لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دمرکز لخوا دصوبو دپرمختیایي پنګو په ودرؤلو مخالف ګوندونه اندېښنې ښایي


پاکستان کې بیلابېلو حکومت مخالفه ساسي ګوندونو د مرکزي حکومت لخوا صوبو ته د ورکړل کيدونکو پرمختیایي پنګو دایسارولو غندنه کړې او دا يې يو غېر ایيني عمل بللی دی۔

دپاکستاني مطبوعاتو ترمخه وفاقي حکومت پريکړه کړې چې دمالي مشکلاتو له امله يې صوبو د ترقياتي پروژو د پاره ورکړل کيدونکو فنډونو د ودرولو پريکړه کړې ده۔

دپاکستان پيپلز پارټۍ سینیټرې شيري رحمان خپل يو ټویټ کې ليکلي د وفاقي حکومت لخوا دصوبو دپرمختیایي پروژو دپاره پېسې ودرول غېر اییني او د اندېښنې خبره ده،

نوموړې زياته کړې د وسیلو د کمي ذمه وار مرکزي حکومت دی، صوبې نه دي، مرکزي حکومت غواړي چې خپل مالي بوج په صوبو ورواچوي او د خپلو ایيني ذمه داريو نه لاس په سر شي۔

د پاکستان پيپلز پارټۍ سینیټر بهرمند تنګي وایي دسندهـ پشان صوبه د پاکستان معيشت کې مهم رول لوبوي او د وفاق لخوا د ترقياتي فنډونو بندول به د وړو صوبو دمحرومۍ احساس نور هم زيات کړي.

پاکستاني مطبوعات وایي مرکزي حکومت دا پريکړه د مرکزي ترقياتي ورکنګ پارټۍ غونډه کې کړي ده۔

ډان ورځ پانې ته يو چارواکي ويلي وفاقي حکومت اوس غواړي چې صوبو ته ورکړل شوې دشپاړسو وزارتونو پروژې دې اوس صوبې په خپل مالي مصرف سر ته رسوي،

ډان ورځپاڼې ددغه چارواکي له خولې لیکلي چې ۳۳۱ داسې پروژې روانې دي چې د صوبایي نوعيت دي او د يو ټريلين روپو نه زيات مصرف پرې کيږي په کوم چې ۳۴۵ بيلينه د وړاندې نه مصرف شوي دي او اوس پکار ده چې صوبې دې ته خپله مالي سرچينې برابر کړي۔

خو د جماعت اسلامي سینیټر مشتاق احمد وایي وفاق صوبو ته د ګېس، بجلۍ او نورو مدونو کې پېسې په وخت او پوره نه ورکوي او ددې ترڅنګ چې کوم وزارتونه د اتلسم ترميم نه وروسته صوبو ته سپارل شوي هغې د زياتره وسایل لا هم د مرکز سره دي نو که وفاق دغه هر څه صوبو ته د ایین سره ورکړي بيا ممکن ده چې صوبې خپلې ترقياتي منصوبې پخپله پرمخ یوسي.

د جماعت اسلامي د صوبایي اسمبلۍ غړي عنايت الله خان ډيوه ته وويل دې پنګو ودرولو سره به وړو صوبو کې روان ترقياتي کارونه ډير اغيزمن شي اوپه ځانګړي توګه خېبر پښتونخوا چرته چې زيات کارونه د وفاق په مالي مرسته روان دي، به زیاته داغېزو لاندې راشي۔

وفاقي حکومت لا هم د مخالفه سياسي ګوندونو انديښنو ته کوم ځواب نه دی ويلی خو څيړونکي وایي چې وفاقي حکومت د مالي مشکلاتوسره مخ دی او اوس غواړي چې د اتلسم ترميم نه وروسته د کومو محکمو ترقياتي کارونه صوبو ته خپله کول وي بايد چې صوبې هغه کارونه پخپل خرچ وکړي۔

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG