لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منظور پشتین:دترهګرۍ ختمولو پځائ ریاست ترهګرو سره مذاکرات کوي


منظور پشتین تور ولګولو چې دترهګرۍ ختمولو پځائ دپاکستان ریاست کله ترهګرو سره مذاکرات کوي ، کله د” ګډ” اؤ کله د”بیډ” نوم ورکوي خو بل طرفته چې دپښتنو وژنې روانې دي هغې ته هیڅ پام نه ګرځول کیږي.

دپښتون ژغورنې غورځنګ دافغانستان اؤ پاکستان په پښتون میشتو سیمو کې ددایمي امن دټینګښت غوښتنه کړې اؤ وایي دیو سازش لاندې دپښتنو په سیمو کې ملکي وګړي وژل کیږي.

د اتوار په ورځ ټانک کې دپي ټي ایم له لوري راجوړې شوې یوې درنې ولسي جلسې ته خپله وینا کې ددغه تحریک مشر منظور پشتین ویلي چې د افغانستان اؤ دپاکستان دننه دپښتنو په سیمو کې ناامني په دایمي توګه دوامداره ده اؤ هره ورځ دلته بېګناه خلک وژل کیږي اؤ په جبر لادرکه کولی شي.

منظور پشتین تور ولګولو چې دترهګرۍ ختمولو پځائ دپاکستان ریاست کله ترهګرو سره مذاکرات کوي ، کله د” ګډ” اؤ کله د”بیډ” نوم ورکوي خو بل طرفته چې دپښتنو وژنې روانې دي هغې ته هیڅ پام نه ګرځول کیږي.

هغه وویل دا مهال افغانستان کې هم دیو پلان لاندې هغه افغانان وژل کیږي چې په تیر حکومت کې یې دندې لرلې اؤ باید ددغو افغانانو اؤ دهغوئ دکورنیو دتحفظ لپاره نړیواله ټولنه رغنده ګامونه پورته کړي.

په دې وروستیو کې دبشري حقونو نړیوال سازمان خپل یو رپورټ کې ویلي وؤ چې طالبانو دخپل حکومت له جوړولو وروسته دعامې بخښنې داعلان باوجود هغه تر سلو زیات افغانان وژلي چې په تیر حکومت کې یې دندې ترسره کولې.

دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا رپورټ دحقیقت څخه لرې اؤ دطالبانو دبدنامولو یوه هڅه بللې وه اؤ ویلي یې وؤ دوئ خپلو مخالفینو ته عامه بخښنه اعلان کړې ده اؤ په هیچا جبر اؤ زیاتی نه کوي.

منظور پشتین وایي دامهال افغانستان کې عام ولس دسختو کړاؤنو سره مخ دی اؤ نړیواله ټولنه دې افغانستان کې دیو بشري ناورین مخنیوي لپاره دغه هیواد کې دخپلو مرستو لړۍ پیل کړي.

دجلسې په مهال دبې درکه کسانو عکسونه دهغوئ کورنیو پورته کړي
دجلسې په مهال دبې درکه کسانو عکسونه دهغوئ کورنیو پورته کړي

دپي ټي ایم دې جلسې ته په زیات شمیر کې دبې درکه کسانو خپل خپلوان هم ورټول شوي وؤ چې پکې میرمنې اؤ ماشومان هم شامل وؤ اؤ هغوئ په لاسونو کې دخپلو کورنیو دلادرکه غړو عکسونه پورته کړي وؤ.

منظور پشتین په جبر دلادرکه کړل شوؤ کسانو په اړوند خپله وینا کې وویل ترڅو چې دغه لادرکه پښتانه خپلو کورونو ته بېرته نه وي ستانه شوي ترهغې به پي ټي ایم په ارام نه کښیني اؤ دهغوئ لپاره به خپل غږ په زغرده پورته کوي.

دپي ټي ایم یو فعال اؤ دبې درکه کسانو دپاره غږ پورته کوونکی عالمزیب مسید وایي دوئ سره دداسې څلورو زرو کسانو نومونه ثبت دي چې هغوئ په جبر بې درکه کړل شوي اؤ هیڅ نه ده معلومه چې دامهال چرته اؤ چا سره دي.

پاکستان کې دبلوڅانو ، پښتنو اؤ بشري حقونو مبارزین په جبر دخلکو دلادرکۍ تورونه دهیواد دپوځ په استخباراتي شبکو پورې کوي خو پوځ دا تورونه وار په وار ردوي اؤ وایي کیدای شي دغه بې درکه خلک دبیلتون خوښو ډلو په لیکو کې شامل شوي وي.

پوځ دا دریځ هم وړاندی کوي چې کیدای شي یا خو دا خلک پوځ سره نښتو کې وژل شوي اؤ یا هم بیا افغانستان ته اوښتي وي.

منظور پشین اندېښنه وښودله چې پارلیمان ته اوس یوه قانوني مسوده راوړل کیږي چې دهغې له مخې که دبې درکه کسانو کورنۍ ثابته نه کړي چې دهغوئ خپل خپلوان ادارو سره دي نو هغوئ ته به سزاګانې ورکول کیږي اؤ جرمانې به پرې هم لګولی شي.

پشتین وویل دا قانوني مسوده دوئ ته دمنلو وړ نه ده اؤ دوئ به دبې درکه کسانو ترموندنې اؤ خوشې کیدو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.

هغه بلوچستان کې دپیل شوي ولسي پاڅون سره هم خپل پیوستون وښودلو اؤ وئ ویل چې ترڅو دبلوچستان بې وزله خلک په احتجاج اخته وي دوئ به یې ترڅنګ کلک ولاړ وي .

هغه خپله وینا کې د پي ټي ایم دبندي مشرانو اؤ فعالینو دخوشې کولو غوښتنه وکړه اؤ وئ ویل چې ددغو کسانو د بندي کولو په ضد اؤ دپښتنو دحقونو غوښتو لپاره به خپله راتلونکې جلسه په کراچۍ کې کوي اؤ که بیا هم علي وزیر اؤ دپي ټي ایم نور بندیان خوشې نکړی شول نو دوئ به دسندهـ اسمبلۍ مخې ته لس ورځنی احتجاجي پرلت پیلوي.

منظور پشتین وویل دکراچۍ نه به دوئ بیا اسلام اباد ته خپل لاریون پیلوي اؤ په پښتون میشت سیمو له تیریدو ورسته به ځانونه احتجاج لپاره اسلام اباد ته رسوي.

جلسې ته پخپله وینا کې دپي ټي ایم یو بل مخکښ مشر نظیف لاله دنړیوالې ټولنې نه غوښتنه وکړه چې افغانستان کې باید دطالبانو حکومت په رسمیت ونه پیژني.

هغه وویل افغانانو چې په تیرو شلو کالو کې کومې لاسته راوړنې کړې وې هغه طالبانو په زوره قبضه کړي اؤ دافغانانو نه یې دهغوئ ټول جمهوري اؤ انساني حقونه تروړلي دي.

خو هغه بیا په نړیواله ټولنه غږ وکړو چې دافغانستان روان وضعیت کې باید دافغانستان جګړه ځپلی ولس یوازې پرې نه ږدي اؤ په خلاص مټ ورسره بشري مرستې وکړي

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG