍ او پاکستان کې بشري حقونه د هغه چا وي چې پوستکی یې سپين او یا یې په تن خړه وردي وي.

دا غوښتنې په داسې حال کې شوي چې دنورې نړۍ په پرتله په پاکستان کې د ورکو بلوڅانو او پښتنو خپلوانو د بشري حقونو ورځ (ددسمبر۱۰مه)د احتجاجونو په ترڅ کې نمانځلې ده.

دپښتنو اؤ بلوڅانو دحقونو مبارزین وایي چې اوس هم دبلوڅانو اؤ پښتنو په سیمو کې دخلکو اساسي حقوق دپښو لاندې چقول کیږي.

دجمعې په ورځ اسلام اباد کې دبشري حقونو دنړیوالې ورځې په مناسبت دبلوچستان نیشنل ګوند (مینګل) لخوا دپټې المیې په نوم راجوړ کړل شوي سیمینار ته ددغه ګوند مشر اختر مینګل ویلي پاکستان کې دمحکومو قامونو څخه زیات ددې هیواد ایین مظلوم دی.

هغه دلادرکه کسانو د راخوشې کولو غوښتنه کړې اؤ ویلي یې دي په نړۍ اؤ‌ پاکستان کې بشري حقونه هغه څوک لري چې پوستکی یې سپین اؤ وردي یې خړه وي.

هغه وایي "له بده مرغه نه خو زمونږ پوستکي سپین دي اؤ نه په تن خړه وردي لرو"

دعوامي نیشنل ګوند مرکزي ویاند زاهد خان وي او ای ډیوه ته ویلي دا مهال دپښتنو په سیمو کې دبشري حقونو صورتحال تر ټولو زیات خراب دی.

هغه وایي په پاکستان کې ایین اؤ قانون شته اؤ که پوځي ادارې دخلکو په جبر بې درکه کولو کې لاس نه لري نو په ښکاره دې ووایي چې دبې درکه خلکو راپیدا کول دهغوئ د وس کار نه دی.

هغه وایي که چرې داسې نه وي نو بیا ښکاره خبره ده چې ادارې دخلکو په جبر دبې درکه کولو ذمه وارې دي.

د زاهد خان په وینا دلادرکه کیدو نه وروسته چې کوم خلک راپیدا کیږي اؤ کله خپلو کورونو ته راستانه شي نو هغوئ بیا له ویرې څه ویلی نه شي اؤ دا هم ښایي چې په دې کار کې ادارې لاس لري.

د لادرکه بلوڅانو دحقونو تنظیم وائس فار مسنګ بلوچ پرسنز د شمیرو ترمخه دا مهال هیواد کې شاوخوا ۳۵زره بلوڅان لادرکه دي.

پاکستان کې دبلوڅانو ، پښتنو اؤ بشري حقونو مبارزین په جبر دخلکو دلادرکۍ تورونه دهیواد دپوځ په استخباراتي شبکو پورې کوي خو پوځ دا تورونه وار په وار ردوي اؤ وایي کیدای شي دغه بې درکه خلک دبیلتون خوښو ډلو په لیکو کې شامل شوي وي.

پوځ دا دریځ هم وړاندی کوي چې کیدای شي یا خو دا خلک پوځ سره نښتو کې وژل شوي اؤ یا هم بیا افغانستان ته اوښتي وي.

په خیبر پښتونخوا کې د ورکو پښتنو دشمیرو راغونډونکی اؤ پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عالمزیب مسید وي او ای ډیوه ته وایي په پښتون میشته سیمو کې روزانه دخلکو اساسي حقونه دپښو لاندې چقول کیږي.

هغه وایي دپښتنو په سیمه کې په جبر دخلکو دلادرکه کولو اؤ‌ځورولو لړۍ اوس هم روانه ده.

هغه وایي دوئ سره د څلورو زرو پورې دداسې بې درکه تنانو شمیرې شته چې دهغوئ په هکله هیڅ معلومه نه ده چې چرته دي؟

دپاکستان دبشري حقونو مرکزي وزیرې شیرین مزاري تیره ورځ دبشري حقونو دنړیوالې ورځې په اړه خپل یو خپور کړي بیان کې ویلي وؤ چې پاکستان دبشري حقونو دتحفظ په لړ کې ګڼ شمیر پرمختګونه کړي دي.

په اسلام کې په جبر دبې درکه کسانو دمقدمو پیروي کوونکی وکیل کرنل ریټایرډ انعام الرحیم وي او ای ډیوه ته ویلي اوس خبره تر دې رارسیدلې ده چې دلادرکه تنانو پرضد پټ پناه مقدمې چلول کیږي اؤ هغوئ ته دلسو اؤ یوولسو کلونو دبند سزاګانې ورکول کیږي.

هغه وویل هیواد هرکله چې عدالت هم دیو تن دخوشې کولو امر وکړي اؤ ثابته هم شي چې بې درکه تن داستخباراتي شبکو سره دی اؤ دهغې باوجود هم دغه تن نه خوشې کړل کیږي نو دا یو ډیر خطرناک صورتحال دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG