لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مولانا اشرفي:دمذهب دسپکاوي قانون به اوس دعبث تور لګوونکو په ضد هم کارولی شي


پاکستان کښې دمذهب دسپکاوي د ناسمو تورونو په نتیجه کې دزیاتیدونکي تشدد اؤ د خلکو د وژل کیدو له پيښو وروسته حکومت وایي دهغه چا پرضد به هم دمذهب دسپکاوي دقانون لاندې ګامونه اخستل کیږي چې د ذاتي ګټو د پاره ددې قانون څخه ناوړه استفاده کوي.

دا فیصله وروسته له هغې شوې چې په دې وروستیو کې دمذهب دسپکاوي د تور په اساس دپنجاب سیالکوټ ښار کښې یو سري لنکن وګړی دیوې کارخانې دپاریدلو مزدورانو لخوا تر وژلو وروسته وسوځول شو.

دسريلنکا حکومت هم د پاکستان ریاست نه ددې پيښې دمرکزي مجرمانو پر ضد د سختو ګامونو اخستو غوښتنه کړې ده.

د مذهبي همغږۍ په هکله د وزیراعظم عمران خان سلاکار مولانا طاهر اشرفي لاهور ښار کښې د عیسایيانو مشرانو سره له لیدنې وروسته خبري کانفرنس ته ویلې دي له بده مرغه پاکستان کښې دمذهب دسپکاوي په تور سیالکوټ ښار کښې یو سري لنکن وګړی وژل شوی اؤ اوس حکومت اؤ ریاستي ادارو فیصله کړې ده چې هر څوک د ذاتي ګټو د پاره دمذهب د سپکاوي دقانون نه ناوړه استفاده کوي دهغه پرضد به هم ددې قانون لاندې ګامونه اخستی شي.

د وي او ای ډیوه ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا دبېځایه تور لګوونکي په ضد به د کارروایۍ لپاره دې قانون کښې څه ترمیم کولې شي؟ د طاهر اشرفي وینا وه چې د ترمیم ضرورت په دې کې نشته .

هغه وویل وړاندې نه د مذهب دسپکاوي قانون کښې دا خبره شامله ده چې څوک ذاتي ګټو د پاره په چا دمذهب دسپکاوي بیځایه تور لګوي، دهغه پرضد به کارروایي کیږي.

د عیسوي ټولنې یو مشر بشپ جان مارشل دې خبري کانفرنس ته ویلې دي چې د مذهب دسپکاوي دناسم تور په اساس سیالکوټ ښار کښې د یو سري لنکن وګړي وژنه وړومبۍ پیښه نه ده بلکې دې نه وړاندې هم یو شمیر پاکستان کې دناسمو تورونو پسر وژل شوې دي .

هغه وویل ددغه شان پيښو مخنیوي د پاره چې کله د قانون سازي خبره کیږي نو بیا حکومت اقلیتونه په اعتماد کښې نه اخلي اؤ نه ورسره مشاورت کوي.

بشپ جان مارشل وايي، په زوره د مذهب بدلولو قانون د حکومت لخوا رد کول ددې لویې مثال دی.

دپاکستان داسلامي نظریاتي کونسل مشر ډاکټر قبله ایاز وایي دمذهب د سپکاوي دقانون ترمخه د چا لخوا دلګول شوي عبت تور له امله چې څوک وژل کیږي نو بیا عدالتونه ناسم تور لګوونکي ته هم د مرګ سزا اورولی شي.

ډاکټر قبله ایاز وايي زر به داسلامي نظریاتي کونسل یوه مهمه غونډه وشي چې پکې به ددې خبرې جاج اخستل کیږي چې څنګه باید ددې قانون دناسم استعمال مخه ونیول شي.

پاکستان کې دمذهب دسپکاوي دجرم سزا په قانوني توګه تیزندي ده اؤ تر اوسه عدالتونو یو شمیر خلکو ته دا سزا اورولې هم ده خو چرته پرې عمل نه دی شوی البته دتندروه فکر لرونکو خلکو لخوا داسې ډیر خلک پخپل سر وژل شوي دي په چا چې د مذهب دسپکاوي تورونه خو لګول شوي وي خو جرم پرې نه وي ثابت شوی.

دپاکستان عدالتونو داسې ډیر خلک د لسو اؤ شلو کالو دبند نه وروسته خوشې کړي په چاچې د مذهب دسپکاوي تورونه لګول شوي وي خو دغه تورونه پرې بیا وروسته په محکمو کې ثابت شوي نه وي.

دبشري حقونو فعالین وايي دې نه ښکاره ده چې دلته خلک د ذاتي ګټو د پاره د مذهب د سپکاوي ‌قانون په ناسمه توګه کاروي.

پاکستان کښې تراوسه دمحکمو لخوا داسې یو تن ته هم سزا نه ده اورول شوې چا چې په بل تن د مذهب سپکاوي ناسم تور لګولی وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG