لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

"ستا نه وروسته مات شوی وم خو ژوندی پاتې شوم" فضل خان اېډوکېټ


فضل خان اېډوکېټ د پېښور په ارمي پبلک سکول ترسره شوي ترهګر بريد کې وژل شوي زوی صاحبزاده عمر خان ته ليکلي، "ستا نه وروسته د دننې نه مات شوی وم د ژوند امېد نه وو خو په څه نه څه ډول ژوندی پاتې شوم".

په پېښور کې اووه کاله وړاندې په ارمي پبلک سکول ترهګر برید شوی او د 150 پورې کسان پکې وژل شوي چې زياتره يې د سکول زده کوونکي ماشومان وو.

د دغه خونړي بريد زمه واري لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان منلې وه.

د دغه پېښې ورځ نن هم د وژل شوو ماشومانو مياندې پلاران د تورې او غم د ورځې په توګه نمانځي.

فضل خان اېډوکېټ خپل زوي صاحبزاد عمر خان ته په فېس بک پاڼه ليکلي،

ستا نه وروسته "ژوند ته د يوې معنې ورکولو په هڅه کې، د خپل وجود خورې ورې ټکړې مې بیا رايوځای کړې، د خپل فرض او زمه وارۍ پوره کولو دپاره، د خپل روح د زخمونو ډکولو دپاره، د خپلو جذباتو او غم سړولو دپاره، د خپلې بېګناه وينې د عزت او تقدس دپاره مې مبارزه وکړه".

نوموړي ليکلي، "نه ده مالومه چې هغه په خپل مقصد کې کامياب شوی، که نه دی، خو سکون ورته ضرور ترلاسه شوی دی، يو ورځ به ضرور بيا مېلاويږو، خوږه زويه، او کېدی شي په هغه ورځ چې زه ستا سره ووينم کوز سترګی به نه يم ځکه چې ته پوهه يې ما خپل ډېر کوشش کړی".

فضل خان اېډوکېټ يو د هغو مياندو پلارانو نه دی چې د پېښور په سکول ترهګر بريد کې وژل شوو ته د انصاف ورکولو دپاره یې مبارزه کړې او په عدالتونو ګرځېدلی دی.

د پېښور د سکول د پېښې په اړه تازه پرمختګ

د پاکستان وزيراعظم عمران خان د نومبر په مياشت کې سپریم کورټ ته باور ورکړی وو چې په عدالتي حکم به د پېښور په ارمي پبلک سکول د بريد په قضيه کې کوتاهي کوونکو کسانو پرضد به بې د توپيره کارروايي کولی شي.

عمران خان د پېښور د ارمي پبلک سکول د پېښې په اړه د سپریم کورټ لخوا د از خود نوټس د اورېدنې په مهال عدالت ته حاضر شوی او دغه بيان يې ورکړی وو.

دغه قضيه چې په سپريم کورټ کې روانه ده تيره اوونۍ حکومتي څارنوال سپريم کورټ ته ويلي وو وزير اعظم د متاثره کورنيو د غوښتنو او دوي سره خبرو لپاره د څلورو مرکزي وزيرانو کميټي جوړه کړې ده او د وژل شوو ماشومانو د کورنیو دريځ به هم د حکومتي ځواب برخه وي.

سپريم کورټ ته دغه ځواب وروسته له هغې شوی چې په ارمي پبلک سکول کې د وژل شوو ماشومانو والدینو د استخباراتي ادارې (ايي اېس ايي) د پخواني مشر ظهيرالسلام عباسي او د پېښور د هغې وخت کور کمانډر جرنل هدايت الرحمن په ضد د اېف ايي ار درج کولو غوښتنه کړې وه.

سپريم کورټ ته په ورکړى شوي خواست کې د ماشومانو والدینو د خېبر پښتونخوا پخواني اعلا وزير پروېز خټک په ضد هم د قانوني ګامونو غوښتنه هم شوې وه.

په اې پي اېس د برید علت کمزوری امنيت

په ارمي پبلک اسکول د شوي ترهګریز برید د پلټنو د کمیشن په رپورټ کې ويل شوي، د دغه پېښې علت کمزوری امنيت وو، په رپورټ کې ویل شوي چې د وړاندې نه د ګواښونو د موجودیت باوجود د سکول د امنیت ساتونکو شمېره کمه وه او هغوی په ناسمو ځایونو هم ودرول شوي وو.

په کال 2018م کې د هغه وخت د سترې محکمې مشرقاضي (د سپريم کورټ چيف جسټس) ميا ثاقب نثار د اپرېل په مياشت کې هغه وخت د دغه پېښې نوټس اخيستی چې کله په پېښور هايکورټ کې د يوې اورېدنې په مهال په سکول کې د وژل شوو څو ماشومانو ميندې پلاران د هغه کمرې ته په احتجاج ورننوتي وو.

بيا د مې په مياشت کې نوموړي د بريد د پلټنو دپاره د عدالتي کمېشن ويلي خو د اکتوبر په مياشت کې يې په رسمي ډول د کمېشن جوړولو امر کړی وو.

د پېښور هايکورټ جسټس محمد ابراهيم یو کسيز کمېشن جوړ کړی شوی او سترې محکمې په شپږو اوونيو کې د پلټنو رپوټ غوښتی وو خو دغه رپورټ دوه کاله وروسته په عدالت کې جمع کړی شوی وو.

د کال 2020 د ستمبر په مياشت کې د پېښور په ارمي پبلک سکول د از خود نوټس د اورېدنې په مهال چيف جسټس ګلزار احمد ويلي وو، په دغه ډول پېښو کې په ښکته کچه افسرانو نه د قربانۍ ګډوري جوړ کړی شي دا روايت ختمېدل پکار دي، ځکه په بره کچه د کارروايۍ پېل پکار دی.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG