لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې په پولیسو برید،بنو نه دداعش اؤ القاعده دوه ترهګر نیول شوي


د خیبر پښتونخوا پولیس وايي بنو سیمه کښې د ترهګرۍ ضد پولیسو (سي ټي ډي) د ورانکارۍ پلان شنډ کړی اؤ دداعش او القاعده دوه ترهګر یې بارودي مواد سره نيولي دي.

بل خوا شمالي وزیرستان کې وسله والو د پولیسو په ګشتي پارټۍ برید کړی خو پولیس وایي دغه برید یې په شا تمبولی او کومه مرګ ژوبله یې نه ده اړولې.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان ددغه بريد ذمه واري منلې ده .

د خیبرپښتونخوا پولیسو په بیان کې ویل شوي بنو کې له نیول شوؤ ترهګرو نه چاودیدونکي توکي، پلاستیکي ریموټونه او د بیټرۍ لویې سیلونه ترلاسه شوي دي .

بیان کې ویل شوي دنیول شوؤ ترهګرو تعلق د القاعدې /داعش خیبر پښتونخوا سیمه ایز کمانډر اختر منیر عرف ولید عرف قاری عرف عرفان ډلي سره دی.

دبیان ترمخه په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو ته د نورنګ پوليس سټيشن په سيمه کښې د پټو ترهګرو معلومات ترلاسه شوي وؤ.

بیان کې راغلي چې داطلاع رسیدو سره سم په سمدستي توګه دترهګرۍ ضد پولیسو یوه ډله دې ځائ ته رسیدلې اؤ دکامیابو عملیاتو په ترڅ کې یې دوه مشکوک ترهګر نیولي دي۔

د نيول شويو ترهګرو پېژندګلي د عبدالله عرف ولي الله او نور صمد عرف اسد په نومونو شوې او دپولیسو په وینا له قبضې څخه یې يوه سپينه بورۍ هم ترلاسه شوې ده. چې پکې د ترهګرۍ سامانونه وؤ.

پولیسو ویلي د نيول شويو ترهګرو په ضد د تروريزم ضد قانون لاندې مقدمه درج شوې او پلټنې یې پيل کړې دي.

بل خوا دشمالي وزیرستان دپولیسو مشر عقیق حسین تاید کړه چې تیر ماښام د میر علي په ارمز سیمه کې وسله د پولیسو په ګشتي پارټې وسله وال برید کړی خو د څه زیان څخه پرته پولیسو په ځوابي کاروايي کې په شا تمبولی.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل دپولیسو ګشتي پارټي د افغانستان نه د راتلونکو کډوالو د څارنې لپاره د معمول په ګزمه وه چې د وړاندې نه پټو وسله والو لومړی پرې توغندی وداغلو او بیا یې ناتاره ډزې پیل کړې خو برید کې پولیسو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

د پولیسو مشر وویل دا ترهګریز برید ؤ او دبرید ورسته په زیات شمیر نور پولیس دپیښې ځائ ته رسیدلي او د لټونې عملیات پېل کړی شوي او ټوله علاقه یې په ګیره کې اخستې ده.

لاقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ددغه بريد ذمه واري منلې ده.

تر دې یوه ورځ وړاندې هم په ټانک سیمه کې د وسله والو په برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی ؤ چې ددغه برید پړه هم ټي ټي پي پغاړه اخستې وه.

ټي ټي پي د دغه بريد ذمه واري په داسې حال کې منلې چې يادې ډلې درې ورځې وړاندې د حکومت سره د يوې مياشتې د ډز بندۍ ختمولو ويلي دي.

په نهم دسمبر ناوخته مطبوعاتو سره په شريک کړي بیان کې ټي ټي پي تور لګولی چې حکومت ورسره کړې معاهده نه ده پوره کړې.

پاکستان په رسمي ډول د ټي ټي پي تور ته غبرګون نه دی ويلی، خو له دې وړاندې يې د يوې مياشتې د اوربند خبره کړې وه او د اطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چودري ويلي وؤ د ټي ټي پي سره د پاکستان د ايين لاندې مذاکرات کولی شي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG