لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اسلام باد هايکورټ: د خلکو په زوره بې درکه کولو ذمه وار حکومتي مشران دي


د پاکستان د اسلام اباد هايکورټ ويلي، د خلکو په زوره د بې درکه کولو زمه وار حکومتي مشران دي او ولې نه چې په حکومتي مشرانو يا چيف اېګزېکټيو باندې ارټيکل شپږم يا د غدارۍ مقدمه ولګول شي.

دغه خبره نن د ګل/ دوشنبې په ورځ (13دسمبر) د اسلام اباد هايکورټ مشر قاضي اطهر من الله د بې درکه صحافي مدثر نارو د قضيې د اورېدنې په مهال کړې ده.

جسټس اطهر من الله ويلي، د خلکو په زوره بې درکه کولو ذمه وار حکومتي مشران دي او ولې نه د حکومتي مشرانو يا چیف اېګزېکټیو باندې آرټیکل شپږ ولګولی شي.

د پاکستان د ايين ترمخه آرټیکل شپږ د غدارۍ ماده ده.

له دې وړاندې اسلام آباد هايکورټ امر کړی وو چې په کال 2018 کې د خېبرپښتونخوا د کاغان څخه بې درکه شوی صحافي مدثر نارو دې عدالت ته وړاندې کړی شي خو عدالت ته حکومتي وکیل یا اټارني جنرل ويلي دي په نهم دسمبر وزیراعظم عمران خان د مدثر نارو د کورنۍ سره ملاقات کړی دی او دوي نه دې پوهه چې مدثر نارو داسې څه کار کړی وو چې بې درکه کړی شوی دی.

په ځواب کې جسټس اطهر من الله ويلي دي د ریاست دننه د بل ریاست وجود نه شو برداشت کولی او ریاستي مشران د خلکو د بې درکه کولو ذمه وار دي.

چيف جسټس ويلي چې ولې نه د شرم یو ځای یا هال آف شېم جوړ کړو او د دې ټولو مشرانو عکسونه پکې ولګوو.

اټارني جنرل ويلي، په پاکستان کې چې حکومتي مشران کله ریټايرډ شي نو په فخر کتابونه لیکي اووایي چې څنګه یې خلک بې درکه کړي وو.

د پاکستان پخواني پوځي صدر مشر پرویز مشرف په خپل کتاب کې منلي وو چې ریاستې ادارې د خلکو په زوره بې درکه کولو کې لاس لري.

اټارني جنرل دا خبره هم کړې ده د ډیرو ناروغو علاج د عدالتونو سره نه وي او په ایران کې دغه شان په زوره د خلکو په بې درکه کولو باندې خلک بهر راوتي وو که چري په پاکستان کې هم خلک راووځي نو مسله حل کیدې شي.

په ځواب کې چيف جسټس ويلي، که که چرته د خلکو په زوره بې درکه کوونکي مالوم شي نو بیا عدالت سره هم د دوي علاج موجود دی.

په عدالت کې يو وکیل، کرنل (ر) انعام الرحیم چې خپله هم يو ځل امنيتي ادارو نيولی وو، ويلي يې دي د خلکو په زوره بې درکه کولو ذمه وار وزیراعظم او د هغه کابینه ده.

وروسته وي او اې ډیوه سره خبرو کې انعام الرحیم وويل، چې عدالت کې د حکومت دا دریځ وي چې بې درکه تنانو په مامله به زر قانون جوړوي خو حکومت لخوا مجوزه قانون کې دا خبره هم شامل ده که چري څوک د يو بې درکه تن پحقله شکایت کوي نو ورباندې به لازم وي چې د هغه بې درکي هم ثابت کړي که نه کوي نو بیا به هغه ته هم سزا مېلاويږي، نو د دې خو ښکاره دا مطلب شو چې نه به څوک شکایت کوي او نه به ریاست مني چې څوک بې درکه دي.

عايشه مسعود جنجوعه چې د بې درکه تنانو د مالومولو او خوشي کولو دپاره مبازره کوي، وايي چې د وزیراعظم لخوا يواځې د مدثر نارو د کورنۍ سره ملاقات د مسلې حل نه دی دلته د زرګونو په شمېره پښتانه، بلوڅان او سندیان بې درکه دي، د هغوي تپوس به څوک کوي.

د راولپنډي اسلام آباد يونین آف جرنلسټس لخوا حنیف الرحمان وايي په پاکستان کې سیکورټي ادارې يا خو نېغ په نېغه صحافیانو بې درکه کولو کې لاس لري او يا بیا د سیکورټي ادارو په فشار حکومت د دوي پرضد کاروايي کوي.

په پاکستان کې اکثر له په پوځ دغه تور لګي چې د خلکو په زوره بې درکه کولو کې لاس لري خو پوځ دغه تورونه ردوي او وايي ډیر بې درکه تنان هغه دي چې په ترهګر تنظیمونو کې شامل شوي دي.

XS
SM
MD
LG