لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ټانک: د پي ټي اېم د مشرانو پرضد مقدمه درج شوې


د ټانک پوليسو د پي ټي ایم د مشرانو پرضد مقدمه درج کړې چې د ولسي غونډې پر مهال یې د ریاستي ادارو پرضد د خلکو راپارولو، د شر او د کرکې نه ډکې وېناګانې کړي دي.

په مقدمه کې ویل شوي د پي ټي اېم د 12 دسمبر د ولسي غونډې پرمهال د غورځنګ مشرانو د رياستي ادارو پرضد د سپکاوي او کرکې ډکې وېناګانې کړي دي.

په ټانک کې په 12 دسمبر پي ټي اېم يوه ولسي غونډه کړې وه چې پکې د سیمې نه په لويه شمېره کې خلکو ګډون کړی وو.

غونډې ته په وېنا کې د پي ټي اېم مشرانو د پاکستان په قامي پارلیمان کې د جنوبي وزیرستان نه د پارلیمان منتخب استازي او د غورځنګ مخکښ مشر علي وزير، ادریس خټک، حنیف پښتین او نورو بندیوان غړو د خوشي کېدو سره د بې درکه کسانو معلومولو غوښتنه کړې وه.

دوی ويلي وو په افغانستان او پاکستان پښتون مېشته سيمو کې دې تلپاتې امن په ځای کړی شي.

دغه غونډې ته چې د پاکستان د بشري حقونو د خېبرپښتونخوا سازمان مرستیال مشر اکبر خان ورغلی، وي او اې ډیوه سره په خبرو کې يې ويلي وو، په دغه غونډه کې د عدم تحفظ يا امنيت د نشتوالي غوښتې وشوې چې د دې اجازه ایین او قانون هم ورکوي.

ياده مقدمه په 12 دسمبر د ټانک سټي په تاڼه کې درج کړی شوی ده.

په مقدمه کې ویل شوي چې د 3000 نه 4000 پورې کسان راټول شوي او د اتو کسانو پضد مقدمه درج شوې ده .

ویل شوی د درې کسانو زوهیب، ندیم او عین الله په ا انتظام دا غونډه راجوړه کړې شوې او د غورځنګ مشر منظور پشتین، حضرت نعیم عرف ګیلن، مصطفی پشتین، رحمت شاه، اعجاز، شهزاد وزیر، شاهد شیراني او مولانه زینت الله وؤلسي غونډې ته د امنیتي ادارو، پوځ، عدلیه او نورو ادارو پضد د سپکاوي ، کرکې او د شر نه ډکه او ناوړه ژبه کارولې ده، او د (پاکستان پوځ ته يې ترهګر) ويلي او نعرې يې لګولې ځکه د دوی پرضد د تعزيرات پاکستان د مادو121-123A-153A-148-149-506-16MPO لاندې مقدمه درج شوې ده.

وي او ای ډیوه د مقدمې د نورو جذياتو په اړه د ټانک پولیسو مشر سره د رابطې هڅه کړې خو هغوی ځواب نه دی کړی او نه يې د چا د نيولو په اړه څه ویلي دي.

د پیښور بار وتلي وکیل شهاب خټک وویل 16mpo مقدمه د ریاستی املاکو ته زیان رسولو لپاره د خلکو راپارول دي.

دا مقدمه هغه وخت لګول کیږي کله چې قهرجن خلک کومې ودانۍ یا نورو املاکو ته د زیان اړولو اندیښنه وي.

هغه وویل پي ټي ایم خو پرامنه طریقه احتجاحي غونډې کوي او د امن غوښتنه کوي چې د دوی ايیني او قانونی حق دی.

هغه وویل دا نورې مقدمې د بغاوت او د غدارۍ دي خو په پرامنه احتجاج کونکو دا مقدمې درج کول د ايین سر غړونه او د رايې د اظهار ترړول دي.

هغه زیاته کړه د دوی پرضد د تسلسل سره دا مقدمې درج کیږي چې وروسته بیا د ثبوت نه لرلو په وجه يې عدالتونه ختم کړي.

شهاب خټک وویل دا مقدمې د دې لپاره لګول کیږي چې د څه مودې لپاره دا خلک خاموشه کړي او زياته يې کړه دا د انګریز د وخت مادې دي او د دې اهمیت اوس ختم شوی دی.

د پي ټی ایم د صوبې کور کمیټې غړی شاه فیصل غازي وايي د دوی پرضد مقدمې جوړېدل نوې خبره نه ده، له دې وړاندې هم د دوی پرضد د قتل او د ترهګرۍ د مادو لاندې مقدمې جوړې شوي دي، خو دوی په عدالتونو کې د مقدمو مقابله کړې او بري شوي دي.

هغه وویل دوی د بې درکه شوي کسانو د معلومولو او د ناامنې د مخنوي غوښتنه کوي خو د ايین او قانون سرغړونه په خپله حکومتي مامورین کوي او د دوی د غوښتنو پرضد د سرغړونې قانون د دوی د غلي کولو دپاره کارول کیږي.

حکومت د دوی غوښتنې سمې بولي خو وايي رویه یې سمه نه ده. د پاکستان پوځ وړاندې د پي ټي اېم پرضد تور لګولی چې په دوی د هند او افغانستان نه مرستې ترلاسه کوي. خو پي ټی ایم بیا بیا دغه تورونه رد کړي اود تورونو د پلټونو غوښتنه يې کړې ده.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG