لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکا کې توفان او بړبوکۍ لږ تر لږه 70 تنه مړه کړي او سلګونو کورونه یې نړولي


واشنګټن ـــ د امريکې په پينځه رياستونو کې توفانو لږ تر لږه 70 کسان مړه کړي او په سوونو کورونه يې ړنګ کړي دي، خو چارواکي تر دې هم د زیات ځاني او مالي زیان اندېښنه څرګندوي.

رپوټونه وايي‌ د خالي- شنبې په شپه د امريکې د کنټکي، ارکنسا، مېزوري ، النايې او ټېنسي ځل ځول او توندو هواګانو د کورونو چتونه اړولي او په يو شمېر ودانیو ونې ورپرېوتي دي.

د کنټکي ګورنر اېنډي بشير يو خبري کانفرنس کې ويلي توفانونو په مېفيلډ ښارګوټي کې د شمعو په يوه کارخانه کې د 50 نه زيات کسان مړه کړي او ويره يې څرګنده کړې د مړو او ژوبلو شمېره د سلو نه اوړېدلی شي.

ښاغلي اېنډي بشیر وویل بړبوکۍ د کنټکي تقریباً دوه سوه میله سیمه تباه کړې ده او پخپل ریاست کې یې دا په تاریخ کې تر ټولو سخته بوړبوکۍ بللې ده.

د امريکې صدرجوباېډن په يو ټويټ پېغام کې ويلي، ‌دی د دغو پينځه رياستونو د ګورنرانو سره په تماس کې دی او کوشش به کوي چې په دغو رياستونو کې د خلکو د ژغورلو امدادي کارونه په چټکتيا سره سر ته ورسېږي.

د یادونې وړ ده چې د 2020م کال په اپرېل کې هم زورورې بړبوکۍ په امریکا کې 26 کسان مړه کړي وو او په 2013م کال کې هم بړبوکۍ د دې هېواد شاوخوا 90 تنه مړه کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG