لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راو انوار د نقيب مسيد د وژنې د پېښې په ځای موجود وو، تحقيقاتي افسر


د جنوبي وزيرستان سره تعلق لرونکي نقيب مسيد د وژنې په قضيه کې پخواني تحقيقاتي پوليس افسر عدالت ته ويلي، په پلټنو کې مالومه شوې چې راو انوار د نقيب مسيد د وژنې په وخت هلته په موقع موجود وو.

د نقيب مسيد د وژنې د قضيې اورېدنه په 14 دسمبر د کراچۍ د ترهګرۍ ضد عدالت کې شوې، او د مقدمې پخواني تحقيقاتي پوليس افسر (اېس اېس پي) ډاکټر رضوان عدالت ته مخامخ شوی او د ګواهۍ بیان يې ریکارډ کړی دی.

د اورېدنې وروسته د نقيب مسيد د کورنۍ وکيل صلاح الدين پهنور ميډيا سره په خبرو کې ويلي، د ډاکټر رضوان د ګواهۍ بيان ډېر مهم وو، او پوليس افسر عدالت ته وويل چې د ټيلي فون کال ريکارډ او فارنزک معاينو څخه مالومه شوې چې راو انور د نقيب مسيد د وژنې د پېښې په ځای هلته موجود وو.

تحقیقاتي افسر عدالت ته دا هم ويلي چې د کال 2018 د جنورۍ په څلورمه، پينځمه، اتمه او نهمه نېټه راو انوار د نوې سبزۍ منډۍ تاڼې ته هم ورغلی چرته چې نقيب او هغه سره نور کسان په غېر قانونه توګه بندي کړی شوي وو.

د نوموړي وکيل په وېنا ډاکټر رضوان عدالت ته په خپل بيان کې دا هم وويل چې د راو انوار سره نور پوليس والا شکیل فېروز، اظهر او امان الله مروت د پېښي یوه ورځ وړاندې د پولیسو په موبایل کې د پېښې ځای ته ورغلي وو.

عدالت بيا د تحقيقاتي افسر په بيان د جرحې دپاره د راو انوار وکیل په درېمه جنورۍ عدالت ته بللی او قضيه ځنډول شوې ده.

د نقیب مسيد د کورنۍ وکيل وايي په دغه قضيه کې نورو ګواهانو ته دهړکې ورکړی شوي او ځينې پکې د خپلو بيانونو هم په شا شوي دي.

نقيب مسيد او هغه سره درې نور کسان د کال 2018 د جنورۍ په 13 نېټه د کراچۍ په شاه لطيف ټاون سيمه کې په يوه پوليس مقابله کې وژل شوي وو، د هغه وخت د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليسو مشر راو انوار دعوه کړې وه چې په مقابله کې يې ترهګر وژلي دي.

خو وروسته د پوليسو خپلې ګډې پلټنيزې کمېټۍ دغه مقابلې ته جعلي ويلي وو.

د نقيب مسيد د وژنې د پېښې وروسته په کراچۍ کې احتجاجي پرلت پېل شوی او بيا په راو انوار او د هغه سره د 25 کسانو پرضد د نقيب مسيد د وژنې مقدمه جوړه کړی شوې وه.

په ياده مقدمه کې راو انوار سره د پينځه کسانو په ضمانت خوشی دی، او د نقيب مسيد د کورنۍ د وکیلانو په وېنا په مقدمه کې13 کسان بنديوان او اووه مفروران دي.

امریکې د کال 2019 په دسمبر کې راو انوار د بشري حقونو د سرغړونو په نوملړ کې اچولی او ویلي يې وو،

"راو انوار چې د کراچۍ د ملير ضلعې د پوليس مشر وو هاغه وخت د پولیس د جعلي مقابلو زمه وار وو، هغه په 190 پوليس مقابلو کې ککړ پاتې شوی چې پکې يې د نقيب الله مسيد په ګډون 400 کسان وژلي دي".

راو انوار د امریکا تورونه رد کړي خو په پاکستان کې د بشري حقونو کار کوونکو د امريکا دغه ګام ستايلی وو.

په دسمبر 2020 م کې برتانیه هم د بشري حقونو د سرغړونو په سر په راو انوار سفري او اقتصادي بنديزونه لګولي وو.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG