لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د علي وزیر قضيې بيا وځنډول شوې، په بله مقدمه کې بنو ته بوتلل کیږي، وکیل  


د جنوبي وزیرستان نه د قومي اسمبلۍ غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ علي وزیر پرضد په دوه عدالتونو کې روانو قضيو اورېدنې وشوې په دواړو کې نېټې ورکړل شوې، او د خېبرپښتونخوا پوليس يې په بله مقدمه کې بنو ته بوځي.

د علي وزیر وکیل قادر خان اېډوکېټ نن د نهې/ سه شنبې په ورځ (15دسمبر) وي اې او ډیوه سره په خبرو کې وويل، د علي وزير په دوه قضيو کې اورېدنې وشوې، د کراچۍ د ترهګرۍ ضد لسم نمبر عدالت کې يې په کال 2018 کې په جوړه مقدمه کې د ضمانت په خواست اورېدنه وشوه او عدالت پکې بله نېټه 28 دسمبر ورکړه.

په ياده قضيه کې په علي وزیر فرد جرم لګول شوی دی.

قادر خان اېډوکېټ وویل د ترهګرۍ ضد په 12 لسم نمبر عدالت کې د علي وزير پرضد د هغې قضيې اورېدنه وشوه کومه مقدمه چې د پي تي اېم د مشرانو پرضد د کال 2020 د دسمبر په مياشت کې د کراچۍ په سهراب ګوټ تاڼه کې درج شوې وه.

په ياده قضیه کې سپريم کورټ د علي وزیر ضمانت منظور کړی دی.

د هغه وکیل وايي په دغه قضیه کې نن د مدعي ګواه بيان وو، هغه عدالت ته حاضر شوی وو خو ناروغه وو، ځکه عدالت دغه قضيه د 20 دسمبر پورې وځندوله.

د نوموړي په وېنا په 13 دسمبر د بنو پولیسو عدالت ته خواست کړی وو چې د بنو د عدالت نه يې اجازه غوښتې او دوی علي وزیر په بله مقدمه کې بنو ته ته بوتلل غواړي.

قادر خان وايي علي وزیر چې بنو ته بوتلل شي په کراچۍ کې د هغه پرضد جوړو مقدمو اورېدنې به د ويډیو لنک د لارې کولی شي.

د پي ټي اېم مشر منظور پشتين د علي وزیر د قضيو د اورېدنې په اړه ويلي، د سپريم کورټ د فېصلې باوجود د علي وزیر دپاره مشکلات پېدا کولی شي. د علي وزير او نورو ملګرو دپاره به پي ټي اېم مزاحمت روان ساتي.

علي وزیر د تیر کال د دسمبر د مياشتې راهسې د پي ټي اېم د مشرانو پرضد جوړه مقدمه کې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندي وو په کومه مقدمه کې چې سپريم کورټ د هغه ضمانت منظور کړی خو اوس هغه د کال 2018 په مقدمه کې بنديوان دی او د قضيه کې يې د ضمانت په خواست اورېدنه روانه ده.

په بنو کې د پي ټي اېم وکیل شعېب سدوزۍ وايي، د بنو پولیس چې د کراچۍ د عدالت نه علي وزير په کومه مقدمه کې غوښتی دغه مقدمه د شمالي وزیرستان په ميرانشاه تاڼه کې درج شوې او يواځې علي وزیر پکې نومول شوی وو.

د ميرانشاه تاڼې وي او اې ډیوه ته تاييد کړې چې د علي وزیر پرضد د کال 2020 د نومبر په 15 نېټه مقدمه درج کړی شوې وه چې پکې د هغه پرضد د لوډسپيکر د غلط استعمال او رياست پرضد وېنا مادې لګول شوي دي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG