لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډونلډ بلوم:په پاکستان به ټینګار وکړم چې دترهګرو ډلو په ضد ګامونه واخلي


د پاکستان لپاره د امریکا نومول شوي سفير ډونلډ بلوم د امریکا د سینیټ دخارجه چارو کمېټۍ ته ویلي چي د سفير په توګه به هغه په پاکستان دترهګر ډلو القاعده، داعش، تحريک طالبان پاکستان،جېش محمد او لشکر طیبه پرضد دغوڅو عملیاتو دپاره زور راوړي.

څېړونکي وايي پاکستان کې نه يوازې د اقليتونو په ضد په غټه کچه توپیري چلند کېږي بلکې دځینو لاقانونه مذهبي تندرويه ډلو لپاره د زغم نه هم کار اخستل کیږي.

خو ځېنې څیړونکي بیا په دې نظر دي چې امریکا اوس هم د افغانستان د روانو حالاتو په تناظر کې پاکستان ته ضرورت لري.

دپاکستان لپاره د امریکا نومول شوي سفير ډونلډ بلوم د سنېټ د بهرنیو اړیکو کمېټۍ ته ویلي پاکستان او امريکا به دالقاعده، داعش او لا قانونه تحریک طالبان پاکستان پرضد هم په ګډه کار کوي.

مطبوعاتي رپورټونه وايي امريکايي سفير وویل چې هغه به دمذهبي تندروه ډلو لشکر طیبه او جېش محمد پرخلاف د کارروایۍ په لړ کې هم په پاکستان ټينګار کوي.


ښاغلي ډونالډ بلوم دا خبرې په داسې حال کې کړي چې د تېر اګست په میاشت کې د افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او په افغانستان د طالبانو د قبضې وروسته د واشنګټن او اسلام اباد اړيکې سړې شوې دي او پاکستان په دې وروستیو کې د امریکایي صدر جوباېډن په کوربه توب د جمهوریت په نړيوال کانفرنس کې هم د ګډون څخه معذرت کړی ؤ.

د سياسي او نړیوالو چارو شنونکی ډاکټر سرفراز خان وايي د امريکا د سینیټ د خارجه چارو کمېټۍ ته د ډونالډ بلوم وېنا خورا ارزښت لري او دا کمېټي پاليسي جوړونکې اداره ده.

هغه وايي د امریکا داسفير دا خبره سمه ده چې پاکستان پاکستان کې د لږکيو سره په غټه کچه توپيري چلند کېږي او هغوي ځورول کېږي.

هغه وايي په پاکستان کې د تحريک طالبان پاکستان نه واخله تر لشکر طیبه او جېش محمد پورې مذهبي تندروه او ترهګرې ډلې کار کوي او ځینو ډلو ته خو دحکومت پاکستان سرپرستي هم ترلاسه ده.

تېره ورځ اسلام اباد کې يو سيمینار ته دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قريشي ویلي پاکستان د امریکا سره ژورې اړيکې لرل غواړي.

هغه هم دغه مهال وي او ای سره ځانګړو خبرو کې ويلي چې امریکا دې پاکستان په داسې ازمېښت کې نه اچوي چې د اسلام اباد په تول پوره ختل پرې ګران وي.

د پاکستان دپوځ پخوانی افسر او د دفاعي چارو کارپوهه ليفټننټ جنرال (ر) طلعت مسعود ډيوه ته وايي د پاکستان لپاره د امریکا د نامزد سفير دا څرګندونې د اسلام اباد لپاره د واشنګټن اندېښنې او هيلې په ګوته کوي.

نوموړی وايي که څه هم پاکستان د چين سره نزدې سټراټيجکي اړېکې لري خو د پاکستان لپاره امریکا هم مهه ده.

دی وايي دپاکستان او امريکا ترمنځ چې څومره هم اقتصادي او تجارتي همکاري سېوا کېږي نو په يو لحاظ به ورسره د دواړو ترمنځ دوه اړخیزه اړېکې هم ښې کېږي.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په دې وروستیو کې د واشنګټن او بيجينګ ترمنځ د تاؤ تريخوالي په اړه ویلي وؤ چې پاکستان به د امریکا او چین ترمنځ د غټو قوتونو مابېن د سړې جګړې برخه جوړ نه شي.

د پېښور پوهنتون دنړیوالو اړیکو د څانګې استاد ډاکټر خورشید ډيوه سره خبرو کې وايي د افغانستان د روانو حالاتو په تناظر کې پاکستان اوس د امریکا لپاره مهم دی او واشنګټن دې لړ کې اسلام اباد ته اړتيا لري.

هغه وايي امریکا او پاکستان په افغانستان کې د داعش او القاعده په اړه يو شان اندېښنې لري او پاکستان تحریک طالبان پاکستان ته هم د يو ستر ګواښ په سترګه ګوري.

هغه وايي هم دغه شان چې د نړۍ کوم بدلېدونکی سياست دی په ځانګړي ډول د چين او روس په اړه نو پاکستان په دې کې هم جوخت تړاو یا مطابقت لري نو ځکه زه وایم چې پاکستان په دې ترڅ کې هم د امريکا لپاره مهم دی.

د پاکستان لپاره د امریکا نومول شوي سفير ډونالډ بلوم د سنېټ د دبهرنیو اړیکو کمېټۍ ته ویلي چي د لږکيو سره روان چلند هم د پاکستان انځور خراب کړی او هغه به د لږکيو د حقونو او مذهبي ازادې لپاره غږ پورته کوي.

نوموړي دا هم ویلي پاکستان ته به ووايي چې صحافيان او د بشري حقونو فعالين دې نه وېروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG