لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې نن د پوليو ضد څاڅکو کمپاين پېل شوی


په بلوچستان ايالت کې هم نن د ګل/دوشنبې په ورځ (13دسمبر) د پوليو ضد د کال اخرنی کمپاين پېل شوی، او په ټولو ضلعي مرکزونو کې د کمپاین پرانسته شوې او ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شوي دي.

د بلوچستان ايالت د پوليو د مخنیوي پروګرام اي او سي مشر حميدالله ناصر په وينا په دغه کمپاين کې به شاه خوا تر 23 لکه ماشومان ويکسين کيږي، او ماشومانو ته به د وټامن ای څاڅکي هم ورکولی شي.

د اي او سي د مشر په وينا د ياد کمپاين دپاره 11زره 80 ټيمونه جوړ کړی شوي چې کور په کور به ګرځي او کمپاين به کوي.

چارواکو ويلي د پوليو ټيمونو د ساتنې دپاره پوليس، ليويز او اېف سي ځواک سرتيري په ځای کړی شوي او بې د امنیتي سرتيرو به ټيمونه کومې سيمې ته نه لېږل کيږي.

د قلعه سيف الله ضلعې مرستيال کمشنر حافظ محمد قاسم وي او اې ډيوه ته وويل چي تير کال په سيف الله کې د پوليو يوه پېښه مخې ته راغلې وه، او سږ کال یوه پېښه هم نه ده رپورټ شوې خو بیا د پوليو کمپاين دپاره ټول انتظامات مکمل کړی شوي دي.

د بلوچستان ايالت يوه بله ضلع ډيره بګټي چې د سيند ايالت سره پر پوله پرته ده، د دغه ضلعې د کمپاين مشر ډاکټر ګل محمد بګټي وويل چې په دغه ضلع کې د ناامنۍ باجود هم کور په کور کمپاين روان دی.

په بلوچستان ايالت کې د پوليو ضد څاڅکو کمپاين په داسې حال کې روان کړی شوی چې په خېبرپښتونخوا کې د کمپاين په مهال د ټيمونو په ساتنه مامورو امنیتي سرتيرو باندې وژونکي بريدونه شوي دي.

د بلوچستان چارواکي وايي، حالاتو ته په کتو په صوبه کې د پوليو ټيمونو دپاره کلک امنيتي انتظامات شوي دي، چې ټيمونه کور په کور وګرځي او ټولو ماشومانو ته د پوليو څاڅکي ورسوي.

د چاوراکو په وېنا که چرته په صوبه کې د پوليو څاڅکو څخه څوک انکاري کسان وي، د علماو د لارې به دغه خلک قانع کولی شي چې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG